Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Nazia

Pashto Folk Songs. Sri Stargi Khomaray, da Chari Da Zargar Di Na,

 Pashto Folk Songs. Sri Stargi Khomaray, da Chari Da Zargar Di Na, Shen Asman Zari Zari سندره سمه واېئ  Sandara Sama Wai by Maulana Khanzeb. سرې سترګې خونبارې، باڼۀ مې لا جمدر دينه ټيک مې دړې واړې، دا چارې د زرګر دينه کله د ېو هنرمند په غږ ېو سندره د غلط مشهور په توګه په وېنا کښې خوره شي څوک ئې د جملو او ،ويو ، جوړښ ته کم پام نه رړوي خو د هرچا په خوله شي لکه ېو وخت دا سندره به وائل شوه !  شين آسمان ذرې ذرې  د سرو زرو تنابونه  سپوږمۍ د بام په سر په ېار واېه سلامونه ! دې ډول څلور مصرئيزې سندرې ته ،سروکې ،وائل شي پدې اړه ځلمې هيواد مل د پښتو ادبياتو د تاريخ په حواله ليکي، داسې ښکاري، چې سروکي د پښتو د خاصو سندرو لکه چاربېتو، بدلو، بګتيو او لوبو پاتې شونې دي . دا  سندره په اصل کښې داسې وه چې ، شين آسمان ځلې ځلې ! د سرو زرو تنابونه  ځلې د ځلا نه ده دا دچاپېريال د جمالياتو هغه وخت ته اشاره ده چې کله باران اوشي نور او باران سره ګډ شي د ،بوډۍ ټال ،ېا شنه سره ،کاسه روخیېژي د باران څاڅکي پدغه وخت کښې داسې برېښي لکه د سرو زرو تنابونه چې راکش شوي وي آسمان په ځلا ځلا سر وي دا مخکښې او روستو وېنا د