Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Zubair Torwali

Torwali Language Of Kohistan Endangered. Pashto Article

  Torwali Language Of Kohistan Endangered. Pashto Article. توروالي ژبه تور والي ژبه چې د تحصيل کالام سوات د بحرين مدين او خواؤ شا سيمې د خلکو اصل ژبه ده دغه ژبه د روکېدو په حال کې ده ددوي ښکلې تهذيب او موسيقي هم په روکېدو ده ددغې ژبې د خلکو شمير پنځوس زره ته راټيټ شوې دی . حال دا چې تحصيل کالام چرته چې تور والي،کوهستاني او ګجرو ژبې واله خلک اکثريت وو او اوس همدي. خو د بدا مرغه ددغې سيمې او خاصه توګه د تور والي خلکو ژبه او کلتور  د داړه مارانو او د پنجاپ د غلامانو د يرغل سره مخ ده. څه موده مخکې د سيمې تعليم يافته تورالي خلکو بيرته خپله ژبه ښونځيو کې راژوندۍ کړه ماشومانو پخپله ژبه سندرې ووئيلې خپله ژبه ئې په کتاب کې لوستل پيل کړل او تر پينځم ټولګيه ماشومانو ته پخپله مورنۍ ژبه کې د سيمې نرانو استازانو او ليکوالانو زمينه برابره کړه دوي د تور والي خلکو دېرو او حجرو کې بيا د خپلې ژبې سندره ژوندۍ کړه خو که د خکومت د اړخه مرسته اونشي نو څو کاله روستو به دغه ژبه روکه شي او دا خلک به د تل له پاره په يو سخت دريزه او بې تهذيبه پښتنه ټولنه ورګډ شي چې هېڅ قامي ژبني غيرت او تهذيب نلري. اوس هم په ياده