Taiwan, China And United States. Taiwan Issue Explained In Pashto امریکا د چين او تهائيوان تر منځ هغسې شېطاني روانه کړې، لکه د روس او يوکراين تر منځ چې کوله. پوټين تېروتنه و کړه او په يوکراين کشې شکېل شو. د جنګ اتمه مياشت روانه ده، او روس لا د يوکراين په مشرقي سيمه کشې شکېل دى. زيات تاوانونه يې د روس، يوکراين او يورپ دي. بله خوا امریکا په دا جنګ کشې تر دا اوسه خورا ډېره ګټه کړې ده. د روس ګمان وو، چې دا جنګ به د څلور پنځه هفتو لوبه وي، خو اوس جنګپوهان وايي چې دا لوبه تر کلونو پورې غږېدلى شي. چين تهائيوان خپله برخه ګڼي، او امریکا هوم د متحده چين د پالیسي حمايتي پاته شوې ده. خو اوس امریکا په خوله خو وايي چې د متحده چين پالیسي ملاتړي ده، خو په عمل کشې داسې اقدامات کوي، چې د متحده چين د پالیسي زد کارونه دي. د بېلګې په توګه له تهائيوان سره کاروباري او دفاعي تعلقات ساتل او اوس خو يې حد دا و کړى، چې د امریکا د پارلېمان سپيکر نېنسي پيلوسي د تهائيوان باقاعده دوره و کړه. معنا دا چې په عمل کشې امریکا ثابته کړه، چې دوى تهائيوان د چين برخه نه، بلکې يو آزاد رياست يې ګڼي. اوس چې دا دوره ختمه شوې ...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.