Utmankhail Aw Da Melma Nang. Pashto Info Blog About Otmankhail. اتمانخېل او د مېلمه ننګ.- تېمور شاه چې د احمد شاه بابا ځوئي وو پينځه ځل ئې د هند په لور په کال 1774. 79.80.85. 88 کښې ئې لښکرې لېږلې وې خو ځنې خوېونه او کمزورې داسې وې چې د احمد شاه ښوځښت پشا تلل هم دده د وخت نه پېل شو او په آخر کښې دده ځوئي شاه شجاع د سيهکانو او پيرنګيانو سره دڅوکې لپاره په لاس ېو کولو هرڅه اوبائلل. په کال 1779 کښې د تېمور شاه خلاف په کورنۍ کښې د مرګ ېوه هڅه اوشوه مقصد ئې د تېمور په ځائې د احمد شاه بابا شپږم ځوئي ،سکندر شاه، په تخت کېنول وو. پدې کار کښې د ډېرو اميرانو ترڅنګ ،فېض الله خان، د مېا عمر بابا ځوئي ،صاحبزاده محمدي،او ملک ارسلا خان مومند، لاس لرلو . تېمور شاه د پېښور په بالاحصار کښې دېره وو د پنچاپ په لور ئې د لښکرو تابېا کوله فېض الله خان ته د اپريدو او شينوارو نه ده نوي پوځي ډلې جوړولو کار سپارل شوې وو خو هغه په چل بالا حصار ته د لښکر سره ننوتو چې په ظاهره نوې دسته پېش کول ئې مقصد وو خو په پټه ئې تېمور شاه د منځه وړل غوښتل. پوځ چې قلا ته ننوتو تېمور شاه چې ېو دم دومره خلک اوليدل نو پوهه شو...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.