Skip to main content

Posts

Showing posts with the label khanzeb

Utmankhail Aw Da Melma Nang. Pashto Info Blog About Otmankhail.

Utmankhail Aw Da Melma Nang. Pashto Info Blog About Otmankhail. اتمانخېل او د مېلمه ننګ.- تېمور شاه چې د احمد شاه بابا ځوئي وو پينځه ځل ئې د هند په لور په کال 1774. 79.80.85. 88 کښې ئې  لښکرې لېږلې وې خو ځنې خوېونه او کمزورې داسې وې چې د احمد شاه ښوځښت پشا تلل هم دده د وخت نه پېل شو او په آخر کښې دده ځوئي شاه شجاع د سيهکانو او پيرنګيانو سره دڅوکې لپاره په لاس ېو کولو هرڅه اوبائلل. په کال 1779 کښې د تېمور شاه خلاف په کورنۍ کښې د مرګ ېوه هڅه اوشوه مقصد ئې د تېمور په ځائې د احمد شاه بابا شپږم ځوئي ،سکندر شاه، په تخت کېنول وو. پدې کار کښې د ډېرو اميرانو ترڅنګ ،فېض الله خان، د مېا عمر بابا ځوئي ،صاحبزاده محمدي،او ملک ارسلا خان مومند، لاس لرلو . تېمور شاه د پېښور په بالاحصار کښې دېره وو د پنچاپ په لور ئې د لښکرو تابېا کوله فېض الله خان ته د اپريدو او شينوارو نه ده نوي پوځي ډلې جوړولو کار سپارل شوې وو خو هغه په چل بالا حصار ته د لښکر سره ننوتو چې په ظاهره نوې دسته پېش کول ئې مقصد وو خو په پټه ئې تېمور شاه د منځه وړل غوښتل. پوځ چې قلا ته ننوتو تېمور شاه چې ېو دم دومره خلک اوليدل نو پوهه شو چې

Muft Maaz Tappay Aw Dastaar. Pashto Blog By Maulana Khan Zeb.

 Muft Maaz Tappay Aw Dastaar. Pashto Blog By Maulana Khan Zeb. د ،دستار سړي ، دې نه مري !!! د خوشال د معيار ګز که پسې راوړې  ډېر سرونه نه دي وړ د دستارونو ! ــــــــــــ د ېو قام کلتوري ارزښتونه څومره زور لري ددې اندازه د مفتي معاذ د خواږه ترنم نه پته لږي چې فقط ټپه په خوږ غږ کښې وائي نو هغه پټکې چې دده په سر وو شائد چې ټول عمر ئې که په سر وې خو دومره به نه وې ستائل شوې لکه د سر نه د کوزولو نه پس ئې چې څومره محبوبيت ترلاسه کړو  مونږ چې کله د عدم تشدد د ګټو خبره کؤو ېو پکښې دا هم ده چې د خپل دليل او عمل په زور د افراطيت نه راټوکېدلې هغه بيانيه چې بې سارې لښکر لري د عدم تشدد په فکر او تګ لاره چې څومره رسوا کېدې شي دا په تشدد نه کېږي ښکاره مثال ئې دا پېښه ده چې  په پښتنه ټولنه کښې د چا پټکي ګيرې ګرېوان ته لاس اچول د منلو وړ نه وي خو  ورته غبرګون  په دليل او منطق ولاړ زغم لاثاني جواب دې تراوسه خو هنري آلات د منلو وړ نه وو خو اوس پکښې خوږ غږ هم . پټکې که په انساني ټولنه کښې زرګونو کلونو نه دود دې برق صېب ئې د مارپرستې دور ته رسوي خو پښتانه ئې د خپل خوږ پېغمبر ص او د خپل کلتور سره د رواېت په

G. S. Bright About Khan Abdul Ghaffar Khan Baba Aka Bacha Khan.

G. S. Bright About Khan Abdul Ghaffar Khan Baba Aka Bacha Khan.  #BachaKhanWeek2022 جې ایس برائټ چې د باچا خان بابا سوانح عمري ئې ليكلې ده وائي ! عدم تشدد د  باچا خان  بابا فلسفه وه د ګاندهي جى نه !    غفار خان د عدم تشدد په اصولو عقيده لري دا هغه د مهاتما  ګاندهي نه نه ده ايزده کړې بلکې هغه دا اصول په ذاتي طور اخيستي او منلي دي لکه چې د حق څوک لټون کوي دې کښې هېڅ شک نشته چې  هغه ته د قرآن پاک مطالعې دا محبت ښودلي دې او هم له دې لارې هغه عدم تشدد ته رسېدليدې او دې کښې څه  د تعجب خبره نه وه، غفار خان او مهاتما ګاندهي دواړو کښې زما په خيال غفار خان د روحانيت او چت منزل ته رسيدلې دې، باچا خان اسمان ته رسيدلې دې او پنډت لا هغه شان په زمکه دې او  په هوا کښې لګېا دې کوشش کوې، غفار خان د ًشيليً (انګريز شاعر ) د اسمان نه زمکي ته راغلي دې او مهاتما ګاندهي لکه د ًګيټس ً (انګريز شاعر ) د زمکي نه اسمان ته ختونکي دې ځكه زما نظر کښې  غفار خان ته سرحدي ګاندهي وئيل صحيح نه دي ،که  مونږ د روحاني خوبيو په اساس جاج واخلو نو مهاتما ګاندهي ته هندونستاني وئيل به مناسب وي نه چې غفار خان ته سرحدي ګاندهي او دغ

Pashto Folk Songs. Sri Stargi Khomaray, da Chari Da Zargar Di Na,

 Pashto Folk Songs. Sri Stargi Khomaray, da Chari Da Zargar Di Na, Shen Asman Zari Zari سندره سمه واېئ  Sandara Sama Wai by Maulana Khanzeb. سرې سترګې خونبارې، باڼۀ مې لا جمدر دينه ټيک مې دړې واړې، دا چارې د زرګر دينه کله د ېو هنرمند په غږ ېو سندره د غلط مشهور په توګه په وېنا کښې خوره شي څوک ئې د جملو او ،ويو ، جوړښ ته کم پام نه رړوي خو د هرچا په خوله شي لکه ېو وخت دا سندره به وائل شوه !  شين آسمان ذرې ذرې  د سرو زرو تنابونه  سپوږمۍ د بام په سر په ېار واېه سلامونه ! دې ډول څلور مصرئيزې سندرې ته ،سروکې ،وائل شي پدې اړه ځلمې هيواد مل د پښتو ادبياتو د تاريخ په حواله ليکي، داسې ښکاري، چې سروکي د پښتو د خاصو سندرو لکه چاربېتو، بدلو، بګتيو او لوبو پاتې شونې دي . دا  سندره په اصل کښې داسې وه چې ، شين آسمان ځلې ځلې ! د سرو زرو تنابونه  ځلې د ځلا نه ده دا دچاپېريال د جمالياتو هغه وخت ته اشاره ده چې کله باران اوشي نور او باران سره ګډ شي د ،بوډۍ ټال ،ېا شنه سره ،کاسه روخیېژي د باران څاڅکي پدغه وخت کښې داسې برېښي لکه د سرو زرو تنابونه چې راکش شوي وي آسمان په ځلا ځلا سر وي دا مخکښې او روستو وېنا د

Wali Khan, Radio Pakistan And IG Habib Ur Rahman. Pashto History Blog

 Wali Khan, Radio Pakistan And IG Habib Ur Rahman. Pashto History Blog ډاکټر سهېل خان د 2006 د ( اخبار جہاں ) په حواله ليکي ! چې د پښتونخوا ېو پخواني IG پوليس حبيب الرحمن وائي  په 1965 په جنګ کښې زه د پېښور SP ووم ماته حکم اوشو چې په ريډيو د ولي خان تقرير اوچلوه  سمدستي شاهي باغ ته لاړم ولي خان تقرير ته تېار شو دې کښې بل حکم رالې چې تقرير ئې ړومبې چېک کړئ ! ولي خان پدې خبره غصه شو خو خېر چې کله ئې تقرير شروع کړو نو د ټول ئې د خپل ګوند منشور  بېانولو پدې واکداران ډېر پرېشان شو چې دا څه اوشو ! کله ئې چې آخري جمله اووئېله نو ټول حېران شو چې یہ پارٹی منشور تب نافذ ہوگا جب پاکستان ہوگا ۔ مولانا خانزېب 

Why Mardan Is Called Mardan? Pashto Info Blog

 Why Mardan Is Called Mardan? Pashto Info Blog. Mardan's Name Background And History In Pashto. مردان ته مردان ولې وائي ؟ مردان د پښتونخوا د پښتنو ستر تاريخي ښار دې د مېلمستيا په ځانګړتيا ېاد دې  دا جغرافيه په زرګونو کلونو پخوا تاريخ کښې د ،پشکلاوتي ، او ګندهارا برخه وه دوه زره کاله پخوانې د علم مرکز ، هنډ او سلاتوره اوسنې لاهور  ښار هم ورته جوخت وو  ،  ددې خؤاشا د بدھ مت تهذيب ستر غونډونه وو په نزدې وخت کښې د پېښور سره تړل شوې وه په 1937 کښې د ضلعې ،پوړۍ ، او بېا  ډويژن ،  کړې شو اوسنې مردان چې په کمه جغرافيه خور دې نو په تاريخ کښې پدې جغرافيه کښې نور هم داسې ډېر ځائينه دي چې د مردان نه هم ډیر تاريخي ېاد لري خو اوس په انتظامي چوکاټ کښې د مردان برخه ګنړل شي مردان د قامي تحريک خدائي خذمتګارو تراوسه لوېه مورچه ده ډېر قامي مبارزين پکښې تېر شوي ستر عالم دين او قرآن پوهه  مولانا عبدالسلام رستمي هم د مردان وو چې  په پښتو ژبه ئې د قرآن ېو ستر علمي تفسير  احسن الکلام هم ليکلې په اوس وخت کښې د امير محمد هوتي نمسی حېدر خان هوتي او حماېت الله ماېار ئې د سیاست د لارې په پرمختګ او خذمت کښې ډېر

Why Swabi Is Called Swabi? Background Of Swabi Name

 Why Swabi Is Called Swabi?  Background Of Swabi Name. History Of Swabi In Pashto صوابې ته صوابې ولې وائي ؟ د صوابې زوړ نوم ،سمه ،وو د تاريخي حوالو نه ثابتېږي چې دلته په صوابې کښې ،سمه ،خاندان ، 2452 ق م، کښې حکومت کړې وو . دغه راز پښتانه د غرئيزې سيمې په نسبت اوارې سيمې ته ،سمه ،وائي د ګډون خلک اوس هم د صوابۍ ميداني سيمو ته سمه وائي  منشي ګوپال داس د صوابۍ په اړه وائي چې ځنې خلک صوابې ته سهابي هم وائي . دغه راز کله چې دلته ،سمه خاندان آباد وو  نو په هغه وخت کښې به دلته د ستورو عبادت کېدو چې په عربې کښې هغه خلکو ته ،صابي، وائلې شي پدغه نسبت دې سیمې ته ،صوابي، وائل شوې. ېو سيمه ايز رواېت هم شته چې دلته دوه ورونړه وو د ېو صواب خان نوم وو او دبل منير خان صوابې او مانيرې پدغه نومونو ېاد شوي. جميل ايسپزئې وائي چې صوابې په اصل کښې ، سوها ،او ،بهو، نه جوړ دې سوها ېو عام بوټې دې چې سنسکرت کښې ورته دا نوم وائي او ،بهو ،په سنسکرت کښې ،مېدان ،ته وائي د وخت سره د ،سوهابهو ،نه ،سوابې ،جوړ شو ېر الحکيم حکيم وائي چې پښتو کښې ،ص، ټکې نشته دا نوم په سين ،سوابې، ده سېوا په سنسکرت کښې ،عبادت ،ته وائي او

Khushal Khan Khattak Aw Peer Rokhan. Pukhto Mazmoon

 Khushal Khan Khattak Aw Peer Rokhan خوشال خټک او پیر روښان زه د دروېزه غوندې ایمان ښائم و ده ته. دی د پیر روښان غوندې د کفر که تلقین  پير روښان د پښتنو د قامي روحاني تاريخ ېو ستر باب دې د پښتنو پينځه سوه کلن تاريخ کښې په ادب سياست او تصوف ئې جور اغېز پاتي شوې خو د بده مرغه د پير روښان په اړه د تاريخ سپيناوې ډېر وخت په تاريخ کښې ورک او پټ پاتي شوې دغه راز د اخون دروېزه د مريدانو له خؤا پېړو په پېړو داسې تاريخ نقل کړې شوې وو چې په نتيجه کښې پير روښان په پير تاريک سره په ټولنه کښې ېاد پاتي شوې وو د پير روښان په څلورو ژبو کښې کښې ليکل شوې تاريخي کتاب ،خېرالبېان ، لادرکه وو خو چې کله دغه اومندل شو نو ورسره ددغه سپېځلي او د تاريخ په پانړو پرتې ډېرې دوړې اوڅنډل شوې څېړنې غونډې روانې شوې او ډېر تاريخي حقيقتونه مخې ته رالل دا غورځنګ څومره سياسي څومره روحاني او څومره ادبي اړخونه لري دغه راز د ميا روښان او اخون دروېزه جګړه څومره سياسي او څومره مذهبي وه  دا پخپل ځائې ېو ستر بحث دې د پېښور پوهنتون د پښتو څانګې مشر مولانا عبد القادر  په 1959 کښې د ،المان ، د ، تيو بنګن ، په سويلي  ښار  پوهنتون کښې

Zama da Har Maqtool Hesab Di Oshi. Pukhto ghazal

Da Shahadat Tamghay di koor ta usa Zama da har Maqtol Hisab di oshi. Poem غزل Ghazal By Didar Yousafzai. د پرهرونو سدباب دې اوشي علاج د درد خانه خراب دې اوشي   د شهادت تمغې دې کورته یوسه زما د هر مقتول حساب دې اوشي    ما ژوند پۀ سر لکه عذاب راوړے ما هم پۀ دار کړه چې ثواب دې اوشي   د بابړې " کافر " به وپېژنې چې ځان پېدا کړې خپل نصاب دې اوشي    تن به دې تنده لکه ما وسيزي  چرته کۀ لار پۀ يو سراب دې اوشي   چې دهشت نۀ غاندي پۀ تورو ټکو ږلۍ پۀ داسې هر کتاب دې اوشي   د پنجو وير ګڼه الهام د ازل خېر کۀ وزرې د سرخاب دې اوشي   سپينې کونترې وړي پۀ توره شپېلۍ د محتسبو احتساب دې اوشي   امن دې اوځي د قاموس له کوره نوې معنې د اضطراب دې اوشي   چې پښتونپوهه خوشبوئي خپروي داسې غانټول داسې ګلاب دې اوشي   دیداره سود د وخت نيمګړے سرګم  ګوتې دې کوم دي کۀ رباب دې اوشی ډاکټر ديدار يوسفزے Pashto Times. Dr. Didar Yousafzai Pashto Ghazal. Pashto Kalam by Dr. Dedar Yousafzai...  justice For Qari Illyas Bajaur. Bajawar Saniha. Sherona. Pukhto nazam. Father of Qari Ilyas Bajawar. Bajaur Sit In.

Zama Qatil by Maulana Khanzeb Bajaur. Pashto Blog

Zama Qatil By Maulana Khanzeb Bajawar. Justice For Qari Ilyas And Bajaur Khaar Sit In. Qari Ilyas Of Bajour. Shaheed Qari Ilyas Of Bajaur قاری الیاس باجوړ زما قاتل په رڼا ورځ لکه پېرۍ غېب شي ماته د قام په واکدارانو کښې څه چل ښکاري  Father of Qari Ilyas in PTM Bajaur Sit In. The saddening Picture of a father. بدامني ړندې وژنې چاؤدنې د کم ګوند ستونزه نه !  بلکې د پښتنو د وطن قامي مسئله ده که په ېو شکل کښې ختمېږي نو په بل شکل کښې بېا سر روچتوي ځکه چې دلته  ټوله اډانه په امن نه! په جنګي اقتصاد ولاړه ده  . پدې ېو انځور کښې دا دوه رونړه دي دواړه ديني عالمان وو ېو دوه کاله وړاندې او ېو نن د باجوړ په پلازمېنه ،ښار ، کښې په هر لور تاؤ د ساتنې په دنګو قلاګانو او مورچو په وړاندې په ړنده وژنه اووژل شو او وژونکي روغ رموټ لکه د پيريانو په رڼا ورځ ورک شو . دا بل انځور د هغه بې وسه شډل بډل غیرتي پښتون پلار دې چې د دوه ځامنو په مرګ ئې ملا ماته شوه سوچ کوي خو فکر ئې پې نه رسي چې ځامن می کمی بلا په کمه ګناه مات کړل ؟  بل انځور کښې خلک  دلته د هغه ځائې مخې ته په غبرګون کښې ناست دي چې اولس پې ډاډه دې چې دا

Ghani khan aw da Dir Zalmi

Ghani Khan Aw Da Dir Zalmi by Maulana Khanzeb Bajour. غني خان او د دير پښتون ځلمې غني خان د خپل قام سره بې کچه مينه لري پخپله وېنا کښې د غني خان دغه مينه د خپل قام سره ځائې په ځائې جوتېږي هغه د پښتون فطري خويونه ډېر خواږه او زړه خوږي بولي ځکه خو وائي چې پښتون په نسل هرڅوک دې خو زه ورسره مینه لرم ماته ګران دې د ساګو کاسې ته به ناست وي خو مېلمه ته به ست لکه د شاهانو کوي په کوپړې ورکوټې دې خو په زړه ډېر غټ دې د پښتون په پېړو پېړو کنځلو کښې هم غني خان ته ېو سرور او ذوق ښکاري ځکه خو وائي په والله چې د جنته به شم ستون چې کنځل پکښې وانورم د پښتون پښتون غني ته د يوناني خلکو پشان ښکاري او پدې لاندې ليک کښې ورته ټول پښتانه د دير د غرونو سوچه او خوږو خلکو پشان ښکاري او د ديروژي پښتون په څېره او کړو وړو کښې د ټولو پښتنو د ژوند او کلتور ننداره وړاندې کوي.. غني خان وائي !کلي والې سندرې د ېو ملت روحاني انځور وي او پېژندګلو هم ! خو ددې روحاني انځور پیژاندګلو لپاره دا اړينه ده چې دغه بل ملت لرغونې هم وي او ريښتونې هم . ېو ريښتوني احساس لرل دومره مېړنې کار نه وي ډېر ګران کار ددې څرګندونه وي او په ځان