Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Maulana Khanzeb

Idrees Khan Safi, Aka Bakht Zaman Is A True Muslim. Maulana Khan Zeb

 Idrees Khan Safi,  Aka Bakht Zaman Is A True Muslim. Maulana Khan Zeb ادريس خان ساپی مسلمان دې. د شپاړسمې پېړۍ نه تر اوولسمی پېړۍ پورې په لويديځ کښې څلور کروړه انسانان پدې وژل شوي وو چې د عيسائيت د رواېتي ډلې ، کېتهولک ، خلاف څوک ولې خبره کوي ؟ ولې سؤال پورته کوي ؟  د دومره وژنو سره بېا هم پروټسټ نه کمېدو تر دې چې د عيسائيت دننه پوره ېوه بله نوې ډله د ،پروټسټنټ ، په نامه جوړه شوه آخر ټول ېو بل سره کېناستل وائل دا جګړه د کفر د فتوو او وژنو په زور نه خلاصېږي ېو لوئي تړون د ټولو مذهبي ډلو او اولسونو ترمېنځ اوشو وائل رياست به د ټولو شريک وي او عقيده دې د هرچا خپله وي د ېو بل په عقيده کښې به کار نه لرو هم دغه لامل دې چې څلور سوه کاله اوشو خو په لويديځ کښې د مذهب په نامه جګړه نه ده شوې نن سبا په نړۍ کښې د ټولو ښکلي جوماتونه هم د کافرو پدغه هېوادونو کښې دي که دغه زغم د مینځه اوځي نو په مسلمانانو به داسې لوبه اوکړې شي لکه څنګه چې د  اندلس د سقوط پس شوې وه ېا به د ېهودو پشان ،هولوکاسټ ،اوشي . اسلام ډېر د دليل ، منطق ،او زغم ،دين دې تر دې چې قرآن وائي چې که د زړه نه څوک په اسلام خوښ نه وي نو په

King Amanullah Khan, Maulana Abdul Majid Afghani And Modern Education.

King Amanullah Khan, Maulana Abdul Majid Afghani And Modern Education. دغازي امان الله خان فحاشي او مولانا عبد المجيد افغاني. مولانا عبد المجيد افغاني چې په خټه د باجوړ اتمانخېل وو  ېو ستر ليکوال او په اېډورډ کالج کښې ښوونکی پاتي شوې وو ، افغاني صېب په هغه وخت کښې چې د پيرنګېانو په دسيسه او مرسته ېو تاجک ډاکو او د پيرنګېانو تنخادارو پيرانو حضرتانو ډنډورې جوړې کړې وې  د هغه وخت په پښتون رساله کښې د غازي په مرسته کښی ليکنې کولې او د غازي په ضد جوړه لوبه ئې د پيرنګېانو ډرامه منله ځکه چې غازي خپل هېواد د پيرنګېانو آزاد کړې وو خپل ملت ئې د نړۍ سره سيال کول ګوښتل د پښتنو په خاوره او د مسلمانې نړۍ د آزادي خوښو مبارزينو سره ئې کلکه مرسته کوله د مولانا افغاني دهغه وخت دغه ليکنې د غازي د روڼ کردار په اړه بيخي سند او تر نن وخت پورې د ډنډورو ښکار خلکو لپاره مدلل جواب دې  ډاکټر وقار علي شاه د غني خان په اړه پخپل کتاب  کښې د مولانا افغاني دغه ليکونه د تاريخ برخه کړي . ډاکټر صېب ليکي : د  ،پښتون د جنوری ۱۹۲۹ وړومبنۍ ګڼه کښې د پېښور د مشن کالج ېو طالب علم د عبدالمجيد افغاني مضمون” د افغانستان ملکه او

Bia Hagha Makham Day. Bakht Muner Bajawar Pashto Folk Story.

Bia Hagha Makham Day. Bakht Muner Bajawar Pashto Folk Story. Latif Yaad بیا هغه ماښام دی  دبخت منیر دجرمنۍ ټکه راځينه   زما په یاد دي ،  زه وړوکی ماشوم وم، ارواښادې ګلناربیګم  به داسندره په اغلب ګومان د۱۹۶۰ او ۱۹۶۵ کلونو تر منځ  ویلې وي . دبخت منیر  په اړه چې ما اوریدلي  دي  ویل کیږي چې دی  دباجوړ یوځوان و او په قام سالارزی پښتون و. پلار یې الماس خان نومیده . دی دباجوړ دګل بیلې په کلي کې اوسېده . دده اودتربورانو ترمنځ یې دجایداد او ځمکې پرسر  شخړه ، لانجه اودښمني وه  بخت منیر  په هغه وخت کې ووژلی شو چې دباجوړ دپشت دخان سره  یې جکړه کوله . . ویل کیږی چې دده سره یوه جرمنۍ تمانچه هم وه چې ده ته په تحفه  ورکړل شوې وه .وایي چې بخت منیر په نښه ویشتلو کې ډیر مهارت درلود .ده هم دخپلو دښمنانو سره پرخپلې جرمنۍ تمانچې ډزې کړي دي او بیا هلته وژل شوی دی .ویل کیږي چې دده په وژلو  کې یوه ښځه هم ملوثه وه چې قریشه نومیده .دیو ه بل روایت  له مخې  مولانا خانزیب چې د(باجوړ دتاریخ )لیکوال او زما دفیسبو ک ملګری هم دی پخپل تاریخ کې دبخت منیر په اړوند لیکلي دي : چې بخت منیر په اصل کې دافغانستان دکونړ ولایت د

Da Kaimur Ghar. Kohi E Mor Of Bajour. Kohi Moor Peak Of Bajour. Pashto

Da Kaimur Ghar. Kohi E Mor Of Bajour. Kohi Moor Peak Of Bajour. Pashto  #کېمور Koh-i-Mor (Mount Nysa of Greek legend) and Alexander in Bajaur. By Maulana Khan Zeb ستا د سر درو بادونه ولې په ما نه راځي ؟  زه خو هم پاميره !  ستا رور ېمه کېمور ېمه. پروفېسرلقمان کېمور ېو ه جرګه دې د باجوړ نه وزيرستان پورې پدې هم اوشي چې ، کېمور ، باټوار ، تير بانډګۍ ، کټ کوټ ، مټاک ناواپاس  باجوړ ، ايلزۍ مومند ، راجګال خېبر ، تيراه اورکزی ، سپين غر کرمه ،  رزمک شمالي وزيرستان ، پريغال سويلي وزيرستان ، د قذرتي ښکلا نه ډک پړسیدلي غرونه دې  نېشنل پارکونه اوګرځول شي  دا غر د باجوړ په سيمه د ټولو ستره څوکه د سمندر نه 8830, فټه دنګ والې لري په باجوړ کښې ددې غر په اړه وائل شي ، کېمور غر څو مخه لري ، د هر لوري بل بل شان ښکاري د کېمور غر چارچاپېره د اتمانخېلو قبيله پرته ده چې تر مومندو پورې ددې غر لمن خوره ده د کېمور بابا په نامه څوګند ددې غر د تاريخي ارزښت دليل دې. د کېمور سره د مور مرغه نسبت هم وزن لري ځکه نن هم دغه غر ګور ځنګل دې ممکن ده چې ېو د مور مارغانو مسکن وو ېو سيمه ايز رواېت دا هم دې چې د سکندر يوناني نه

Sana Bucha Performed Hajj Without Muharim This Year.

Sana Bucha Performed Hajj Without Muharim This Year. مفتيان دې خبر وي ! Muftiayan De Khabar Ve. د محمد بن سلمان په وخت کښې سخکال په ړومبي ځل زنانو ته پغېر د خپلوان محرم د حج اجازت ورکړل شوې وو دغه اجازه د عربستان د ستر مفتي په مشوره ورکړل شوې چې هغه د عدي ابن حاتم د حديث په دليل وړکړې وو دغه راز په فتوا کښې دا هم وائل شوي چې پخوا به پېدل سفر وو لارې اوګدې وې اوس آساني ده نو د نړۍ د هر ځائې نه د ښځو د ډلې سره زنانه راتلې شي سخکال په لس لاکه حاجيانو کښې څلور لاکهه ښځې وې. ثنا بچه ېوه ړومبې پاکستانې خبریاله ده چې حج ته سخکال پغېر محرم نه تلې وه  هغه وائي ما ته هيچ مشکل نه وو پلار مې درې حجه کړي وو خاوند مې اوزګار نه وو ځکه ځان له لاړم ثنا بچه وائي ېو حج مې د رور سره کړې وو دا مې دوېم حج وو ښه په آسانه مې اوکړو . مولانا خانزېب. Tags, Metadata And Keywords. Sana Bucha Performed Hajj Without Muharim This Year. Maulana Khanzeb Bajour, KP. Women In Islam, Hajj 2022, Hajj By Sana Bucha, Women And Hajj 2023.

The 10th Field Battery (Royal Artillery) At Inayat Killa, Bajaur, 1898 (c).

The 10th Field Battery (Royal Artillery) At Inayat Killa, Bajaur, 1898 (c). The Mohmands are a Pashtun tribe who inhabit the hilly country to the north-west of Peshawar, in the North-West Frontier Province of what the British considered part of the British Empire, now Pakistan. British punitive expeditions had been sent against the Mohmands in 1851–1852, 1854, 1864, 1879, 1880, but the principal operations were those of 1897–1898. The year 1897 witnessed an almost general outbreak among the tribes on the north-west frontier of India. The tribes involved were practically independent, but the new frontier arranged with the amir of Afghanistan, and demarcated by Sir Mortimer Durand's commission of 1893–1894 (the Durand Line), brought them within the British sphere of influence. The fear of these tribes was annexation, and the hostility shown during the demarcation led to the Waziri expedition of 1894. Other causes, however, contributed to bring about the outbreak of 1897. The easy vic

Nationalism And Islam. Maulana Khanzeb About Nationalism And Islam.

Nationalism And Islam. Maulana Khanzeb About Nationalism And Islam. د قامیت نظريه او اسلام. مولانا ابو الکلام آزاد پخپل کتاب ( اسلام اور عقل ) کښې د قاميت د نظرئې په اړه ليکي:  زه په وياړ سره واېم چې زه د ديارلس سوه کاله نه مسلمان ېم د اسلام د ديارلس سوه کاله وياړلي رواېات ،علوم و فنون،  زمونږ د تاريخ برخه ده د اسلام دننه مونږ ېو ځانګړې کلتور لرو زه غواړم چې دغه ځانګتياوې دې رانه هيڅوک وانخلي خو ددې سره زه ېو بل ځانګړي حېثيت هم لرم چې زمونږ د ژوند د حقيقتونو څخه پېدا دې اسلام ما ددغه حقيقت د احساس نه چرې هم نه ايساروي بلکښې لار ښودنه راته کوي او هغه دا چې زه په فخر سره وائم چې زما قاميت هندوستانيت دې زه د هند د ېو داسې ناقابل تقسيم قاميت برخه ېم  چې زما نه پغېر دغه تنه نيمګړې ده. مونږ دې خاورې ته د مساوات او جمهوريت رواېات روړي که هندومت د زرګونو کلونو د هند د خاورې دعوی کوی نو اسلام د زر کاله نه مدعي دې ، مونږ د جارحانه قامیت نه يو مرستيال خو دفاعي قاميت زمونږ حق دې چې څوک هم زمونږ په خاوره راځي مونږ به ئې مخه نيسو ، هندوان او مسلمانان په ګډه د ېو قاميت لاندې د خپلې خاورې د ژغورلو حق

Resources Of Pashtun Motherland. Details Of Rivers. Pashto Pedia Info

 Resources Of Pashtun Motherland. Details Of Rivers. Pashto Pedia Info  #ده_پښتون_وطن_وسائل  د پښتونخوا وطن سیندونه اوپېژنئ  !  ( لیک/ مولانا خانزېب ) که کم سيند پاتي وي کمنټ کښې ېاد کړئ ما څه ېو مياشت خپل زيار کړې . اباسینه!  لږ ټیکاو شه  ! انتظار وکړه ! د کرمې  پنجکوړه ېم در روانه خپله  غېږ کښې پناه راکړه ! ګل احمد وردګ. دپښتونخوا څه اوولس غټ سيندونه د ، هندوکش ، پامير هماليه ،بابا غر ،سپين غر  ، کوه سلېمان  ،او قراقرم  ، غرئيزې زنځيري کړو نه راتوي شوي . (1 اباسين ) اباسين د نړۍ په سر نورلسم غټ سيند دې د ځمکې په سر 3180 کلومیټره بهېږي. سعد الله جان برق وائي اباسین معنا دسيندنو پلار دا نوم ورته د ډېر تاريخي ارزښت له کبله ورکړې شوې  !  د اباسين سر چينه په تبت مانسرور کښې ده چې ورسره په ګلګت  سکردو پښتونخوا کښې ځائې په ځائې نورې اوبه هم ېو کېږي .   د پښتونخوا په خاوره د ټولو لوئي سيند اباسین دې د نړۍ په سر نورلسم غټ سيند دې په ، رېګ وېد ، کښې دا سيند په ، سندهو ، سره ېاد شوې ددې سرچينه د چين په لور د همالیا د غرونو د مانسر زېرمې دي چې پښتونخوا ته د بشام په سیمه کښې  رورسي نو تر پنجاپ پو

Islam Ki Geera Aw Islam Pa Geera Ki. Beard In Islam Or Islam In Beard.

 Islam Ki Geera Aw Islam Pa Geera Ki. Beard In Islam Or Islam In Beard. Beard In Islam. Pashto Blog By Maulana Khanzeb. په 1927کښې چې کله د الینګار فقير او ترنګزو باباجي په مشرۍ کښې په کړپه کښې لوېه غزا وه  مشران وائي د باجوړ او مومندو د غازيانو لښکرې چې کله دهر لوري رالې ډېر پکښې داسې ځوانان وو چې ،ګيرې ،خرولې ېا کمې وې د ترنګزو باباجي سره چې کم شیخان وو شیخان زورور خشک مزاجه خلک وي  باباجي له رالل وائل دا ،بې ګيرې ، خلک غزا ته مه پرېده ! ترنګزو باباجي ورته وائي خدائې مو پوهه کړه ! غزا بې ګيرې هم کېږي په سبا له چې کله لوئي جنګ اوشو پيرنګېانو لوېه بمباري اوکړه  ماښام چې د شهيدانو مړي راغونډول شو نو شهيدان زياتره هغه ځوانان وو چې ،ګيرې ،خرولې وې. د غټو ګيرو شیخان ټول غازيان پاتي شوي وو . په اسلام کښې ګيره شته زمونږ په کلتور کښې هم ګيره شته د هر پېغمبر او د وخت د مصلح هم ګيره پريښې خو په ګيره کښی اسلام نشته  ځکه د ،عيسايانو ،یهودیانو ، او ګورونانک مننونکو ،سيکانو ،هم اوګدې اوګدې ګيرې وي  ډېر د خدائې نه منونکو ملحدانو هم ګيري پريښي باچاخان وائي ما به په  ړومبې کښې په جوماتونو کښې پښتنو ته

Muft Maaz Tappay Aw Dastaar. Pashto Blog By Maulana Khan Zeb.

 Muft Maaz Tappay Aw Dastaar. Pashto Blog By Maulana Khan Zeb. د ،دستار سړي ، دې نه مري !!! د خوشال د معيار ګز که پسې راوړې  ډېر سرونه نه دي وړ د دستارونو ! ــــــــــــ د ېو قام کلتوري ارزښتونه څومره زور لري ددې اندازه د مفتي معاذ د خواږه ترنم نه پته لږي چې فقط ټپه په خوږ غږ کښې وائي نو هغه پټکې چې دده په سر وو شائد چې ټول عمر ئې که په سر وې خو دومره به نه وې ستائل شوې لکه د سر نه د کوزولو نه پس ئې چې څومره محبوبيت ترلاسه کړو  مونږ چې کله د عدم تشدد د ګټو خبره کؤو ېو پکښې دا هم ده چې د خپل دليل او عمل په زور د افراطيت نه راټوکېدلې هغه بيانيه چې بې سارې لښکر لري د عدم تشدد په فکر او تګ لاره چې څومره رسوا کېدې شي دا په تشدد نه کېږي ښکاره مثال ئې دا پېښه ده چې  په پښتنه ټولنه کښې د چا پټکي ګيرې ګرېوان ته لاس اچول د منلو وړ نه وي خو  ورته غبرګون  په دليل او منطق ولاړ زغم لاثاني جواب دې تراوسه خو هنري آلات د منلو وړ نه وو خو اوس پکښې خوږ غږ هم . پټکې که په انساني ټولنه کښې زرګونو کلونو نه دود دې برق صېب ئې د مارپرستې دور ته رسوي خو پښتانه ئې د خپل خوږ پېغمبر ص او د خپل کلتور سره د رواېت په

Why Mardan Is Called Mardan? Pashto Info Blog

 Why Mardan Is Called Mardan? Pashto Info Blog. Mardan's Name Background And History In Pashto. مردان ته مردان ولې وائي ؟ مردان د پښتونخوا د پښتنو ستر تاريخي ښار دې د مېلمستيا په ځانګړتيا ېاد دې  دا جغرافيه په زرګونو کلونو پخوا تاريخ کښې د ،پشکلاوتي ، او ګندهارا برخه وه دوه زره کاله پخوانې د علم مرکز ، هنډ او سلاتوره اوسنې لاهور  ښار هم ورته جوخت وو  ،  ددې خؤاشا د بدھ مت تهذيب ستر غونډونه وو په نزدې وخت کښې د پېښور سره تړل شوې وه په 1937 کښې د ضلعې ،پوړۍ ، او بېا  ډويژن ،  کړې شو اوسنې مردان چې په کمه جغرافيه خور دې نو په تاريخ کښې پدې جغرافيه کښې نور هم داسې ډېر ځائينه دي چې د مردان نه هم ډیر تاريخي ېاد لري خو اوس په انتظامي چوکاټ کښې د مردان برخه ګنړل شي مردان د قامي تحريک خدائي خذمتګارو تراوسه لوېه مورچه ده ډېر قامي مبارزين پکښې تېر شوي ستر عالم دين او قرآن پوهه  مولانا عبدالسلام رستمي هم د مردان وو چې  په پښتو ژبه ئې د قرآن ېو ستر علمي تفسير  احسن الکلام هم ليکلې په اوس وخت کښې د امير محمد هوتي نمسی حېدر خان هوتي او حماېت الله ماېار ئې د سیاست د لارې په پرمختګ او خذمت کښې ډېر

Why Swabi Is Called Swabi? Background Of Swabi Name

 Why Swabi Is Called Swabi?  Background Of Swabi Name. History Of Swabi In Pashto صوابې ته صوابې ولې وائي ؟ د صوابې زوړ نوم ،سمه ،وو د تاريخي حوالو نه ثابتېږي چې دلته په صوابې کښې ،سمه ،خاندان ، 2452 ق م، کښې حکومت کړې وو . دغه راز پښتانه د غرئيزې سيمې په نسبت اوارې سيمې ته ،سمه ،وائي د ګډون خلک اوس هم د صوابۍ ميداني سيمو ته سمه وائي  منشي ګوپال داس د صوابۍ په اړه وائي چې ځنې خلک صوابې ته سهابي هم وائي . دغه راز کله چې دلته ،سمه خاندان آباد وو  نو په هغه وخت کښې به دلته د ستورو عبادت کېدو چې په عربې کښې هغه خلکو ته ،صابي، وائلې شي پدغه نسبت دې سیمې ته ،صوابي، وائل شوې. ېو سيمه ايز رواېت هم شته چې دلته دوه ورونړه وو د ېو صواب خان نوم وو او دبل منير خان صوابې او مانيرې پدغه نومونو ېاد شوي. جميل ايسپزئې وائي چې صوابې په اصل کښې ، سوها ،او ،بهو، نه جوړ دې سوها ېو عام بوټې دې چې سنسکرت کښې ورته دا نوم وائي او ،بهو ،په سنسکرت کښې ،مېدان ،ته وائي د وخت سره د ،سوهابهو ،نه ،سوابې ،جوړ شو ېر الحکيم حکيم وائي چې پښتو کښې ،ص، ټکې نشته دا نوم په سين ،سوابې، ده سېوا په سنسکرت کښې ،عبادت ،ته وائي او

Tajak or Tajiks, History of Tajaks in Pukhtunkhwa. Pashto Research Blog

Who Are Tajiks Or Tajaks? Pashtuns And Tajak Relations In History. د پښتنو قبيلوي شخړې او تاجک قبيله پښتانه د زرګونو کاله نه د دې خپلې خاورې دننه خلک دي که څه هم وخت په وخت د دوئي نه ډېر ټبرونه د هند عرب او ايران په لور تلي خو د پښتنو د وطن خپله سينه کله هم د خپلو وګړو نه تشه نه ده پاتي شوې هم دغه لامل دې چې ددوئي په خاوره هروخت که ېو اړخ ته غټ غټ زورور راغلي تېر شوي او پښتانه ئې څپولي او پښتانه هم ورسره په ډغره شوي کمه څرپه ئې پې نه ده کړې خو پښتانه هيچا پحېث د قام نابود کړې نه دي لکه څنګه اوسنې څلوېښت کلن اخ وډب چې دې چې په مېلينونو پښتانه ئې قرباني شو او کيږي خو پښتانه بېا هم په کمېدو نه په زیاتېدو دي   هم دغه راز د پښتونخوا خاورې ته د نړې د هر لوري نه وخت په وخت ډېرو قامونو ټبرونه . عرب ، ايراني، هندي ،يوناني، ګوجر ، منګول ،وغېره په لوئي غټو ټبرونو کښې راغلي خو د پښتنو د قامي لړمون ډوغل دومره ارت دې چې دا ټول قامونه ئې د ځان سره پخپله خاوره زغملي ځائې ورکړې قبول کړې دي او څو پېړې پس ددغه بارنو خلکو کړه وړه هرڅه په پښتنوالې وربدل شوي او سوچه پښتانه ګرځېدلي چې د افغان د ملي نوم شاته