Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Pashto Articles

What Is Secularism? Secularism Explained In Pashto

 What Is Secularism? Secularism Explained In Pashto What Is Secularism In Pashto? سیکولریزم  دریمه برخه کتاب: د فکر زېری ژباړه: غورځنګ اتل که چېرته سیکولریزم د ټولنیز نظام په توګه قبول کړو، نو دینداره به بې دینه او خدای پرست به بت پرستنه شي؛ نو ویلای شو، چې سیکولریزم د اسلام لپاره کوم خنډ او خطر نه دی، نه هم د پاکستان  راتلونکی په خطر کې دی؛ بلکې زموږ له انده پر سیکولر اصولو ولاړ پاکستان به ډېر روښانفکره، پرمختللی او متمدن هیواد وي  د سیکولریزم موخه دا نه ده، چې د ټولنې دننه ګډوډي زیاته کړي  او اخلاقي نظام له منځه یوسي؛ بلکې سیکولریزم یوه داسې فلسفه ده، چې د فکر او شخصي آزادۍ لپاره ځانګړې شوې ده؛ د تقلید او روایت پرستۍ پرځای د عقل او علم پر ځواک تکیه ده، نو ځکه خو سیکولرانو تل هڅه کړې، تر څو خلک له وهمپالني / توهم پرستۍ (په پټو سترګو د یو څه منل. ژباړن) څخه وساتي او د عمل او فکر خواته یې راوبلي. دا کومه ځانته فلسفه نه ده  زموږ صوفي کرامو به هم ویل چې حقیقت خپله وپلټئ، خپله یې زده کړئ او که د خالق یا مخلوق سره هم اړیکه ټینګوئ؛ نو باید مخبنا یې پر حق ولاړه وي؛ نه د جنت او دوزخ له وېرې.

Heart Attack Explained In Pashto. What Is Heart Attack, Cardiac Arrest

 Heart Attack Explained In Pashto. What Is Heart Attack, Cardiac Arrest By Dr. Aman Shams د زړه حمله د زړه حمله هغه وخت منځ ته راځي کله چې د زړه هغه واړه رګونه چې پخپله زړه (د زړه عضلاتو) ته وينه او اکسېجن رسوي، يودم بند شي. کله چې دا پېښه وشي نو د زړه هغه برخه يا ساحه چې معمولاً به نوموړي بند شوي رګ وينه ور رسوله زيانمنه کيږي او يا که پخپل وخت رګ خلاص نشي مړه کيږي د زړه حمله اصلاً د زړه د رګونو يا شريانونو ناروغي ده. پدې ناروغۍ کې د زړه په رګونو غوړ څاڅکې کښېني چې د وخت په تېريدو د رګ په منځ کې غوړينه طبقه منځ ته راوړي. دغه طبقه يا طبقې په ډيره اسانۍ سره ماتېدی شي. د رګ د دغې طبقې له ماتېدلو وروسته په مات ځای د ويني غوټه يا لخته جوړيږي چې هغه د رګ د يودم بندېدو او د زړه د حملې باعث ګرزي Pashto Times Health Blog About Cardiac Arrest, Sudden Cardiac Arrest or Heart Attack Explained In Pashto. Pashto Health Article About Heart Attach. Heart Attack Explained In Pashto. What Is Heart Attack, Cardiac Arrest

What Afghans And Taliban Should Do now? Pashto Article

 What Afghans And Taliban Should Do now? Pashto Article. Amir Khan Yousafzai Suggests Collapse Of Democracy In Kabul. په افغانستان کې د جمهوري نظام ملاتړ موږ ځکه کولو ځکه چې جمهوریت یو داسې ، سیاسي نظام دی چې د یوویشتمې پیړئ سره سم او انسانانو ته د اسانتیاؤ پیدا کولو بهترینه لار ده . جمهوریت یو داسې نظام دی چې انسانان پکې خپل مذهب هم پاللی شي او خپل کلتوري اقدار هم  که څوک وایې چې د افغانستان په تیر نظام کې فساد ، غلاګانې ، او رشوت خوري وه پکې نو دا هیڅ جسټیفیکشن نه دی ، که په یو پلچک ، سړک یا ښونځي کې د نظام خلګو فساد کړی نو دا به هم نه هیروې چې ط الب  هم دغه پلچک ، سړک او ښونځې په بارودو لولپه کړي  منم په تیر نظام کې غله هم وو نااهله پکې هم وو خو ولې جمهوریت یو داسې نظام وو چې په جاري ساتلو به یې وطن پرسته خلګ راوړاندې شوي وو او صفا سترا کړی به یې وو خو ولې هغسې ونه شوه او جمهوریت سره د افغانستان د جوړو شوو ادارو لاړو  اوس که موږ په دا تمه ناست یو چې اشرف غني به راشي او بیا به حاکم شي نو دا هیڅکله ممکن نه شي کیدلی . نه خو د جمهوریت بیرته راتللو امکانات شته او نه د اشرف غني یا د هغه د

Dialogue With Psychologist. Translated To Pashto

 Dialogue With Psychologist. Translated To Pashto. Pashto Translation by Shoaib Payan #سائکالوجسټ_او_زۀ (سائکالوجسټ)............ښه نو دا راته اوایه په دنیا کښې ستا د ټولو نه خوښ ترین کوم داسې څیز دے ( زۀ )............خفګان (سائکالوجسټ) ښه سمه ده او تا چرته مینه کړې ده؟ ( زۀ ) .......هو کړې مې ده  (سائکالوجسټ) ښه څو وارې دې کړې ده مینه؟ ( زۀ ) ......درې وارې  (سائکالوجسټ) ...خلک خو وائ چې مینه صرف یو وار کیږي‘ ( زۀ ).......هو دا هم منمه  ( سائکالوجسټ ).....نو تاسو خو اوس اویل ما درې وارې مینه کړې‘ ( زۀ ) ....هو کنه ما درې وارې مینه کړې (سائکالوجسټ).....اوس خو تاسو اویل مینه یو وارې کیږي ( زۀ )......هو کنه په یو وخت د یو انسان سره مینه کیږي چې هغه دې پریګدي بیا هله د بل سره مینه کیږې (سائکالوجسټ)....چې تا دویمه مینه شورو کړه نو ړومبے مینه دې هیره شوه؟ ( زۀ ) ......هیرولې مې شوه خو ما هیره نه کړه ‘ (سائکالوجسټ).....ولې وجه؟ ( زۀ ) ځکه چې زما خفګان خوښ دے او که چرې ما ړومبے مینه هیره کړې وه نو بیا به زۀ څنګه خفه وے؟ (سائکالوجسټ)....ښه نور ستا څه څه خوښ دي؟ ( زۀ ).......شاعري (سائکالوجسټ)..

Top Ten Best Habits For Study. Pashto Blog

Top Ten Best Times to study and learn Books.  Pashto Blog about Study Times and Habits ۱ د مطالعې لپاره مناسب وختونه  د سهار له ۴ تر سهار ۶ بجو، ځکه دغه وخت کې مغز ۱۰۰ سلنه کار کوي – د سهار له شپږو تر ماښام ۷ بجو پورې دغه وخت کې مغز ۵۰ سلنه کار کوي  د شپې له پلوه مغزه ۲۰ سلنه کار کوي ۲ په درس کې په لومړۍ څوکۍ کې کيښنئ، تر څو درباندې د استاد ډير پام وي او درس هم له نيږدې زده کړئ. دغسې زده کوونکي چې په اوله څوکۍ یا صف کې کيښني تر ډيره پرې د استادانو نيک پام وي او ممکن ښې نومرې هم واخلي. ۳-  له ۳۰ تر ۵۰ دقيقو لپاره مطالعه وکړئ، په منځ کې يې ۱۰ دقيقو دمې سره که داسې مو وکړل ، نو درس به مو په مغزو کې ښه کيښني ۴  که چېرته غواړې چې يو لغت يا هير څه شي راياد کړې ، نو د لاس پنجه مو موټي (سره راټول) کلک کړئ. په دې سره مغز لا ډير فعاله کيږي او دا فعاليدل حافظه تقويه کوي چې په پايله کې به هر څه ښه او ژر راياد کړئ. ۵  په يو وخت کې په يوه کار تمرکز وکړئ. کله چې مطالعه کوئ نو ښه ده چې نور کارونه لکه تلويزون ليدل، موسقي اوريدل او خبرې کول پريږدئ. همدارنګه ذهن مو هم يوازې پر لوست متمرکز کړۍ او نور سوچو

Race And Nation. Nasaliat Aw Qamiyat. Pashto Blog

 Pashto Blog about Pashtun Tribes, Races and Nation. نسليت او قاميت د څو ورځو نه په سوشل ميډيا فيس بوکي دانشوران خبره کوی چې دغه قام پښتون دې او دغه نه ؟  دوي په دې خبره پوهه نه دي چې قام څه ته وايئ او قاميت  څۀ ته. نسل څه ته وايئ او نسليت  څۀ ته.? پښتون قام خپله ژبه پښتو نه صرف ژبه ګڼي بلکه دا د ژوند تيرولو يو مکمل آئين ، ضابطه اصول ، فلسفه او لارښودنه هم ده ـ  شايد خبره د دې نه شروع شوي ده چې نيازي قبيله پښتانه دي او که نه؟ هر پښتون قبيله چې پښتو ورځي او وايئ هغوي په نسليت او قاميت پښتانه دي ـ هر هغه پښتنه قبيله چې پښتو نه ورځي په نسليت پښتانه دي خو قاميت يې بائيللې دې ـ قاميت پيدا کيدې هم شي او ختميدې هم شي ـ کومو پښتنو چې خپله ژبه بائيله هغوي قاميت هم بائيله. البته نسلاٌ پښتانه دي ـ  په هند کښې ميشته پښتانه چې ژبه يۍ بائيله هغوي نسلاٌ پښتانه دي خو قاميت يۍ بائيللې دې ـ  په افغانستان کښې ميشته نيازي قبيله پښتو وايئ ځکه نسليت او قاميت يۍ پښتو دې ـ  په پاکستان کښې ميشته پښتنې قبيلې ترين ، جدون تنولي او نيازي چې پښتو ژبه نه ورځي هغوي نسلاٌ پښتانه دي خو قاميت يۍ بائيللې دې ـ  دغه رنګ از

Taliban in Kabul. Washington Post Article In Pashto

Taliban In Kabul. What Taliban Feel In Kabul? Washington Post Article about Taliban In Kabul. Pashto Translation of Washington Post Blog about Taliban.  کابل کې ط الب جنګیالي وايي چې جګړې پسې خپه شوي دي واشنګټن پوست ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي چې په کابل کې ط الب جنګیالي وايي چې جګړې پسې خپه شوي دي. ورځپاڼه لیکي د ط البانو وسله وال چې شل کاله یې د امریکا له ملاتړه د برخمن حکومت پرځولو له پاره جګړه کړې، د دوی د یوه قومندان په وینا، اوس په کابل کې د خپلې نوې دندې له مسولیت سره ځان عیارولو کې چې د ښار امنیت ساتل دي، له ستونزو سره مخ دي. په کابل کې د ط البانو یوه قومندان چې ۲۵۰ کسان لري واشنګټن پوست ته ویلي چې د ټولو کسانو یې جګړه او جهاد خوښېږي. دوی چې کابل ته ننوتلي ځان آرامه نه احساسوي ځکه نور جګړه پای ته رسېدلې. واشنګټن پوست دا مفصل رپوټ د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د ط البانو له قومندانانو او جنګیالیو سره د مرکو پر بنسټ چمتو کړی. د بېلګې په توګه د ملي موزیم د ساتنې قطعې قومندان ویلي چې، زه نه پوهېدم چې دا د څه شي ودانۍ ده،مشرانو مې راته وویل چې ساتنه یې وکړئ چې څوک یې غلا نه کړي. زه