Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Qazi Baran

Hejrat And Takfir Party Of Shakri Mustafa Of Egypt.

 Hejrat And Takfir Party Of Shakri Mustafa Of Egypt. Pashto Info blog About Mustafa Shakri. د تکفير او هجرت اسلامي ګوند مشر او بنسټګر (شکري مصطفى) نوميدو. د مصر د حج او اوقافو وزير او لوى مفسر او عالم شيخ محمد الذهبي يې چې کله اختطاف کړو او هغه باندي يې د کفر او  ردت فتوا صادره کړه بيا يې په بې رحمۍ سره تړلى ووژلو ونيول شو او محاکمې وروسته اعدام شو. د هغه تنظيمي ارشادات خپلو پلويانو ته داسې وو: 1 پرته زما له ډلې او د تنظيم پلويانو څخه بشپړ وګړي کافران دي، زمونږ له تنظيم څخه که هر غړى ووتلو هغه مرتد کافر دى او ورسره جنګ جګړه او وژنه يې زمونږ لپاره اولويت دى. 2 سلف صالح او صحابه کرامو د کورونو او نورو ودانيو او د هيوادونو اباديو لپاره هېڅکله زدکړه نه ده کړې، دوى فقط او فقط ديني زدکړه کوله د اخرت لپاره نو ځکه دين بايده د دنيا لپاره هېڅکله کار نه سي او دغه کړنه د کافرانو لويه نښه نښانه ده. 3 پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې (نحن أمة أمية لانكتب ولا نحسب) مونږ له سواد څخه خالي امت يو، نه ليکل کړو نه حساب. د حديث مطابق بايده مونږ هم له تعليم او زدکړو څخه لاس واخلو او بيسواده امت اوسو