Khushal Khattak Baba Pashto Ghazal Describing Beauty Of His Beloved. تور ګيسو دې په چندڼ باندې ښامار دي تورې زلفې د سنبل د نوبهار دي چې وَ ملا او کوناټيو ته دې ګورم اويزاندې پاغوندې په نري تار دي . تورې سترګې د هوسۍ د خطا شوې چې وَ څړ وَ تَه پرتې په سنبل زار دي . تورې وروځې دې لينده، باڼه دې غشي عاشقان يې زخمي شوي په ګوزار دي . مصفا تندی دې ښه دی تر بلوره بیدلان يې په سَرونو خريدار دي . دغه خال چې دې د وروځو په پيوند دی د خطا د ملک اصلي نافې ترې زار دي . سپينه پوزه دې د غوټۍ د زنبق ده چې چاپير ترې نور ګلونه د ګلزار دي . بناګوش دې نسترن دی غوړېدلی د چنبې تر ګلو به دواړه رخسار دي . سپينه خوله که دې غنچې سره نسبت کړم د غنچې غوټۍ کله شکربار دي . دواړه سرې شونډې دې ښې دي تر سرو لعلو سپين غاښونه بې بها دُر شهوار دي . ښايسته زنه دې سيب د سمرقند ده چې خواږه يې تر نباتو نه بسيار دي . صراحي د سپينو زرو، سپينه غاړه سيم آسا اوږې دې هم په دغه شمار دي . واړه تن دې د حلب تر ښيښې صاف دی چې رازونه دې درون ترې نمودار دي . سپنې لېچې دې مصرۍ تُورې تېرې کړې چې خونونه يې په غاړه سل هزار دي . د ياقوتو
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.