Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Muhib Rahmati

Saturn, Afghanistan And Afghans. Muhib Rahmati Blog

 Saturn, Afghanistan And Afghans. Muhib Rahmati Blog د زحل په مقابل کي ځمکه زموږ د ځمکي غوندي 700 سيارې په زحل کي ځايېدى سي. که د مريخ خبره وکړو نو هغه تر زحل هم غټه ده. په مريخ کي 1300 ځمکي ځايېږي . که لمر ته راسو نو هغه بيا تر ځمکه 13 لکه واره لوى دى خداى په دومره لوى کاينات کي يوه وړه سياره پيدا کړه او په دې سيارې کي يوه وړه ټوټه ځمکه د افغانستان په نامه ده چي وګړي يې يو بل سره نه جوړېږي

Leader By Rahmat Shah Sayel. Pashto Quote and Two Lines Poetry

 Leader By Rahmat Shah Sayel. Pashto Quote and Poetry  رهبری فن وی او رهبر لکه فنکار د ژوندون داسې منصب په جوارګرو د سپارلو نه وی تجــربه بویه تجـــربه تجــربه بــــده نۀ ده  ځيني تـخمونه پۀ پټو کښې د کـرلو نۀ وي                                 (رحمت شاه سايل) Pashto Poetry Two Lines. Pukhto Shayeri 2 Lines

The Story of Nasar Khesro and Cobbler In Khurasan. Translation

 Nasar Khesro and Cobbler In Khurasan. Pashto Translation. ناصر خسرو د مکې او مصر د سفرونو په مهال يو ځاى د يوې پېښې په اړه ليکي : د خراسان په بازار کي يو ځاى د بوټ ګنډلو لپاره موچي ته ودرېدم. ناڅاپه د بازار په يوه برخه کي خلک سره راغونډ سول. ډېره غوغا وه اکثره خلکو هغې خواته منډي وهلې.. موچي هم زما بوټ کېښود هغه لور ته يې منډه کړه. زه په تمه وم.  څه وخت وروسته موچي راغلى په لاس کي يې د تازه غوښي ټوټه وه چي وينه ترې څڅېده. ما د غوښي په اړه ځيني وپوښتل نو په وياړ يې ځواب راکړ چېرته چي موږ په منډه ورغلو هلته مسلمانانو ته د ناصر خسرو شاګرد په لاس ورغلى. مسلمانانو هغه د ثواب په نيت او په اسلامي جذبه باندي مردار کړ او د هغه جسم مو ټوټه ټوټه کړ. د الله تعالى په دربار کي د ثبوت او تبرک په نيت د هغه زده کوونکي د بدن ددې ټوټي په ترلاسه کولو کامياب سوم ما په زړه کي د خداى شکر ادا کاوو چي هغه نده خبر چي ناصر خسرو په خپله دلته ولاړ دى. چي زما د شاګرد دا حال ده نو زما به څه حال و ژباړه By Muhib Rahmati. Nasar Khesro and Cobbler In Khurasan. Pashto Translation