Lyrics Of Pashto Ghazal, Har Yaw Gul Day Panray Panry Nashta Saah Yawa Ghotai Ki. هر یو ګل دے پاڼې پاڼې، نشته ساه یوه غوټۍ کښې پۀ سپرلي کښې هم خزان دے، ویر ژړا ده پۀ ښادۍ کښې دا زما خاورې ایرې ژوند ، پکښې ستا نیازبینه مینه لکه ګل وي چا ټومبلے پۀ ريښې ریښې پګړۍ کښې تږے تږے یم چې نۀ ئې، جل مې اخلي چې دې وینم اخر ساه به رانه ووځي، پۀ دې تنده لېونۍ کښې چې دې خپل زړګي ته ګورم، د یارانو پۀ محفل کښې لـکـه کـور د چـا کـنډر وي پـۀ ابـاده ابـادۍ کښـې برقه ستا دا شاعري هم عجیبه شان محسوسېږي لکه دشته کښې څوک اوري خپل اواز پۀ واپسۍ کښې ............................................. 🌹 سعد اللّٰه جان برق 🌹 Discover More Pashto Sherona – The Soul of Pashto Poetry If you are searching for Pashto Sherona (Pashto poetry), you are in the right place. At Khatirnama , we bring you a beautiful collection of Pashto love poetry , sad sherona , classical Pashto verses ,...