Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Animals

Hyenas Explained In Pashto. What Is Laghar Baghar? Lagar Bagar

Hyenas Explained In Pashto. What Is Laghar Baghar? Lagar Bagar. By Noor Ul Basar Yousafzai د تېرو څو.ورځوراهسې پۀ سوشل میډیا د  Hyenas  چې پۀ اردو کښې ورته لګړ بګړ او پښتو کښې ورته کوږ وئیلے شی پۀ باره کښې خبرونه مخې ته راځی.  د ټولو نه اول خو دا چې دغه ځناور  دوه ډوله رنګ او شکل لری یو داسې وی چې غوږونه ئې لکه د زمری پۀ شان غونډ وی رنګ ئې خړ وی چې پکښې تور ټاکی وی وېښته پرې عموما کم وی او د لکۍ سر ته ئې وېښته د ځونډی پۀ شکل وی چې ورته دهبے دار لګړ بګړ هم وئیلے شی  دوېم قسم داسې وی چې رنګ ئې خړ یا سلېټی وی غوږونه ئې لکه د ګیدړ څوکیالی وی پۀ څټ ،ملا او لکۍ ئې ګور وېښتۀ وی او پۀ بدن ئې تورې پټې وی کوم ته چې  stripped hyenas  دهاری دار لګړ بګړ وئیلے شی د دواړه قسمه کوږ مخکېنۍ پښې اوږدې او وروستنۍ پښې لنډې وی ګوشت خور ځناور دے چې د نورو ځنګلی ځناورو ښکار کوی ولې  Blood sucker  یعنې خونخوار بالکل نۀ دے  لکه د ګیدړ او لومبړې د ټولګی پۀ شکل کښې وسیږی ډېره موده مخکښې د دریائے سندھ پۀ غاړه /بېله کښې هم دغه  stripped hyenas  لیدلے شوی وو خو د بده مرغه دا نایاب ځناور د دلته نه ورک شوی دی د بلوچست