Pashto Folk Stories And Pashto Literature. Pashtun Heros And Literature. Aziz Ur Rehman پښتو حماسي ادب کې د اتلانو ناپښتني پېښې بسمالله الرحمن الرحیم د یوې ژبې د ولسي ادب په اړه یوه عامه او د هر چا له خولې کارېدونکې جمله دا ده:«ولسي ادب د اړوند ولس د دودونو، عنعنو او په ولس کې د تربیوي نظام انځور دی.» کله چې موږ د ولسي ادب پر ماهیت دا خبره تطبیقوو؛ نو ښکاره خبره ده، چې د اړوندې ژبې، ادبیاتو او رسومو تر منځ یو قوي او منطقي اتصال رامنځته کېږي، په داسې ډول، چې یو له بله سره سمون لري، په ټکر کې به نه وي سره او یو بل به تر پوښتنې لاندې نه راولي. له جغرافیوي او اقلیمي اړخه هم د یوې ژبې او یوې سیمې ادبیات خپل مناسبت او برابروالی غواړي، د ساري په توګه که موږ په پکتیا کې یو حماسي اتل پنځوو؛ نو باید د پکتیا له جغرافیې او اقلیم سره سم یې وپنځوو؛ دا آتل باید په لوړو غرونو کې د ختلو فوقالعادة ـ یا هم خارقالعادة ـ ځواک ولري، ځکه چې پکتیا لوړ لوړ غرونه لري، اتل یې له دغو غرونو سره رالوی شوی دی؛ نو بایده ده، چې له لوړو او سختو لارو سره یې بلد وي او لوړې څوکې یې اېلولی شي؛ همدارنګه دا آتل باید له س...