Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Ashraf Maftoon

Zarak Khan, Son Of Ashraf Maftoon from Razzarh Charsada.

Zarak Khan, Son Of Ashraf Maftoon from Razzarh Charsada. د اشرف مفتون يو نيازبين بچې وو چې زرک خان ٸې نامه وه د زرک خان د مرګ په باره کښې د ډېرې مودې نه قسم قسم خبرې په دې ګروپ کښې لولم څوک واٸي جينۍ ٸے خوښه وه، څوک واٸي چې بيمار وو خو ددې خبرو د حقيقت سره هيڅ تعلق نشته دے ځکه زه د خپله د چارسدې يم او دا خبره خو د رځړو ماشوم ماشوم ته پته ده چې څه چل شوے وو نو تاسو ته دا خبره ښکاره کوم چې د زرک خان دلې لوې جاٸېداد وو او يو ځل د مال جاٸېداد په حواله باندې د دوى په خاندان څه لوې  issue  جوړه شوه چې د هغې د لاسه زرک خان ډېر زيات  hurt  شو نو د زرک خان خو اشرف مفتون داسې تربيت کړے وو چې د چا سره ٸې بد کول نه خوښول نو چې دغه اعتبار مات شو زرک خان د  Depression  ښکار شو او په بل چا ٸې لاس نه اوچتول خو ځان سره ٸې هر څه کوے شول نو پخپله ددې نړۍ نه لاړ او داسې ٸې په خپل کور والا ژوند عذاب کړو د زرک خان باره کښې مفتون وٸيل چې ستا نه ګران ورته څوک نه وو مفتون تا پسې کـــــــــــړم شو زما په خيال دا خبره به نوره صفا شوې وي Zarak Khan, Son Of Ashraf Maftoon from Razzarh Charsada. Pashto Times, Pasht

Da Mula Aw Shitan Mukalima by Ashraf Mafton. Dialogue Of Mulla And Devil.

Da Mula Aw Shitan Mukalima by Ashraf Mafton. Dialogue Of Mulla And Devil. Da Mula Aw Shetan Mukalema. Pashto Poetry Genre. Poem Nazam «د مُلا او د شیطان مکالمه» شاعر: اشرف مفتون *** مُلا: دا تپوس له تا کومه؛ اے شیطانه! جنت څۀ وي؟ د غیورو خود دارانو هلته قدر و قیمت څۀ وي؟ شیطان: هلته تل ابدي ژوند وي, هلته تل خندا خُندي وي  هلته بل رنگ شرابونه, هلته بل رنگه مستي وي هلته گير چاپېر چې ګورې, يو پُرکیفه کیفیت دی  ژوند خو هغه ځای کې ژوند دی, دلته ژوند خو مصیبت دی همیشه د شهدو پیو ویالې هلته کې بهیږي مست او یخ ښُکلې بادونه هلته شامُدام چلېږي  هلته خواؤ شا په خرامونو د مرغو ښائیسته چغار  د لختې سپینو اوبو کې د مزې مزې شرار د میوو نه ډکې ونې ښکته ځمکې ته نسکورې  سرۀ پیازی او زیړ ګلونه, د شنو ونو ښکلې سیورې د طوبیٰ د ونې لاندې په چمن کې ناست خاموشه  نوراني ښائیسته جلوو کې فکر و خیال دواړه مدهوشه هلته زړۀ له درده خلاص وي, غم، ژړا، واویلا نۀ وي ـ جوش, جوبن, تگ, د ځوانۍ گرځیدۀ په همسا نۀ وي  هلته د هجر د اشنا کې د دې اُوښکو باران نشته  د جانان له جوړ ستمه د چا څیری ګرېوان نشته  هلته حُورو او غلمانو

Voting, Rule Of Stupid, Plato And Aristotle Explained In Urdu

 Voting, Rule Of Stupid, Plato And Aristotle Explained In Urdu By Liaqat Khattak "اگر آپ ووٹ نہیں دیتے ہیں، تو آپ بیوقوفوں کے ذریعہ حکومت کریں گے۔" یہ اقتباس افلاطون سے منسوب اس اقتباس کی ایک تبدیلی ہے، جو انٹرنیٹ پر ہر جگہ موجود ہے: "سیاست میں حصہ لینے سے انکار کرنے کی سزا میں سے ایک یہ ہے کہ آپ کو اپنے کمتر لوگوں کے ذریعے حکومت کرنا پڑے گا۔" ماخذ دی ریپبلک (کتاب ۱، ۳۴۶ء۳۴۷) ہے، جہاں افلاطون نے یہ نکتہ پیش کیا ہے کہ اگر اچھے، معزز، ذہین لوگ حکومت میں خدمات انجام دینے کی خواہش نہیں رکھتے ہیں، تو انہیں برے لوگوں کے ذریعے حکومت کرنے کی سزا دی جائے گی۔ ، بے عزتی، اور گونگا. اصل جملہ یہ ہے: "لیکن سب سے بڑا جرمانہ یہ ہے کہ کسی بدتر کے ذریعے حکومت کی جائے اگر کوئی شخص خود عہدہ اور حکومت نہیں کرے گا۔" اس مشہور اقتباس کی اور بھی بہت سی قسمیں ہیں۔ ان میں سے یہ ایک شاعر اور فلسفی رالف والڈو ایمرسن کا تیار کردہ ہے جو سوسائٹی اینڈ سولیٹیوڈ (۱۸۷۰) میں نظر آتا ہے: "افلاطون کہتا ہے کہ حکومت میں حصہ لینے سے انکار کرنے والے عقلمندوں کو جو سزا بھگتنی پڑتی ہے، وہ ہے حکو

Ashraf Maftoon. Pashto Poet Ashraf Maftoon Bio And Books

 Ashraf Maftoon. Pashto Poet Ashraf Maftoon Bio And Books اشرف مفتون لوی پښتون رومانوي شاعر  چې (د شاعر دنیا) یې د کال ۱۹۴۷ دویمه میاشت (فروري) کې چاپ دی  یعني د پاکستان تر زیږیدو پینځه میاشتې وړاندې   بیا یې شعري کلیات (سکونډارې) درې ځله په ترتیب سره  په ۱۹۸۱ ع په ۲۰۰۴ ع په ۲۰۱۰ ع کې چاپ شوی دی خو بدبختانه په دې ټولو چاپونو کې د اشرف مفتون په شعري هنر او شاعري خبرې شوې، خو د هغه په پیژندګلو (بود وباش) هیڅ نه دي لیکل شوي البته د هغه په شعري هنر ټوله لیکنه د مشهور پښتون لیکوال او شاعر ارواښاد سید رسول رسا صیب ده  نو ملګري د ارواښاد اشرف مفتون په اړه کوم معلومات لري؟ Pashto Times. Pashto Books, Pashto Poets, Pashto Literature, Pashto Ghazal, Pashto Biography, Pashto Lines, Pashto SMS, Pashto Messages, Pashto MCQs,  Ashraf Maftoon. Pashto Poet Ashraf Maftoon Bio And Books Pashto Times. Pashto Books, Pashto Poets, Pashto Literature, Pashto Ghazal, Pashto Biography, Pashto Lines, Pashto SMS, Pashto Messages, Pashto MCQs,  Ashraf Maftoon. Pashto Poet Ashraf Maftoon Bio And Books Saud Bangash

Satan. The Ideal Of Pashto Poet Ashraf Maftoon Is Satan.

 Satan. The Ideal Of Pashto Poet Ashraf Maftoon Is Satan.  By Khatir Passoon تاسو به داسې څوک لیدلے وي؟ چې هغه د شیطان مرید وي؟ د هغه ائېډل شیطان وي؟ هو خود زموږ د شلمې پېړۍ روماني شاعر اشرف مفتون هغه د شیطان خود داري ته ډېر قدر لري.   دے پۀ دا عقیده دے چې شیطان د نړۍ تر ټولو خود دار، پیاوړے او جرت مند سړے دے.  هغه له جنت ځکه و ویستۀ شۀ  چې دے خود داره وۀ  له لوے خداے پرته یې چاته سجده نۀ شوے کولے   دۀ خپل هر څۀ وبایلل  خو سر یې ټيټ نۀ کۀ  او اشرف مفتون دا هم مني  چې شیطان د نړۍ تر ټولو پوهه سړے دے د هغې برعکس دے وایي چې انسان هم خداے دغه جنت ته نناویستۀ  هغه هم وراټۀ شۀ  خو د شیطان غوندې پۀ نرتوب پورې نۀ و ویستۀ شۀ بلکې هغه د خپل وږي نفس پۀ وجه وراټۀ شۀ دغه خیال اشرف مفتون څو ځله راوړے دے خو "د ملا او د شیطان مکالمه" نومي نظم کښې د دغه خیال ټوله خلاصه یې وېلې ده. او ځکه خو دے پۀ شیطان پسې ځي چې دا مستي، مینه او جام که خدایه! لمسه د شیطان وي خفه نۀ شې پاکه ربه! زۀ شیطان پسې به ځمه Pashto Poet Ashraf Maftoon was Idealizing Satan ( Shetan) as brave and daring character in his n

Ashraf Maftoon Pashto Ghazal. Pukhto Ghazal Jwandoon

 Ashraf Maftoon Pashto Ghazal Pukhto Ghazal. Jwandoon Sa De? غزل  شرف مفتون ما وې ژوندون جوړ د خدای رحمت دے خو حقيقت کښې يو لوی زحمت دے خوب او آرام يې په ما حرام کړل احساس د مينې سخت مصيبت دے قائل په ژوند کښې د صداقت يم تش شرافت خو منافقت دے څه مې په زړه وي، هغه په خوله وي څومره بې شرمه زما فطرت دے په کړۀ وړۀ چې څومره ښائسته دے هومره بد‌ رنګ يې ذوق او سيرت دے هسې  د  شګو  پړی  غښتل  دي که مساوات دی، زور که شهرت دے نسل نه، قام نه، مال نه، ملت نه ښه خو صحت دے، ښه خو سيرت دے په ډېره مينه، په زياته پوهه انسان ژور دے، انسان اوچت دے غل په کښې ساد دی، ساد پکې غل  شمکور قانون دے، کوڼ عدالت دے د دولت لوږه، د طاقت تنده تا ته عزت دے، ما ته ذلت دے درانه چې سپک کړي، سپک چې درانه کړي تول د قسمت دے، ويش د قدرت دے په دې بد ذوقه جاهل ماحول کښې نيستی او لوږه د فن قيمت دے خوند د سرو شونډو، شرنګ د پينزيبو زما سرور دے ، زما جنت دے ________________ اشرف مفتون صاحب سکونډارې _ ۳۹۵,۳۹۶ Pashto Time Poem. Jwandoon Poet. Ashraf Maftoon Language. Pashto Type. Ghazal Book. Skundaray, Skondari by Ashraf Maftoon