Abdur Rahim Roghani Baba Pashto Ghazal In Pashto Text. چې د ژونـــد لــــــۀ حــقیقــته پــــــرېوتــل پۀ دوزخ کښې لـــــۀ جنتــــه پــــرېـــــــوتل پـــــۀ هــــــــوا کښې يې بنګلې آبـــــــادَولې لــــــۀ يـــــو دنګــــه عمارتــــــه پـــــرېوتـل عشق کښې هره خــاکساري د غېرت نوم دې ډېر یې پښو کښې لــۀ غېرتــــــه پـــــرېوتل محـــمـــودي سکندري شـــــان طــــــاقتونه د ښائست جـــولۍ تـــــه ښکته پـــــــرېوتل چې پۀ تُـــــوره پــــــۀ خنجر پرېوتي نۀ وؤ پـــــــــۀ وړه نـــازکــــــه تتـــه پــــــــرېوتل څوک پۀ مينه کښې د نمر غوندې ښکاره شو څــــوک لـــــۀ خپلـــه حیثیـته پـــــرېوتـــل روغـــــــانيه! عاشقــــــان د غـــــونـډې زنې پـــــــۀ کوهي کښې مــــــلامته پـــــــرېوتل کلام : عبدالرحيم روغانے کتاب نوم : نوې نغمه مخ : ۷۶ انتخاب : لقمان سالار Abdur Rahim Roghani Baba Pashto Ghazal In Pashto Text.