Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Asal Nasal

Makhloot U Nasal Pashtuns. Origin Of Pashtuns By Noor Afridi.

Makhloot U Nasal Pashtuns.  Origin Of Pashtuns By Noor Afridi پښتانه مخلوط النسل د ايم فل  يو کلاس کښې زه د پښتنو په تاريخ لګيا وم ـ په دې کلاس کښې زمونږ سره د پاکستان د ټولو لويو ژبو زده کوونکي وي ـ ما د پښتنو په تاريخ باندې خبره کوله په مختلف نظريات باندې مې چې کله خبره وکړه نو د سراٸيکې ژبې يو زده کوونکي  لمانه دا تپوس وکړو چې پښتانه د يو انګريز په نزد مخلوط النسل دي يعني په پښتنو کښې  ترک وغيره  قومونه دي ـ  ما هغه ته څه دا رنګ ځواب ورکړو ـ  چې اول خو دنيا کښې داسې يو نسل هم نشته چې هغه کښې ګډون نه وي شوے  ـ د ساٸنس نه دا خبره ثابته ده چې کوم نسل کښې د بل نسل ګډون اونه شي نو هغه د مختلف قسم بيمارو سره مخ شي او اخر رورو په ختميدو شي ـ  بل  که دا انګريز واٸي چې پښتانه مخلوط النسل دي نو د هغه سره دليل څه ؟ که په خصاٸصو عاداتو باندې پښتانه  دې انګريز ته مخلوط النسل ښکاري نو پښتانه د ايشيا د ملا په تير باندې پراته دي  دلته هر کوجه راغلے دے او د پښتنو سره ٸې اول لاس اچولے دے خو چې کله ٸې دا خړ پښتون رالاندې کړے نه دے نو ورسره خپلوي ٸې کړې ده او په سوونو سوونو کالو پورې ورسره پاتې شوے دے

Peeran, Mulan, Sayedan, Taliban, Qureshi, Saddat. Pashto Info

Peeran, Mulan, Sayedan, Taliban, Qureshi, Saddat. Pashto Info  By Waqas Esapzai د اوسنې وخت دیوبندیان لکه د مولانا فضل الرحمان د جمعیت نیولې د مولانا محمد خان شېراڼي سریېره د افغانستان اسلامي امارت چړیان چې په یو څو سېپارو نۀ یوازې ځانونه دولتي چوکیو ته رسوي؛ بلکي د چوکو د حصول لپاره واکمن رژیمونه هم نړوي؛ بیا ځانونه د امام ابوحنیفه پېروان هم ګڼي، حالانکي دا خلک د وهابیانو، حنبلیانو او دیوبندیانو ګډوډونه ده' حنفیان خو بلکل نۀ برېښي؛ ځکه چې امام صېب په نقش و قدم روان نۀ دي، امام صېب تل ځان د سیاست او دولتي منصب څخه ژغورلی ووـ  بلخوا هاغه ملایان چې د مذهب پر بنسټ خپل نسل د عربو سره تړي' ځان سره به د سید مختاړې او د قرېشي وغېره ورستاړی تړي، پښتنه ټولنه کې به ځانونه په دې نومونو وچت حسابوي' نو هغوي ته هم عرض دی' چې امام صېب چرې هم ځان د منصب او نوموړتیا لپاره عرب النسلو پورې نۀ وو تړلی، د قضاوت لپاره به زۀ تاسو ته د امام صېب یوه واقعه د بیلګې په توګه وړاندې کړم ـ  ~ د ابوجعفر منصور په خپل دوره سلطنت کې د قضاة لپاره څلور کسان [ ۱- امام ابوحنیفه, ۲- سفیان ثوري, ۳- مسعر ابن کد