Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Khyber Afridi

Lyrics Of Khyber Afridi Pashto Ghazal. Singer Haroon Bacha.

Lyrics Of Khyber Afridi Pashto Ghazal. Singer Haroon Bacha. غــــــــــــــزل ماحول حیران ښه دے وریږی پرخه د وصال شان ښه دے وریږی پرخه = پریږده چی نن خو سره یخ کړو زړونه واز مو ګریوان ښه دے وریږی پرخه = د سرو جامو چاپ به دی کینی په ما نن خو دالان ښه دے وریږی پرخه = باغوان په مونږ سیل د ګلونو وکړو باغ یی خندان ښه دے وریږی پرخه = ورته پسخیږی د بیدیا ګلونه لوند می جانان ښه دے وریږی پرخه = باران ښه نه دے راز و نیاز به کوو نن شین اسمان ښه دے وریږی پرخه = چار دیوارۍ کښی زما زړه تنګیږی ویړ بیابان ښه دے وریږی پرخه = دا تغیر خو زیږوی تماشی موسم روان ښه دے وریږی پرخه = رڼا د ستورو ده کافی خیبره رنګ د رومان ښه دے وریږی پرخه ــــــــــــــــــــــــــــ استاذ ، خیبر افریدے Lyrics Of Khyber Afridi Pashto Ghazal. Singer Haroon Bacha.. nan Kho Baran Kha Day Warigi Parkha. Pashto Poetry Of The Late Khyber Afridi. Pashto Song Lyrics Of Baran By Haroon Bacha. Baran Ghazal.