Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Saleem Raaz

Kishwar Sultan, Saleem Raaz and Pashto Alami Conference

 Kishwar Sultan, Saleem Raaz and Pashto Alami Conference. Hassan Saharzai رازصیب دې اللّه اوبخښی خبره ئې کوله چې کله مونږ د پښتو دویم عالمی کانفرنس کولۀ نو هغه وخت مونږ ته د مالی وسائلو ډیره ستونزه وه سره ددې چې ځینې سرکاری ادارې او قامپرست ملګری زمونږ سره اوږه په اوږه ولاړ وو خو بیا هم مونږ د مالی ستونزو سره مخ وو هر کس راسره د خپل تر وسه پوره مرسته کوله په کانفرنس کښې مونږ ته د هنرمندانو هم ضرورت وۀ په دغه سبب زۀ او یو څو ملګری د میډم کشور سلطان خواته لاړو کومه چې هغه وخت د هنرمندانو مشره وه هغې ته مو خپله مدعا بیان کړه چې مونږ ته په کانفرنس کښې ستاسو ضرورت دے خو تاسو مهربانی اوکړئ چې زمونږ سره د پېسو په معامله کښې لږه ګوزاره اوکړئ ځکه چې دا یو دروند کار دے او مونږ دومره وسائل نۀ لرو. د رازبابا وینا ده چې کشور سلطان زمونږ خبرې په غور واوریدلې او بیا راته داسې ګویانه شوه چې دا دومره بې پښتو درته مونږ ښکارو؟ دا څۀ خبره کوئ؟ تاسو هم د پښتو او پښتنو دپاره کار کوئ او مونږ هم په دغه کار او خدمت کښې درسره مونږ اوږه په اوږه ولاړ یو زمونږ ټول هنرمندان به ستاسو د کانفرنس د پاره بغېر د پېسو درځ