Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Dr. Didar Yousafzai

Pathan Nay Pathan Ko Penta Lagaya. Shoaib Akhtar about Pak Afghan Match.

Pathan Nay Pathan Ko Penta Lagaya. Shoaib Akhtar about Pak Afghan Match. 7 Sept Asia Cup 2022 #_پټان_نے_پټان_کو_پهينټا_لګايا شعېب اختر چې پۀ خپل يوټيوب دوه ميلينه فالوورز لري - د هغه د خلې نه پۀ دغه چېنل دا خبره انتهائي بې مناسبه بلکه قابل مذمت ده - هغه ته پۀ مېچ کښې د دواړو طرفه نور دوستانه ماحول ښکاره نۀ شۀ - خو صرف ئې دغه يوه خبره راواخسته او د پښتون د سپکاوي رنګ ئې ورله ورکړۀ - پۀ داسې اعصاب شکن ميچونو کښې د لوبغاړو له طرفه داسې جذباتي جملې وئيلے کيږي - دا څۀ نوې خبره نۀ ده - هربجن سنګھ يو ځل پۀ شعېب اختر چکې اووهلې - نو يو پښتون لوبغاړې دا نۀ وو وئيلي - چې پنجابی نے پنجابی کو پھينټا لګايا -  څو څو ځله پۀ ټاک شوز کښې وريندر سېواګ دے بې عزته کړے دے - خو چرته ئې هم چورلټ جواب نۀ دے ورکړے - د هغې وجه دا ده - چې انډيا يو لوئے مارکيټ دے - هلته دے کمنټري کوي - او نورو پروګرامونو له ځي - خو د تباه افغانستان نه هغه ته هېڅ مالي فائده نشته - نو چې څۀ ئې پۀ خله راځي هغه وائي - خو پۀ دې کښې ټول ګناه زمونږ د پولې دواړو طرف ته د پښتنو دے - کوم حال چې پۀ سوشل ميډيا روان دے - او څومره بې عزتۍ چې د

Science Of Propaganda. Imran Khan PTI Propaganda Science. Urdu Blog

  Science Of Propaganda. Imran Khan PTI Propaganda Science. Urdu Blog R. A. Shehzad ‏تھریڈ :پروپیگنڈہ ایک سائنس ہے اور اس کی جدید تیکنیک ایڈورٹائزنگ  کی صنعت استعمال کرتی ہے پاکستان کے ٹاپ کے ایڈورٹائزنگ کے دو گُرو نیازی کے ایڈوائزر ہیں اس وقت ایڈورٹائزنگ میں برانڈ کی مشہور کے لیے 7مین ٹیکنیک استعمال ہوتی ہیں نیازی کی تقریر اور کمپین دونوں کا میں نے  analysis  کیا ۱  ‏اس کی کمپین ہو یا تقریر اس میں پروپیگنڈہ کی وہ سات تکنیک موجود ہوتی ہیں  ۱ دو دن پہلے نیازی صاحب کا بیان تھا کہ پی پی اور نون لیگ نے معیشت ڈبو دی اور وہ مزے سے اپنا دور گول کر گیا ۔ اسی طرح وہ اکثر باتوں میں کچھ فیکٹ گول کر دیتا اسے پروپیگنڈہ کی اصطلاح میں ‏ Card-Stacking  کہتے ہیں اشتہار بازی میں یہ کثرت سے استعمال ہوتی جیسے اکثر برانڈ بڑا لکھتے ستر فیصد ڈسکاونٹ نیچے کونے میں لکھا ہوتا منتحب آئٹم پر یعنی مکمل حقائق کے نہی بتاتے اوباما کے الیکشن میں یہ موازنہ  card stacking  تھا آپ کو تحریک انصاف والے اکثر ایسے کمپریزن کرتے نظر آتے ہیں 2.. ‏جو مکمل حقائق پر مشتمل نہی ہوتے اور یک طرفہ  biased  اور مس لیڈنگ ہوتے ہیں مگر اس

Malala Yousafzai Biography In Urdu. Urdu Bio Data Of Malala Yousafzai.

 Malala Yousafzai Biography In Urdu. Urdu Bio Data Of Malala Yousafzai.  Who Is Malala Yousafzai? Urdu Bio Info ______ 𝗠𝗔𝗟𝗔𝗟𝗔 𝗗𝗔𝗬 ______ //بی بی شرینی ملالہ یوسفزئی کو ان کے جنم دن پہ ان کو ایک ٹریبیوٹ کے طور پر ان کی مختصر سی بایوگرافی آپ لوگوں کے نام ۔۔ // ملالہ کی پیدائش (12 جولائی 1997) مینگورہ، شمال مغربی پاکستان کے ضلع سوات میں ایک سنی مسلم خاندان میں ہوئی۔  ان کا نام ملالہ رکھا گیا، جس کا مطلب افغانستان کی ایک مشہور پشتون شاعرہ اور جنگجو کے نام پر 'غم زدہ' ہے۔  ان کے والد ضیاء الدین یوسفزئی ایک شاعر ہیں اور سرکاری اسکولوں کا سلسلہ چلاتے ہیں۔  وہ خود ایک معروف تعلیمی وکیل ہیں۔  2009 میں، ملالہ نے بی بی سی کے لیے ایک گمنام بلاگ لکھنا شروع کیا جس میں ان کی وادی پر طالبان کے قبضے کے خطرے کے تحت تعلیم اور زندگی کے بارے میں اپنے خیالات کا اظہار کیا۔  یہ اس کے والد تھے جنہوں نے بی بی سی کو اپنی ہی بیٹی کا مشورہ دیا تھا،اپنی شناخت چھپانے کے لیے اس نے گل مکئی کا نام استعمال کیا۔ ۔   اس عرصے کے دوران علاقے پر طالبان کی فوج کی گرفت تیز ہو گئی۔  بعض اوقات، ملالہ نے پیش قدمی

Our Village And Cricket. Village Cricket Memories By Didaar Yousafzai.

Our Village And Cricket. Village Cricket Memories By Dr. Didaar Yousafzai. #_زمونږ_کلے_او_کرکټ   زمونږ پۀ کلي کښې د کرکټ د جراثیمو تخم ډاکټر طیب علي شاه د ۱۹۷۹ د ورلډ کپ نه پس وکارۀ ـ بیا ئې دا لوبه خپل ورور ته اوښودله ـ ما دغه جراثیم د کراچۍ نه راوړي وو ـ نو دغسې پۀ لږه موده کښې د کلي د کرکټ اولنے ټیم تیار شۀ ـ چې پۀ هغې کښې د ډاکټرصېب نه علاوه فاروق علي شاه، محمود علي شاه، محمد رسول خان، فضل سبحان، عبدالجبار، سېف الله استاد صېب او زۀ شامل ووم ـ د دې نه مخکښې به پۀ کلي کښې والي بال کېدۀ ـ او هلکانو به نورې سيمه ایزې لوبې لکه موڅۍ، امپړا ککے، ټیکان، غوذان او پېسې کولې ـ پۀ کلي کښې د لوبې څۀ خاص مېدان نۀ وۀ ـ مونږ به اکثر لوبې له د کلي قبلېز لاس ته لوئے خوړ له او کله به د کلي کوز لاس ته د مهک خوړ له تلو ـ نوې نوې لوبه وه ـ یوه ورځ ډاکټر صېب سېف الله تۀ وې ـ "زۀ به داسې بال ولم ـ چې هغه به راګرځي" ـ هغه حېران هم شۀ او مسکے هم ـ او ورته ئې وې چې " دا څۀ غوائي دے څۀ ـ چې ته به ورته وے ـ هاو واپس کیل له راشه او دے به را وګرځي" ـ مونږ ټولو وخاندل ـ ولې سېف الله استاد صېب

Girls Viral Videos With Shopkeeper killed. Pashtun Social Attitudes

Girls Viral Videos With Shopkeeper killed. Pashtun Social Attitudes. By Dr. Didaar Yousafzai #_روئې دوه جينکۍ پۀ برقع کښې دوکان له راغلې - د سودا له پاره ئې برقعې له مخه واړولې - دوکاندار ورله پۀ پټه ويډيو جوړه کړه - او بيا ئې انټرنټ ته وخېژوله - مجاهد ملت د خپل جنسي تسکين له پاره هغه ويډيو وائرل کړه - جينکۍ د غېرت پۀ نوم د کور خلکو اووژلې او دوکاندار هم ناپېژند خلکو انجام ته ورسوۀ - دا پۀ يويشتمه پېړۍ کښې د هغې قام مختصر تعارف دے - څوک چې د پنځه زره کالو د تاريخ دعوا کوي - او دا هم وائي چې دنيا ته تهذيب مونږ ښودلے - خو رښتيا دا ده چې دوي لا د انسانيت نه لا هم ډېر لرې دي - قانون نشته خو د اسلامي اقدارو او روياتو نه هم بيخي ناخبره دي  - ګنې پۀ نورو د پرده پوښۍ د بنيادي قدر نه به خبر وو - دوکاندار چې کوم ګناه کړے وۀ هغه ته خپله سزا مېلاو شوه خو د جينکو پۀ بې ګناه مرګ کښې هغه ټول خلک ملوث دي - چا چې هم دغه ويډيو کلپ د خپل تسکين له پاره وائرل کړے دے -  پۀ انټرنېټ نوره دنيا تعليم او ټيکنالوجي زده کوي او خپروي ئې ولې زمونږ د ټولنې د داسې خلکو مثال د هغې ښکاري سپو دے چې پۀ شيش کښې پۀ دې انتظا

Using Plastic and Steal Kettles Explained In Pashto

 Using Plastic and Steal Kettles Explained In Pashto. By Dr. Deedar Yousafzai. #_لوښي_لرګي مجاهد ملته د صحت پۀ لړ کښې د خوراک څښاک د لوښو لرګو پۀ حواله هم يو څو ډېرې مهمې خبرې يادې لرئ - تاسو چې د پخلي يا خوراک ګرمولو له پاره کوم لوښي استعمالوئ يا د چايو ، کافي ، او قهوې له پاره کوم ترماس يا د بجلۍ کېتلۍ استعمالوئ - نو هغه پۀ عمومي توګه د کلک پلاسټک ، د نرم پلاسټک  silicon  يا د سټيلو وي  کۀ لوښي د کلک پلاسټک وي - نو پۀ هغه لوښي يا د هغې پۀ پېکټ BPA free لېبل ګورئ - چې دا لېبل نۀ لري نو هغه مضر صحت وي - دغسې د سټيلو پۀ لوښو يا پۀ پېکټ کم از کم 18/8 لېبل ګورئ - چې د دې نه کم وي نو د صحت له پاره ښۀ نۀ وي - د دې نه علاوه چې کله پۀ مائکرو وېو يا اوون کښې د شيشې ، مټاک پلاسټک يا کلالي (سيرامک ) لوښي ږدئ - نو د  microvawe safe  د لېبل نه بغېر پکښې نور مۀ ږدئ - او هغه د وينځلو له پاره د لوښو وينځلو مشين dishwasher ته هم مۀ اچوئ - اخيري خبره کۀ د پوست پلاسټک  Silicon  لوښي لرګي پۀ پخلي ځائے  kitchen  کښې استعمالوئ نو پۀ هغې کښې هم د پلاسټک ملاوټ د صحت له پاره ښۀ نۀ وي - د کره کتنې له‌ پاره تاس

Why I Love Bacha Khan Baba? By Didar Yousafzai

Why I Love Bacha Khan Baba? By Didar Yousafzai. #_حېراني اکثر خلک تپوس کوي چې ستا باچاخان بابا ولې خوښ دے - زما له پاره د هغه د خوښۍ ډېرې وجې دي - خو پۀ څو غټو وجو کښې يوه دا ده - چې هغه د پښتنو د تاريخ اولنے ليډر وۀ - چې هغه وخت د تعليم پۀ اهميت پوهه وۀ - کله چې پۀ دې خطې کښې ډېرو کمو خلکو ته دغه ادراک وۀ - د پښتنو له پاره سکولونه کولاو کړۀ ځکه چې تعليم د نړۍ سره د همسرۍ واحده لار وه او ده - دويمه هغه د تشدد پۀ ماحول کښې د عدم تشدد لار خپله کړه - چې پښتانۀ د ټوپک پۀ ځائے د مبارزې پۀ لوري روان کړي - برداشت او مکالمه ئې مخ پۀ وړاندې يوړه - ګنې اوس به د ټولو پښتنو لاره پرتشدده وه - او مستقبل به ئې څۀ وۀ د دې تاسو ښۀ اندازه کولے شئ -  دريمه خبره چې هغه يو عالم سړے او پوخ مسلمان وۀ - د مذهب د اهميت سره د پښتنو پۀ نفسياتو هم پوهه وۀ - د خپلو شهيدانو جنازې به ئې پۀ خپله کولې - پۀ شعوري توګه ئې د حجرې او جمات فاصلې ختمې کړې - د قبيلو پۀ ځائے ئې د قامي تصور شعور عام کړۀ او د کسبونو تفريق ئې هم ختم کړۀ - خو له بده مرغه بيا د وخت سره سره ځينې قام پرستو قصداً دغه فاصلې سېوا کړې - جمات ملا ته پاتې

Gallstone. Stone In Liver Explained In Pashto by Dr. Deedar Yousafzai.

 Gallstone. Stone In Liver Explained In Pashto by Dr. Deedar Yousafzai. #_د_تريخي_کاڼي تريخے د انسان ښۍ طرف ته د اخري پختو نه لاندې د يوې نسکورې ناشپاتۍ پۀ شان د ډنډر نه ځانګي - د تريخي کار دا وي - چې اينه liver کومه مایع خارجوي - هغه پۀ تريخي کښې جمع کيږي - او بيا د خوراک د هضمولو له پاره ترې لږه لږه د کولمو اولې برخې ته ليږي - کله چې اينه ډېر کوليسټرول خارجوي يا د وينې يوه ماده‌ بليروبين زيات خارجوي - نو تريخي ته راتلونکي دغه مايع نوره هم ټينګه شي - او د وړو شږو يا د ګټو شکل اختيار کړي - د خپل روټين خوراک پاتې کول ، يو دم ډېر وزن کمول ، پۀ خوارک کښې فائبر کمول يا د وزن زياتوالے د دې کاڼو د جوړېدو سبب کېدې شي -  د ځينو خلکو تريخے د کاڼو ډک وي - خو درد نه کوي او څۀ تکليف ترې نۀ وي - او ځينې وخت يوه ګيټۍ هم انسان د ډېر تکليف سره مخ کړي - د هغې وجه د کاڼي ځائے دے - تر څو چې ګټۍ پۀ دې ډنډر کښې نۀ وي نخښتي - نو درد يا ،تبه يا نور تکليف نۀ محسوسيږي - ځينې وخت پۀ خلکو د وقفې وقفې سره درد ځي او راځي - دا وقفه د ګنټو نه راواخله تر مياشتو پورې هم کېدے شي - د هغې وجه هم دا وي - چې دغه ګيټۍ د وجو

Kidney Stone. Kidney Stone Explained In Pashto.

 Kidney Stone. Kidney Stone Explained In Pashto.  By Dr. Didar Yousafzai د_ګردو_کاڼي د ګردو يا پختورګو د ګيټو متعلق اکثر د خلکو دا سوچ وي - چې ګنې زمونږ د څښلو پۀ اوبو کښې نرۍ شږه وي - هغه پۀ ګردو کښې جمع‌ شي او ګيټۍ يا کاڼي ترې جوړ شي - داسې نۀ ده - د چا د څښلو پۀ اوبو کښې کۀ نرۍ شږه وي هم نو هغه کېلشيم کاربونېټ يا سيليکېټ شي - او هغه د معدې پۀ لار نېغ پۀ نېغه پۀ ډکو متيازو کښې بهر اوځي  د ګردو کاڼي پۀ ګردو کښې جوړيږي - ګرده چې تشې متيازې جوړوي - پۀ دې کښې بلها فاضل مادې وي - چې د وجود نه ئې اوباسي - کله چې پۀ متيازو کښې د اوبو مقدار کم وي نو متيازې ټينګې شي او دغه فاضل مادې پۀ يو بل پورې ونخښلي - او بيا ورو رور دومره غټې شي چې د ګردې نري رګونه ئې نشي فلټر کولے - (عموماً پۀ ورځ کښې دولس ګلاسه اوبۀ څښل پکار وي - چې متيازې د تېزابي اثر لاندې نۀ راځي - او دغه مادې پۀ يو بل پورې نۀ نخښلي -    د ګردو کاڼي عموماً درې قسمه وي - کېشليم اکزيلېټ ، کېلشيم فاسفېټ او د يوريک اېسډ کاڼي - خو د ټولو نه زيات تقريباً ۷۰ فيصدي دا اولنے قسم وي - د کېلشيم خوراک د وجود له پاره ډېر مهم دے - مونږ چې کوم پۍ ،

Benefits Of Chicken Soup. Chicken Soup Explained In Pashto.

 Benefits Of Chicken Soup. Chicken Soup Explained In Pashto. #_يخني_او_يخني يخني کۀ د چرګ د پښو وي - او کۀ د غوا يا ګډ د پښو وي - پکار ده چې د يخنۍ پۀ موسم کښې د مشرانو د خوراک برخه ضرور وګرځولے شي - خو صرف هغه يخني چې پۀ کور کښې د صفائي د ضروري لوازماتو سره تياره شي  دغه د پښو هډوکي او د دې د پاسه غوښه ډېر مهم وټامنز او معدنيات لري - کومه چې زمونږ د څرمنې ، هډوکو او جوړونو له پاره ډېره فائده منه وي - دا ټول پروټينز وي او پروټيپز د اماينو اېسډز ته جوړ وي - دا چې کله پۀ ګنټو اوخوټکيږي - نو امائنو اېسډز د لېس داره مادې پۀ شکل کښې را بهر شي - او پۀ جوړونو کښې موجود د لېس داره مادې کمے پوره کوي  د دې نه علاوه‌ پۀ دې کښې موجود زنک ، کاپر او کېلشیم وغېره د هډوکو د طاقت له پاره ډېر معاون وي - د دې د استعمال سره د هاضمې نظام هم برابريږي - او چونکه کمې کېلوريز لري نو وزن هم کنټرول ساتي  پۀ دې کښې خاص قسم اماينو اېسډز ګلايسين او ارجنين پۀ وجود کښې سوزش کموي او دغسې د مدافعت قوت زياتوي - او بيا پۀ تېره تېره  ګلايسين د مزغو کارکردګي هم ښۀ کوي - او پۀ خوب کښې هم مدد ورکوي - خو يو احتياط پکار دے - چ

Malak Ahmad Khan Yousafzai Chawak Thana Batkhela MKD

 Malak Ahmad Khan Yousafzai Chawak Thana Batkhela MKD #_اس_چوک  Aas Chawak, Thana Malakand. د سوات نۀ پېښور ته را روان ووم - چې د تاڼې چوک ته راورسېدم - نو ټېکسي واله ته مې وې " ګاډے لږ ودروه تصوير اخلم " - هغه ودرېدۀ - خو شاته د ګاډو نۀ ختمېدونکې هارنې شورو شوې - ما ئې لاندې تخته ونۀ کتے شوه - خو پۀ تادۍ کښې مې دا يو تصويړ واخست - بيا مې ټېکسي واله ته وې -  " دا د چا مجسمه ده ؟ " هغه وې " د سړي راته پته پته نشته خو خلک دې چوک ته خلک اس چوک وائي" - ما وې " پۀ دې اس چې څوک ناست دے - د هغه به څۀ نوم وي ؟  د پښتنو اتل به وي - ځکه ئې دلته مجسمه نصب ده " - هغه خبره بدله کړه او پۀ اېکسيلېټر ئې پښه نوره کلکه کړه -  زما پرې شک وۀ چې دا به د يوسفزو د باچا ملک احمد خان مجسمه وي - خو لاندې تفصيل مې نۀ وۀ کتلے نو کلک پرې نۀ شوم - بيا مې ډرائيور ته وې - " د اس دا دواړه پښې ولې اوچتې دي ؟ " - هغه وخاندل - وې ئې " اسونه دي نو ..... پۀ منډه کښې يوه پښه اوچتوي - او چې کله ئې ناڅاپي جلب راکاږې نو دواړه اوچتې کړي " - زۀ ئې هم پۀ جواب مسکے شوم -

Who Is Muhammad Parwesh Shaheen? A Pashtun Intellectual From Swat.

 Who Is Muhammad Parwesh Shaheen? A Pashtun Intellectual From Swat. By Dr. Didar Yousafzai _نابغه شاهين صېب پۀ زړو هډوکو او پۀ ځوانه حوصله مائک ته ودرېدۀ - او ډېره پۀ زړۀ پورې وينا ئې وکړه - پۀ خپله خطبه کښې ئې يو ځائے اووئيل - چې د غني خان خوا له به اکثر تلم - خو کله چې به هغه وې د خپلې تماچې سره به راشې - نو زۀ به پوهه شوم - چې شپو ته مې ايساروي - تماچه به ئې زما بستې ته وې - زۀ به ورله تلم راتلم - شاهين صېب وې - چې ما د پښتنو پۀ کنځلو ، خېرو او دعاګانو يو کتاب لیکلے - چې د دې ذکر مې غني خان ته اوکړۀ - نو هغه وې - کتاب کوم دے - ما وې چې پبلشر ته مې اوباښۀ - هغه سخت قار شۀ - وې ئې داسې ملغلرې څوک ضايع کوي - ور شه راوړه ئې ترې - ما وې جي دا خو کوره کنځلې دي - تاسو له به بل وليکم -  شاهين صېب د علم او پوهې يو سمندر دے - پۀ خپل کلتور ، پۀ خپله ژبه او پۀ خپله جغرافيه بې بدله مئين انسان دے - د ټپې پۀ حواله ئې خبرې کولې - نو وې ئې ما ټول خلک چېلنج کړي دي - چې زمونږ د ژبې داسې يو ټکے نشته - چې پۀ ټپه کښې به ئې احاطه نۀ وي شوي - نو دا د هغوي له طرفه د ټپې د عالمګېريت پۀ حواله يو سند دے -  شاه

Google Voice Recognition and Pashto Language In Google Voice.

 Google Voice Recognition and Pashto Language In Google Voice.  How To Add Pashto To Google Voice Search? _غوښتنه نوټ  ( دا پېغام د ټولو پښتنو سره شريک کړئ 🙏 ) د پښتو د خواخوږو او ليکوالانو له برکته پښتو ژبه پۀ ګوګل ترجمه کښې شامله شوې ده - چې ډېره د فخر او وياړ خبره ده - خو زمونږ منډه لا ختمه نۀ ده -  اوس زمونږ مرام د پښتو غږ پېژندنه  voice recognition   دے - چې کله مونږ د ګوګل نه پۀ اواز کښې د لټون څۀ فرمائش کوو - نو هغه ئې نۀ پېژني - خو تاسو دغه زيار مسلسل جاري ساتئ - خېر کۀ کوګل پۀ هغه لټون کښې کامياب نۀ وي او ستاسو متعلقه معلومات نۀ را اړوي - بيا ترې پۀ بله ژبه کښې هم غوښتنه کولے شئ - خو اول ترې پۀ پښتو کښې کوئ  چې څومره زياتې پوښتنې هغوي ته ځي - نو  artificial intelligence  به ئې سټور کوي - او د هغوي به ورته پام کيږي - او د پښتو غږ له به بيا جدا سافټ وئېر جوړوي  ډاکټر ديدار يوسفزے Google Voice Recognition and Pashto Language In Google Voice.  How To Add Pashto To Google Voice Recognition? Movement To Add Pashto To Google Voice Recognition. Google Voice Search In Pashto. Google A

Who Was Sakhi Arsala Khan? Sakhi Arsala Khan Sook Wo?

 Who Was Sakhi Arsala Khan? Sakhi Arsala Khan Sook Wo? سخي_ارسلا_خان دا نوم د پښتنو پۀ ټولنه کښې لکه د حاتم طائي د سخاوت د استعارې پۀ توګه کارولے کيږي - ارسلاخان پۀ کال ۱۷۹۳ کښې د صوابۍ پۀ زېده کلي کښې زېږېدلے وۀ   د سخاوت ئې دا غالم وۀ - چې دۀ به پۀ خپل کلي کښې لنګرې چلولې - د دې نه علاوه دے شاعر هم وۀ او د ازادۍ پۀ تحريک کښې ئې د انګرېز خلاف ښۀ جوښته مجاهده هم کړېده   ارسلا خان هم پۀ دغه سلسله کښې سوات ته تلے وۀ - او د سوات د حکمران سېد اکبر شاه پۀ فوځ کښې تحصيلدار وۀ - او غالباً چې وزير هم پاتې شوے وۀ - او بيا ۱۸۵۷ کښې پۀ يو جهاد کښې شهيد شوے وۀ - او هم هلته ئې مقبره ده    ډاکټر ديدار يوسفزے

Weight loosing Habits Explained In Pashto by Dr. Dedar Yousafzai

 Weight Loss Explained In Pashto By Dr. Didar Yousafzai #_ډائيټنګ_مۀ_کوئ_خو ډېر ملګري اکثر د وزن د زياتوالي ښکار وي - پۀ کراچۍ کښې خصوصاً دا مسئله د غېر معياري اوبو سره تړلې ده - دلته اوبۀ ډېر نقصان رسوونکي کېميکل او جراثيم لري - چې پکښې کلورين ، فلورائيډ او تانبه مهم دي - چې وجود ته ډېر ضرر رسوي - پکار ده چې د څښو اوبۀ د استعمال نه مخکښې تر شپږو ګنټو پورې نمر ته کېښودے شي - نمر ترې جراثيم اووژني - د خوټکولو سره ترې هم جراثيم ختميږي - خو تانبه او کلورين بيا هم لري - د دې سره پۀ هوا کښې دوړه ، غېر متوازن خوراک او د ورزش نشتوالے دغه مسئله نوره هم خطرناکه کړي - اکثر خلک وائي ډائيټنګ کووم - او وزن مې نۀ کميږي - د ډائيټنګ هېڅ ضرورت نشته - پۀ مړه خېټه ډوډۍ خورئ - خو دا خيال ساتئ - چې د ساده شوګر د خوراک نه اجتناب اوکړئ - د تورو يا سرو غنمو ډوډۍ خورئ - سپين وړه زهر دي - خړې يا زيړې وريژي استعمالوئ - چې پټ ترې نۀ وي لر شوے - سپينې ورېژې ښې نۀ دي - کۀ ناروغي نۀ لرئ نو هر قسمه فروټ خورئ - خو کېلا به پخه او زيړه نۀ خورئ - د ډالډا غوړو پۀ ځائے د پخلي تېل استعمالوئ - د چينۍ او مالګې استعمال د کم نه

16 December 2014. Pashto Nazam To Remember APS Peshawar Victims

16 December, 2014. Army Public School Peshawar APS Peshawar Massacre. Pukhto Nazam by Dr. Dedar Yousafzai _شپاړسم_دسمبر   هغه ګلونه جنازې او هغه یخ دسمبر هغه کوڅه کوڅه ماتم هغه دوزخ دسمبر هغه سلګۍ سلګۍ ژوندے پۀ زړونو ښخ دسمبر   هغه ساعت لکه د تورې شپې یو تور تناو دے هغـه قیامت لکه ښامار زمــــا لـــه خیاله تاو دے   هغه فکري ، هـغه ملي ، هـغه قامي المیه هغه پۀ زړونو کښې د ساه سره خوندي المیه هغه بې سترګو ، بې پښتو ، هغــه وحشي المیه   چې څو ړندو د یو مکتب بلې ډيوې وژلې چې ابلیس فکره ځناورو فرښتې وژلې   څنګه محشر به وۀ چاپېره چې سپرغۍ ورېدې د مرګ ږلۍ چې پۀ بې وسه زندګۍ ورېدې پۀ ګل بدنو چې د ګل پۀ ځائې ګولۍ ورېدې   پۀ دې ورتو چغو کښې څومره قیامتونه به وو پۀ دې وړو شونډو کښې پټ څومره سوالونه به وو   پورته اسمان ته به ئې څومره وي زیر زیر کتلي د قاتل مخ ته به ئې سترګو وي ګاګیر کتلي د بابا لار ته به ئې هر ګام وي پۀ ویر کتلي   پۀ خپل وجود کښې بندیوان لکه د لاش پۀ څېر وو  لکه مارغان د یو ښکاري پۀ کافر جال کښې ګېر وو   سرۀ دېوالونه، سرې تمبې ، او سرې کرکنډې منډې د خلې دعا ، د زړۀ درزا،  د پښو بر

Children Urinating at Nights. Nocturnal Enuresis Explained In Pashto

 What  Nocturnal Enuresis?  Pashto Health Article. Children Urinating at Nights. Nocturnal Enuresis Explained In Pashto   Dr. Didar Yousafzai. ماشومان_شپه_او_متيازې د پنځه کالو نه پس چې کوم ماشومان پۀ کټ کښې متيازې کوي - نو زياتره پکښې د مثانې پۀ کنټرول کولو د نورو ماشومانو نه زیات وخت اخلي - څۀ ماشومان د ماسخوتن چائے يا اوبۀ ډېرې څښي - بله وجه ئې موروثي هم کېدے شي - نن سبا اکثر ماشومان د موبائيل پۀ ګېمونو کښې بوخت وي او يا خراټې وهي - نو د خوب معمول ئې ګډ وډ وي او چې کله اوده شي - نو د ځانه ناخبره ډېر پۀ ژور خوب اودۀ کيږي - پۀ ځينې ماشومانو چې د کور له طرفه نفسياتي يا ذهني دباو وي - نو دا ئې هم يوه مهمه وجه وي - د ګردو يا مثانې زخم او د شوګر مرض هم د دې سبب جورېدے شي -  دا برني چې څومره هم وجوهات دي - پۀ هغې حساب د دې مخ نيوے يا علاج کول غواړي - د اودۀ کېدو نه لس منټه مخکښې دې تشې متيازي کول خپل عادت جوړ کړي - د خوب پۀ کمره کښې هېڅ قسمه اليکټرانک سامان يا کتابونه وغېره ورته پرېښودل نۀ دي پکار - کۀ ماشوم پۀ کټ کښې متيازې وکړي - نو د هغې تشهير نۀ دے پکار او نۀ ورته قهرېدل يا پېغور ورکول

Antibiotics. Pashto Article about Antibiotics Uses and effects.

 Antibiotic What Are Antibiotics?  Pashto Health Article about Antibiotics, Uses, Side effects, benefits. انټي_بائيوټک زمونږ پۀ ټولنه کښې د انټي بائيوټک غلط او بې درېغه استعمال ډېر عام دے - خلک ورته عموماً د زخم ګولۍ يا شربت وائي - د انټي معنا ده خلاف او بائيوټک د ژوندي څيزونو يا ژوند له پاره کارولے کيږي - مطلب ئې ژوند ختمول دي - نو دا ګولۍ يا شربتونه د جراثيمو د ژوند سره د انسان ژوند هم ختمولے شي - خو خلک د دې د خطرناکو نتائجو نه بې خبره دي - او عطائيان او ځينې ډاکټران هم د اولس د بې علمۍ نه ناجايزه فائده اخلي - هم ترې پېسې پۀ دواړه لاسو تروړي - او هم ورته مرضونه دننه کوي  پۀ هر مرض کښې انټي بائيوټک نۀ وي پکار - ځينې بيمارۍ د وايرس له وجې وي - هلته انټي وايرل کار کوي - ځينې فنګس وي - هلته انټي فنګل کار کوي - نو پۀ داسې حال کښې بغېر د تشخيص نه يا بې ضرورته د دې استعمال ډېر تاواني دے - ځکه چې دې انټي بائيوټکس ته resistance پېدا شي - او د وجود قوت مدافعت ورسره کم شي - بيا پرې دغه خاص قسم دوايي اثر نۀ کوي - پۀ نتېجه کښې ورته د هغې نه تېز ګروپ وليکلے شي - او هغه هم څۀ موده پس کار پرېږدي -

Phenergan Syrup. Pashto Health Blog

  Phenergan  By Doctor Didar Yousafzai. _فېنرګان  زمونږ په ټولنه کې چې څنګه د دردونو ګولۍ د جوارو د ډوډۍ غوندې خوړل کيږي. دغسې چې کله ماشوم ژاړي او خوب نه ورځي، نو ميندې د ځان خلاصوني له پاره دوي له يو خاص شربت فېنرګان د نشې په موخه ورکوي.   مطلب یې دا وي چې ماشوم له خوب ورشي او اوده شي، خو دا يو ډېر خطرناک عمل دی، ځکه هغه ماشوم چې خبرې نشي کولی، د هر تکليف اظهار صرف د ژړا په ذريعه کوي، د دې ماشوم په زور اوده کول ماشوم ته نورې ډېرې بيمارۍ پېدا کولے شي.  دا شربت د دوو کالو نه کم عمره ماشومانو له پاره بالکل منع دی. فېنرګان شربت چې پروميتازين لري، دا عموماً د الرجي له پاره لکه پوزه بهېدل، پرنجي او د سترګو خارښ يا عام د وجود خارښ له پاره کارول کيږي، خو استعمال یې د يوې هفتې نه زيات نه دی پکار. د دې نه علاوه چې کومو ماشومانو ته د سفر په وخت زړه ويشيږي هغو له هم ښه وي او د اپرېشن نه وروسته د درد کمولو او نشې له پاره هم  استعمالیږي.   د دې بې ځايه او ډېر استعمال د ماشومانو د لید وده په ځای ودرولی شي، نظر خړ کولی شي، په متيازو کښې ورته تکليف   پیدا کولی شي، لړزه پرې راتلی شي، او د ټولو نه خطرن

Postural hypotension Explained In Pashto. Health Blog

postural hypotension. Postural hypotension Explained In Pashto. Health Blog By Dr. Didar Yousafzai. _نيم_حکيم د پښتو متل دے - چې رښتيا را رسي نو دروغو کلي وران کړي وي - يو څو ورځې مخکښې مې يو پوسټ له نظره تېر شوے وۀ - چې د لسو زرو نه ډېر ځله خلکو شئېر کړے وۀ - د هغې پوسټ لب ولباب دا وۀ - چې څوک د شپې تشو متيازو ته پاڅي - نو ګنې چې عزرائيل عليه السلام خپل مرګ ته رابلي - او پۀ داسې خلکو د زړۀ دوره راځي - کۀ هغه روغ رمټ ولې نۀ وي - ځکه چې د ناڅاپي پاسېدو او بيا ودرېدو سره مزغو ته د وينې سپلائي ختمه شي - او روغ رمټ انسان د زړۀ د دورې نه وفات شي  پۀ هداياتو کښې دا ليک وو - چې د وېښېدو نه پس يو نيم منټ هم دغسې سملاسته غواړي - بيا نيم منټ پۀ کټ کښې کښېناستل ، نيم منټ پښې د کټ نه ښکته زنګول او دغسې ټوټل درې نيم منټه ئې پوره کړي وو - خو زۀ تاسو ته وايم - چې پۀ دې خبرو کښې هېڅ حقيقت نشته - اکثر خلک د بې خوابۍ ښکار وي - نو هغو چې دومره وخت خپل خوب تختوي نو بيا ورله خوب نۀ ورځي - او ځينې خلک د hyperactive bladder ښکار وي - يا تشې متيازې نۀ شي ايسارولے - او د يو نۀ ډېر ځله راپاڅي نو هغو له هسې کار