Poem For Pashto Poet Sadiq Jarrak by Aleem Gul Sahar. Pashto Poetry صادق انسان ژړک صاحب ته مه ځه مه ځه زما زړه درسره ځي ژوند کې پاتې لږ خواږه درسره ځي دا کرکجن زړونه به مینځو بیا په څه شي په اخلاص وللې اوبه درسره ځي ګوره پاتې شه لا ډیر کارونه پاتې لا ویښ نه دي، دا ویده درسره ځي د څیرو او د جرګو وریغ یې الوتی رنګ او خوند د پښتانه در سره ځي تروږمۍ ده له موږ لار د وتو ورکه شول بی رنګ ستوري رڼه درسره ځي ١/ ١٠/ ١٤٠٠ انځور د استاد صادق ژړک د ناروغي د وخت دی چې زموږ ښه انځورګر رفیع الله رسولي کښلی۔