Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Saghar Saddiqi

Saghar Saddique. Tragic Life Story Of Urdu Poet Saghir Saddiqi. Pashto

Saghar Saddique. Tragic Life Story Of Urdu Poet Saghir Saddiqi. Pashto په لنډو ټکو کښې د ساغر صدیقي د ژوند دردوونکي قصه ، "خاک میں مل گئے نگینے لوگ" - د نړۍ په ادبیاتو کۀ نظر تېروو نو ځینې داسې شاعران په نظر راځي چې هغوي د خپل فن او فکر له وجې په صدو پس خو په ښه نامو یادیږي، ولې په خپل وخت کښې پرې زمانې داسې لوبې کړې چې بنده ئې ژوند یادوي نو زړۀ ئې غوټه کیږي ـ دا شاعران یا خو ډېر په تنکي عمر کښې مړه دي، یا ئې د بې وسۍ او غربت نه مالدارو او با اثره خلقو فائدې اخستې او یا په اخر عمر کښې د خپلو خلقو او اولاد د لاسه په لړزان ګور ته تللي دي ـ دغه لړۍ اوږده ده د خوشحال او اشرف خان هجري نه تر خاطر افریدي پورې یادوو، یا د انګرېزۍ د جان کیټس او اردو کښې د بهادر شاه ظفر نه تر جون ایلیاء د ټولو ژوند د بېلابېلو ناوړه حادثو نه ډک دے ـ خو په دغه ټولو کښې ما تر هر چا زیات مظلوم نوموړے ساغر صدیقي محسوس کړوـ ، زما نصیبه ګنډیریه... نۀ دې څاروي خوري نۀ دې جونه بویوي نه... ساغر صدیقي چې خپل نوم ئې محمد اختر خان ؤ، په کال ۱۹۲۸ کښې په امباله انډیا کښې پېدا شوےـ باقاعده زده کړې ئې نۀ وې کړې خو بیا