Pashto Translation Of Short Arabic Story. Arabic Pashto Qessa د عربي ادب نه.... (عربی ادب سے ماخوذ) ـ یؤ ماشوم وارېدل چې مور ئې د ګاونډیانو نه مالګه غواړي ـ هلک تپوس وکړو، مورې..! ما خو تېره ورځ د مالګي لویه پوڼۍ راوړي وه ، تا بیا ولې ګاونډیانو نه مالګه غوښتله؟ مور ورته ووئیل: بچیه ! دا غریبانان خلق دي کۀ مونږ ترې څۀ ؤ نۀ غواړو ، دوي به وائي چې زمونږ څۀ ته ئې ضرورت نشته ـ مالګه ترې ځکه غواړم کۀ سبا ئې څۀ پکار شي چې شرمیږي نۀ اؤ په ډاډه زړۀ راځي ـ / ژباړه ـ عدنان خیالي ـ ۲۰۲۰ (د اخبار پۀ یوه ټوټه مې دا لیک لوستے ؤ خوښ شوے مې ؤ، لږ لږ مې هېر هم دے)