Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Yousafzay

Qais Abdur Rashid, A Mythology and Fabricated Story

Qais Abdur Rashid, A Mythology and Fabricated Story. Who Was Qais Abdur Rashid. By Yousaf Baheer .. قیس عبدالرشید نۀ خو کوم صحابي دے، نۀ د پښتنو پلار دے، نۀ د پښتنو کوم وفد لۀ پېغمبر سره لیدلي، نۀ پېغمبر پښتنو ته د بطان یا پټان لقب ورکړے دے. نۀ خو خالد بن ولید پښتون وۀ، نۀ هم پښتون یا افغان د سلېمان پېغمبر زوے وۀ دا موضوعي افسانه ده چې لۀ حقیقت سره یې تړاو نشته. پښتانۀ اریایان دي او چرته چې نن اوسېږي، همدا او ددې خواوشا یې ټاټوبے دے. د هېڅ کوم قام د مشر نیکۀ نوم مالوم نۀ دے. نۀ خو وړومبے جرمن مالوم دے، نۀ انګرېز، نۀ عرب، نۀ ترک، نۀ ګریک او نۀ رومن....  د هغې لامل دا دے چې د ژبو پۀ زېږېدنه کښې زرګونه کاله وخت تېرېږي نو هله یوه ژبه، قام یا تهذیب رامنځته شي. داسې نۀ وي چې یو کس را پورته شي، نوې ژبه شورو کړي او د یو قام پلار جوړ شي. د ژبو او قامونو ترویج پۀ تدریج او مرحله وار کېږي. داسې نۀ وي چې پۀ یوه ورځ کښې یو قام جوړ شي، ګویا یو کس د یوۀ قام پلار شي. پښتانۀ اریایان دي. لۀ امو تر اباسینه، دغه سیمه یې هېواد دے او پۀ همدې خواوشا کښې یې کوچونه کړي دي. پښتو چې دغۀ حال ته را رسېدلې ده نو پېړ