Skip to main content

Posts

Showing posts with the label New Pashto Ghazal 2022

Peera Baba. Pira Baba No Ta Kho Way Aw Swat Lambay Wahaly. Qaisar Afridi

Peera Baba. Pira Baba No Ta Kho Way Aw Swat Lambay Wahaly. Qaisar Afridi پیره بابا! نو تۀ خو وې ـــــ او سوات لمبې وهلې غم به په جار ـــــــ زمونږ د زړونو دروازې وهلې پیره بابا! نو دا مقام ــــــ د خاموشۍ خو نۀ وۀ چې سپینې پېغلې یې په تورې شان دُرې وهلې پیره بابا! ـــــــــ ستا کرامت هلته وودۀ ولې وۀ چې ماشومانو به ــ په ویښه ویښه شپې وهلې پیره بابا! ــــــــ نو ستا نېزه ولې وچته نۀ شوه چې راځوړندو ککریو به ــــــــــــــــ ټالې وهلې پیره بابا! ــ چې په چوکونو به دېوان ولاړ وو پیره بابا! ـ چې دوي د ویاړ ډکې نعرې وهلې؟ پیره بابا!جوړ افضل خان لالا به هېر وي له تا مرګ راروان وۀ ــــ مګر دۀ ورته خېمې وهلې پیره بابا! ــــــــــ یوه ملاله کورنۍ خو هم وه چې د ټوپک هرې ګولۍ ته یې ـ سینې وهلې پیره بابا! ـ قېصر ته هغه قیصې هم یادې دي چې به زمونږ محافظانو ــ زمونږ پښې وهلې Peera Baba. Pira Baba No Ta Kho Way Aw Swat Lambay Wahaly. Qaisar Afridi Pukhto Ghazal. Pashto New Poetry, Swat Aw Pukhto Ghazal. Swat Aw Aman, Swat Aw Jang. Pashto Pedia Pashto Times.

Salgai Salgai Akhtar. Akhtarona. Pashto Eid Poetry 2023. Pukhto Shayeri

Salgai Salgai Akhtar. Akhtarona. Pashto Eid Poetry 2023. Pukhto Shayeri سلګۍ سلګۍ اختر تیریږي دا څو کاله په سلګو کې اخترونه په اوښکو اوښکو سترګو ژړیدو کې اخترونه زخمي زخمي وطن کې بل څه نشته بې له غمه هر کال دلته راځي تورو تیارو کې اخترونه خوښي یې رانه لوټ کړه ارمانونه خاورې خاورې غلیم مو سوځولي په لمبو کې اخترونه هر چا شهید شهید کړ دا یتیم یتیم وطن مې هر څوک په کاڼو ولي دې کوڅو کې اخترونه مونږ څومره لیوني یو چې په خپلو کې جنګیږو سیزو له خپله لاسه سرو اورو کې اخترونه واړه واړه بچې د کونډې مور اوښکو ته ژاړي بابا غواړي، کالي او خندیدو کې اخترونه د پیغلو سپین لاسونه په سرو وینو باندې سره دي خاونده کال په کال راځي جګړو کې اخترونه څوک بیا زمونږ حرم د خپل ستم په کاڼو ولي چا بیا لمبه لمبه کړل نفرتو کې اخترونه ای خدایه دا وطن دی جنګ جګړو ته پیدا شوی دي وینو وینو اوښکو کنډوالو کې اخترونه خبر د اختر سږکال چا رادیو کې اعلان نه کړ د کلي امام یاد نه کړل خطبو کې اخترونه چا جوړ کړل د اختر په شپه ویرونه په هر کور کې چا وسیزل بې رحمه بمبارو کې اخترونه زړو زړو جامو او په پولئ پولئ لاسونو زمونږ ماشومان نم

Anjaan Sikh Pashto Poetry. Pukhto Shayeri, Pashtun Sikh Pashto Poetry.

  Anjaan Sikh Pashto Poetry. Pukhto Shayeri, Pashtun Sikh Pashto Poetry. کلـي کـــې اتـــــڼ نشــته زلــــمي نشته وران دي ګــودرونه شــــنه منګي نشته خـــړ سپـیره بادونـه خاموشي خــــپره  ډول نشـته  رباب نشـته  سُرني نشـته ژونـد مو له خــزان ســره تـمـام شولــو  ډیـــره مــــوده وشــوه پسرلــــي نشته پیغــلې هم لـونګ غـاړو کــې نه راوړي  څـڼـو کــې د ګلـو خوشـــبوئي نشــــته غوښـته د طبـعیت ده بدلـون رابه شي خـــیر که نن تـیاره ده روښــنائې نشته بـیا هـم سـتړی نــه یــمه خـوځــیــږمه خـیر که بــوډا شـوی یـم ځـواني نشته نه منــم چې تـل به وي دا شـپې تـورې څه کـه نـن تیـاره ده  روښـنائي نشــته وي بــه غـوسه خــامـخـا انســان یــمـه کـرکــه مې په ذهــن کـې بیــخي نشته وئې باسل هندوان او سیکان هم ترینه پاتې دې وطــن کـــــــې رورولـــي نشته شـپه د ډیـوالۍ کــــې رڼــا نه ښــکاري شـته دي اخــتــرونــه ویساکــي نشـته خامخــــــا انـجــانـه ګـیله من شي زړه  وطن کې زمونږ قدر اوس بیخي نشته ( انجان سينگ 💔🥀) Anjaan Sikh Pashto Poetry. Pukhto Shayeri, Pashtun Sikh Pashto Poetry. Pashto Ghazal. P

Lewany Shaway Day. Pashto Ghazal, Pukhto Sherona. By Shaheed Khan

Lewany Shaway Day. Pashto Ghazal, Pukhto Sherona. By Shaheed Khan. ‏عقل مقدس لېونی شوی دی څه ئې کوې؟ بس لېونی شوی دی دا سړی د زړۀ د درد شدت ته هم خاندي پۀ کړس کړس لېونی شوی دی مۀ خوږوه سر د پښتنو سره پریږده دا اولس لېونی شوی دی خلکو ته تبلیغ د محبت کوي کلي کې یو کس لېونی شوی دی دا هغه شاهد دی ورته ؤګوره ستا دتلو نه پس لېونی شوی دی Shahid Khan Tags And Keywords To Find. Lewany Shaway Day. Pashto Ghazal, Pukhto Sherona. By Shaheed Khan. Pashto Best Poetry Ghazal. Lewane, Lewanay Mosam, Lewani, Lewantoob, Ghazal, Nazam, Shayeri, Pukhto Shayeri, Pashto Info, Pashto Blogs, Pashto Pedia.

Ghazal. Pashto Ghazal Poetry By Khan Zaman Kakar. New Pashto Ghazal

 Ghazal. Pashto Ghazal Poetry By Khan Zaman Kakar. New Pashto Ghazal 2022 and 2023. Da Cricket Loba. Khan Zaman Kakar. غزل // خان زمان کاکړ که خبر مې شو د روح له لېونتوبه مولانا د بلخ به نېغ راځي تر ږوبه لښکر ګاه د پنجابيانو پناه ګاه شوه د پښتون بدن په وينو شوه خړوبه د جانان د خوبولو سترګو ديد ته زه به پاته تر سهاره وم بې خوبه زه زغملی شمه هر منظر د حسن خو توبه د سترغليو له پړسوبه د سينو څلي هوار ساتې هوښيارې! نښانې د بغاوت ساتې سرکوبه د واده تصور خام وو، نفس دهوکه کړې شو دې ټول بدن خالي له پېغلتوبه ستا د شان د تقاضې خيال مې ساتلی پر ښايست باندې مې داؤ کړې زلميتوبه نه دې يار نه دې ديار شته دی هلکه! نوکرۍ کړلې محروم له سړيتوبه د کابل سقوط څه دومره پېښه نه ده اوس زده کړې پښتنو د کرکټ لوبه ۱ مارچ ۲۰۲۲ Ghazal. Pashto Ghazal Poetry By Khan Zaman Kakar. New Pashto Ghazal 2022 and 2023. Da Cricket Loba By Khan Zaman Kakar Janoobi Pashtunkhwa. Pashto Times Pashto Ghazal 2022.

Abaseen Yousafzai Pashto Best Ghazal 2022. New Pukhto Shayeri.

Abaseen Yousafzai Pashto Best Ghazal 2022. New Pukhto Shayeri. تا ته اسان ښکاري خو چرې نۀ دي مينـه کــول د خُلــې خبــرې نۀ دي دا ده! سپوږمۍ په څو قدمه کښې ده ستوري کۀ لرې ښکاري لرې نۀ دي ګوره د درد څړيکې ځليږې په کښې زما کــلام تشـــې سنـــدرې نۀ دي زۀ د خپل خيال په پـــرو الوزمــه څو کۀ کۀ راکړې دې وزرې نۀ دي زۀ اباسّــين د مينـــې وږے يمـــه زما په خيال کښې ملغلرې نۀ دي _____ اباسین یوسفزی الوت ۲۴۳/243 غزلs Pashto Times New Pashto Ghazal Poetry 2022. Pukhto Kalam. Pukhto Ghazal 2022. Pukhto Ghazal 2023. Leek Lost. Pukhto Zda Kra. Learn Pashto Readings. Attitude Shayeri In Pashto  Pashto Times New Pashto Ghazal Poetry 2022. Pukhto Kalam. Pukhto Ghazal 2022. Pukhto Ghazal 2023. Leek Lost. Pukhto Zda Kra. Learn Pashto Readings. Attitude Shayeri In Pashto  . Pashto Sherona 2022. New Pashto Sherona, Pukhto Sherona. New 2022 Pashto Sherona. Sherona Aw Ghazalay.  Pashto Sherona Aw Ghazals New 2022.

Mumtaz Orakzai. Zama Da Khaar Akhbar day Aw Khabrona Da Kashmir

 Mumtaz Orakzai. Zama Da Khaar Akhbar day Aw Khabrona Da Kashmir زمـــا د ښــــار اخبار دے او خبرونه د کشمير زمـــــــــا د کالۀ غم کښې دي ويرونه د کشمير مــــــــــــنې که نه د غيرو د نصاب کرامتونه؟ تباه پښــــــــــــتنو پورته کړل غږونه د کشمير زمــــــــا کتاب دې ډک کړو د کشمير له افسانو زمـــا حق کښې هم راوړه دوه لفظونه د کشمير د سوي سوات عکسونه کيمرو هم نه کړل خوندي برشــــــــــــونو هم کړل رسم انځورونه د کشمير يوې خــــــــطبې کښې ياد وزيرستان کړه مولانا مونږ نه وايو چې مـــــــه غنده ظلمونه د کشمير زه نن هـــم د پردي جنګ د لمبو خشاک يم جي زما مــــــــــــــشرانو هم کول جنګونه د کشمير مـــــــــمتازه په کتاب يې جايزه واخسته پرون پښـــــــــتون شاعر وييلي دي نظمونه د کشمير #ممتاز_اورکزې Mumtaz Orakzai Pashto Ghazal. Pashto Best Ghazal 2022. Mumtaz Orakzai Ghazal 2022. Mumtaz Orakzai Book In PDF. Zakhmak Book Of Mumtaz Orakzai. Kashmir Poems In Pashto. Attitude Shayeri In Kashmir. Attitude Pashto Shayeri. Pukhto Shayeri. Pukhto Ghazal 2022 Pashto Times Tags For Blog Post. Mumtaz

Javed Shah Darman Pashto Ghazal. Best Pashto Poetry 2022.

Javed Shah Darman Pashto Ghazal. Best Pashto Poetry 2022. انتظار د نېمو شپو یو خراب کړي مونږ عبثو شوګیرو یو خراب کړي سوي رنګ باندې مو یاره مۀ تېر اوځه دا خو ډېرو خادثو یو خراب کړي څۀ بې ځایه اغتبار سړے خراب کړي څۀ غلطو اندازو یو خراب کړي وخته مونږه خو د بدو خلک نۀ یو وخته دا خو خپلو ښو یو خراب کړي د دښمن د هر یو چال نه خبردار وو چې مو خپل دي مونږ هغو یو خراب کړي عجیبه ده مونږه خلکو خراب نۀ کړو خو دې بندو دروازو یو خراب کړي پۀ دوه ژبو یو درمانه اوړېدلي مونږه خپلو  کړو وعدو یو خراب کړي Javed Shah Darman Pashto Ghazal. Best Pashto Poetry 2022. جاویدشاه درمان Pashto Sherona 2022. New Pashto Sherona, Pukhto Sherona. New 2022 Pashto Sherona. Sherona Aw Ghazalay.  Pashto Sherona Aw Ghazals New 2022.

Da Da Koom Musam Saya Da? Sayadara. Mumtaz Orakzai Ghazal

 Da Da Koom Musam Saya Da?  Sayadara. Mumtaz Orakzai Ghazal. Pashto Poet. Mumtaz Orakzai دا د کــــــوم موسم سايه ده؟ سايه داره چـــــې تنکۍ پاڼې دې اولويدې چيناره مــــزل داسې چې خالي دے له قراره مـــــنزل هغه چې بيخي نه لري لاره ما خـوړلے دے زړه تا پسې بې واره زما شونډې شوې پتري په .ياره،ياره د پــــــښتون بيعه کړه ټيټه له بازاره ډير به خـرڅ شي د سرونو دکانداره تر تا دغســــــــــې راتله کوم دلداره ټټــر،مخ ،او سر وهم په لاره ،لاره د خپل کلي وير کوم ،د خداے د پاره له مـــا څه غواړې د بل کلي هښياره؟ اوس پرې ګــز کيږده زما پروردګاره هر يــو کاڼې له تا غوښتي ده هينداره يو داســـــتان دے،له تڼاکو تر فراره يو داســـتان دے.له اناره تر کوکناره زخـــــــــــــم وړمه ،له باروه،له باداره خورم څپيړې له هر لوري وار د واره په ممتاز دې څه کانې اوکړې بهاره له ازغو اخـــــلي مچکې خود ازاره Da Koom Musam Saya Da?  Sayadara. Mumtaz Orakzai Ghazal. Genre. Pashto Ghazal, Pukhto Ghazal Pashto Poet. Mumtaz Orakzai. Pashto New Ghazal Poetry By Mumtaz Orakzay. Pashto Poems. New Pashto Ghazal 2022 And Pashto

Darwesh Rokhan. Pashto New Ghazal, Gul Rukh By Darwesh Rokhan 2022

 Darwesh Rokhan. Pashto New Ghazal, Gul Rukh By Darwesh Rokhan 2022 غزل _ درويش روشان ـــــــــــــــــــــــــــ ازار د پېغلتوب دې چرته نه شمه ګل روخ  ته څه وايي؟  چې زه دې راپه زړه شمه ګل روخ  راځې که نه تمـثيل د زنکدن کوم لګـيا يم  راځې که نه؟ د مرګ په خوب ويده شمه ګل روخ  هوا مې کړه چې سم دې په سينه واوړم راواوړم  لونګ مې کړه دانه وانه به زه شمه ګل روخ  بيخي لکه د نوې مېنتوب د درد شدت يې  د کاڼې په شان ځان ذبېخم اوبه شمه ګل روخ  ته څه وايې چې ژوند ذهر نوشي نه ده نو څه ده  ته څه وايې ؟ چې خوله راکړى او ښه شمه ګل روخ  ته هم د سولې غږ يې راځې نه دروېش روښانه   او زه به هم  ارمان د پـــښتانه شــمه ګل روخ  دروېش روښان Pashto Times, Pashto Lines, Pashto Poetry, Pashto Ghazal 2022 and Pashto Ghazal 2023. Darwesh Rokhan. Pashto New Ghazal, Gul Rukh By Darwesh Rokhan 2022. Pukhto Ghazal Shayeri. Darweesh Rokhan New Pashto Ghazal. Gul Rukh.

Gada Ma Kawa. Amjad Shehzad New Pashto Poetry Ghazal 2022.

Mulla Ma Kawa. Amjad Shehzad New Pashto Poetry Ghazal 2022. زه پېدا کړے خداٸے آزاد يمه ملا مه کوه  ته ماته څه وې چې هغه مه کوه دا مه کوه ـ خارو ته وايه نغمې مه وايه ګناه مه کوه ـ  چينار ته وايه د سيلۍ سره ګډا مه کوه ـ  نمر ته هم وڅنډوه ګوته چې رڼا مه کوه سپوږمۍ ته هم کړه سترګې برندې چې ځلا مه کوه ـ  د چا د غاړې لونګين به وږمې نه خوروي ـ  د چا د لاس بنګړو ته وايه چې شړنګا مه کوه ـ   امجده دا اولس کوي اجتماعي خودکشي۔ ۔   امجده دوي له د ښې ورځې تمنا مه کوه ـ Local Afghan Singer With Tears In his Eyes Looking At The Music Instruments Taliban Burning. January 2022 Amjad Shehzad. Pashto Times New Pashto Ghazal. Pukhto Ghazal 2022, 2023. New Ghazal Poetry By Amjad Shehzad Rababist.  Amjad Shehzad New Pashto Poetry Ghazal 2022. Mula Ma Kawa, Khanda Ma Kawa, Tamana Ma Kawa, Guna Ma Kawa. Pashto Sherona 2022. New Pashto Sherona, Pukhto Sherona. New 2022 Pashto Sherona. Sherona Aw Ghazalay.  Pashto Sherona Aw Ghazals New 2022. Pashto Times Tags. Two Lines Pashto Poetry 2022. Pashto Two Lines Sher

Pukhtun Khushal Day. Saud Banhash New Pashto Ghazal 2022

 Pukhtun Khushal Day. Saud Banhash New Pashto Ghazal 2022 اې خــوشـاله! ښه خوشال، پښتون خوشال دی د اورنګ پـــه هــــر میډال، پښتون خوشال دی دا خو یو دی، که سل نور يې منځ کې تېر شي پـــه اغــزن، اغــزن دېوال، پښتون خوشال دی ســل سـلـنـه  غـــــلامـۍ  او  مـحـکـومـۍ  هم دا  ګڼـي خپل اسـتـقـلال، پښتون  خوشال  دی خــدایــه! تـــا ورکړي ژونــد بــانــدې خـفـه دی د مـلا پـــه  تېغ  حلال، پـښـتـون خــوشال  دی د تیارو غــــار تـــه پتنګ پـــه شان الـــوت کړي بــې څــراغ، او بــې مشال، پښتون خوشال دی هـــر  ســـرلــوړي غــــر  يـې ښکته  ســر  نېولی دا پــرې هېڅ نــه دی ملال، پښتون خوشال دی د غـــرڅــو تـرسکونې غـــوښې يې بادار خوري اې ســعـوده! مست په دال، پښتون خـوشال دی سعود بنګښ Pashto Times. A Khushala By Saud Bangash. Pukhto Shayeri. Pashto Facebook Poetry 2022 and 2022. Pukhtun Khushal Day. Saud Banhash New Pashto Ghazal 2022. Saud Bangash, Mumtaz Orakzai, Matiullat Turab Pashto New Poetry and Pashto Sherona 2022. Pashto Sherona 2022. New Pashto Sherona, Pukhto Sherona. New 2022 Pashto Sh

Mumtaz Orakzai Pashto Poem. Pukhto Nazam Da Mumtaz Orakzi

 Mumtaz Orakzai Pashto Poem. Pukhto Nazam Da Mumtaz Orakzi بيتونه د ممتاز اورکزي صيب دي ما نه بچي پوښتنه وکړه چې ټال څه ته وایي بیا زه خبر شوم چې د ژبې زوال څه ته وایي هره لمحه بس د رشتو د کشف عذاب تېروم صاحبه اورې؟ په پردي وطن کال څه ته وایي ★★★ یوې پوښتنې ته راغلی یم، خو څه پوښتنه؟ ته ما نه ولې هېروې زما په زړه پوښتنه ممتازه زه د یو امکان په سر ژوندی اوسمه ما مدام کړې دیواله نه ده د وره پوښتنه ★★★ په ثوابونو پسې مړه ورته ثواب نه وایي سوال ګرځومه خو هېڅوک ورته ځواب نه وایي زه دومره زغم غواړم هغو ته، اې مدهوشه سجدې چې ښه یې نه بولم نو ما ته به خراب نه وایي ★★★ نه ځمه، نه ځم، مه مې نیسه له مړونده ژونده زه بې خوندیو کې پټ شوی یم له خونده ژونده په دریابونو مې راواړوه او وا مې ړوه خو سلامته راته پرېږده خپله تنده ژونده ممتاز که هر څه یم خو ستا یم او ته هم زما یې د مرګ پنجو کې به نارې کوم چې ژونده ژونده ★★★

Abaseen Yousafzai Ghazal. Shondi Di Peeka Mangolay Yakhi Di.

 Abaseen Yousafzai Ghazal. Shondi Di Peeka Mangolay Yakhi Di. شونډې دې پيکه منګولې يخې دي دا د بې وفاؤ خلقــــــــــو نښې دي لاس دې پۀ نکريزو باندې سرۀ نۀ دي دا زما د زړۀ د شـونډو غوښې دي دود لۀ رقیبان به ورته اوسوزي سترګې د ټول کلي پۀ مونږ ښخې دي زۀ هم پۀ داغونو زړۀ رنګین لرم  ستا پۀ اننګو کهر نرۍ زخې دي خپله مې تراخۀ د ژوند خوړلي دي تا له مې خوږې ورځې پرېښې دي دا د کائنـــــات د زړۀ راګــــونه دي ځکه خو مې ستا خبرې خوښې دي اوس وايه چې زور د اباسّين منې دا دي غورځنګونه ستا د مخې دي _____ غزل پروفيسور اباسين يوسفزی غورځنګونه ۴۶/46 Abaseen Yousafzai Ghazal. Shondi Di Peeka Mangolay Yakhi Di. Poet. Abaseen Yousafzay.  Pashto Poetry Book Ghorzangona page 46. Abasin Yousafzai Ghazal 2022. New Pashto Ghazal, Shonday Di Peka. Pashto Times Ghazal. 

Ghazal. New Pashto Ghazal 2022. Zabihullah Saqib

 Ghazal. New Pashto Ghazal 2022. Zabihullah Saqib غــــــزل ـــ ډېر معتبره یاره زما دلبره یاره غرور په حسن توبه لنډ مازیګره یاره غزل دې بیا اووایه قربان پرهره یاره سترګې مې اوغړوه  بيا ﺯهٔ رهبره یاره بنګړي کابل ته وړمه خوږ پېښوره یاره د ﺯړه له درده مرمه ځم مروره یاره بارانه نن راښکې شه سم د سحره یاره د ستمونو کور یې ﺯمونږ خيبره ياره زۀ خو په تا مئېن یم  په ﺯړه کافره یاره درته ښائست غضب شه وه سيتمګره یاره ثاقب د مینې سړے ستاسو تر وره یاره ﺫبيح الله ثاقب  Pashto Times New Facebook Pashto Poetry. Pashto Ghazal New 2022. Pashto Times Pukhto Ghazal. Pukhto Shayeri. New Pashto Ghazal Poetry.

New Year 2022 Pashto Two Lines Poetry. New Pukhto 2022

 New Year 2022 Pashto Two Lines Poetry. New Pukhto 2022 د ژوند مزي مې رو رو رالنډېږي کال په کال خو تنده مې د مينې لا زياتېږي کال په کال ډېر تږي ارمانونه مې ولاړ د زړۀ په غرۀ   تنکي تنکي لا نور هم راټوکېږي کال په کال             اباسين Pashto Times Tags. Two Lines Pashto Poetry 2022. Pashto Two Lines Sherona 2023. Pashto Times. Pashto Sherona. Pukhto Sherona. Ghazal. Pashto Ghazal. Pashto Sherona. Pashto Poetry Two Lines 2022. Pashto Two Lines Poetry 2022. Pashto Poetry Two Lines 2023.

Shah Nawaz Baqir New Pashto Poetry For New Year 2022. Pukhto Ghazal

 Shah Nawaz Baqir New Pashto Poetry For New Year 2022. Pukhto Ghazal تازه په تازه ـــــــــــــــ سـوله غوښتونکـي خلک مـړ اور ته لمنـه وهي څوک چې له ونې تبر جوړ کړي، بيا پرې ونه وهي پښتنـو ستاسـو په ســرونو تجارت روان دى چې مشـران مو شمــلې سـر ته له کفنه وهي  له ډېره درده زه څادر په خوله کې کلک ونېسم يوه جينۍ په زنه خال ځانته په ستنه وهي خدايه! تېره نه جنت جوړ کړې، پکې وچ کاندې بنګ چې د چېلم نه پښتون کش جګ کړي مېرمنه وهي مونــږ د تاريـخ پـه بلا تــل رواياتــونه وژنــوو د خپل نيـکه په امسا بيا يو څوک بړاستنـه وهي ستا د بيلتون په اذيت ولې څوک نه دې قايل؟ په تا پســې سـر او تندى باقــر تـر ننــه وهي #باقر