Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Shahid Qamash

Shahid Qamash New Pashto Ghazal 2022. Pukhto Shayeri.

 Shahid Qamash New Pashto Ghazal 2022. Pukhto Shayeri. Shaheed Qamash New Pashto Ghazal 2022. کتابونو صحیفو باندې مئین یم د پخوا نه دې قیصو باندې مئین یم پېښیدونکو حادثو ته خوشحالیږم نوو نوو تجربو باندې مئین یم مقدسې مقدسې مینې ګپ دی زۀ ئې پاک پۀ اننګو باندې مئین یم بلها ستوري مې ملګري دي اسمان کښې او پۀ ډیرو سیارو باندې مئین یم راسره به دوزخونو کښې اوسیږي د عذاب پۀ فرښتو باندې مئین یم خلق رنګ په رنګ خبرې کوي، وائي چې زۀ رنګ پۀ رنګ نشو باندې مئین یم زۀ کردار د یو ناکامه پلار شاهده هسې وایم چې بچو باندې مئین یم

Shahid Qamash Pashto Ghazal.

Pashto Ghazal. Poet. Shahid Qamash چې د حالاتو ښۀ کیدو څۀ ګنجائش نشته ځکه مو زړونو کښې د ښې ورځې خواهش نشته مجسمه د بدها وینم سلامت خوب کښې او څوک ملا نشته، ط.ا.ل.ب نشته، د.ا.عش نشته صاحبه غواړم چې دې مدح سرائي ؤکړم خو ماسره د قصیدو هغه پالش نشته پۀ تذکره کښې راله ؤلیکه د مرګ نیټه څۀ ضرورت د دې تاریخِ پیدائش نشته هغه چې ښکاري پۀ اسمان کښې یو تنها ستوری خدایه امکان پکښې زما د رهائش نشته؟ شاهده شعر و شاعري ده واهیات شاید خو بله لار د زړۀ د درد د نمائش نشته Shahid Qamash.Ghazal. Mula, Talib, Daeesh, Khuday, Bhoda, Budha, Qasida, Qaseeda, Pashto Poetry, Shahid Qamash, Shayeri, Pashto Times. Pashto Poetry 2022.