Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Pashto Health Blogs

How To Check Medicines as Per Doctor Prescription. Pashto Health Info

How To Check Medicines as Per Doctor Prescription. Pashto Health. Dr. Muhammad Shehzad. خلکو !!!! کله هم چې درته ډاکټر دوائ ولیکي او دوائ سټور والا درله کوم دوائ درکړی نو هغه نومونه د ډاکټر لیکلې شوې دوائ سره لګ غوندې چیک کوئ . که چرته نومونه یې بدل وو نو هم خیر دې خو د هغې ډاکټر د دوائ نوم او د میډیکل سټور والا د دوائ نومونه په نیټ ګورئ چې پکې دننه ingredients  یو دی که نه بدل بدل . میډیکل سټور والا اکثر څه فارمیسی یا بل داسې څه کورس نه وی کړې ، هغه بیا دوائ ورکولو کې ډیره لویه مسئله جوړوی . ته بیا نیوبرال فورټ لیکلې وي او هغه نیوبرال ورکړی ، چې په دوانړو کې ډیر لوې فرق دې .  د ډاکټر لیکلې شوې دوائ دې نه وی ، د بلې کمپنۍ دوائ دې وی خو چې  Generic Name  یې یو وی . هسې که دوائ اخستلو کې مو د میډیکل سټور والا ډګری او پوهه په نظر کې وساتله نو ډیرې مسئلې به مو حل شی How To Check Medicines as Per Doctor Prescription. Pashto Health. How To Check Medicine On Internet. Pashto Health Blogs, Pashto Health Info, Pashto Doctor. Pashto Pedia Pashto Wiki, Pashto Dr. Muhammad Shehz...

Hairfall Explained In Pashto. Reasons And Treatment Of Hair Fall. Pashto Info

Hairfall Explained In Pashto. Reasons And Treatment Of Hair Fall.  Pashto Info By Dr. Aman Shams. د وېښتانو توېدل د ورځې له پنځوسو څخه تر سلو وېښتانو توېدل نورمال دي. د وېښتانو توېدل ډيری وخت د کوم خاص طبي حالت پواسطه منځ ته نه راځي. هغه د وېښتانو توېدل چې د ناروغيو په واسطه منځ ته راځي موقتي وي. کله چې طبي حالت له منځه ولاړ شي وېښتان بېرته را شنه کيږي. پدغه لاندې حالتونو کې کېدی شي د ناروغانو وېښتان د لنډ وخت لپاره توی شي او کله چې دغه حالت له منځه ولاړ شي د وېښتانو توېدل دريږي او وېښتان بېرته راشنه کيږي. - د وجود د سختې ناروغۍ په صورت کې - ذهنې فشار، اندېښنه او تشويش - د سرطان د درملني په وخت کې - د وزن د لاسه ورکولو په وخت کې - په بدن کې د اوسپنې د کمبود په صورت کې ډيری وخت د وېښتانو توېدل درملني ته اړتيا نلري ځکه اکثره يې يا خو د زړيدلو د پروسې نورمال برخه وي اويا موقتي وي او پخپله ښه کيږي. د توېدلو د مخنېوي يوه درملنه هم سل په سل کې مؤثره نه ده خو دغه دوه لاندې درمل تر يو حده ډير کاريږي. نارېنه:  Finasteride, Minoxidil ښځېنه  Minoxidil  (ښځې بايد له  Finast...

Medical Miracle By Dr. Banting and Dr. Best in 1922. Diabetic ketoacidosis

 Medical Miracle By Dr. Banting and Dr. Best in 1922. Diabetic ketoacidosis یہ میڈیکل سائنس کی تاریخ میں سب سے زیادہ ناقابل یقین لمحات میں سے ایک مانا جاتا ہے ۔ یہ 1922 کی بات ہے جب (Toronto university)  میں سائنس دان ذیابیطس کے مریض بچے، جوکہ ہسپتال کے وارڈ میں داخل تھے ان بچوں کے پاس گئے۔ ان میں سے زیادہ تر کوما میں تھے اور ذیابیطس ( diabetic ketoacidosis)  سے مر رہے تھے۔  تصور کریں ایک ایسا کمرہ جہاں والدین اپنے بچے کے بستر کے کنارے پر بیٹھے اپنے بچے کی ناگزیر موت کا انتظار کر رہے ہیں۔ وہ سائنسدان جو وارڈ میں گئے تھے انہوں نے ان بچوں میں نئے صاف شدہ انسولین کا انجیکشن لگایا۔ انہوں نے بستر پر پڑے ہر ایک بچے کو انجیکشن لگایا اور جب انہوں نے آخری بیمار بچے کو انجیکشن لگانا شروع کیا تو پہلا انجکشن لگانے والا بچہ جاگنے لگا اور پھر ایک ایک کر کے تمام بچے ذیابیطس کے مرض سے بیدار ہو گئے اور یوں موت اور اداسی کا ایک کمرہ خوشی اور امید کی جگہ بن گیا۔  Thank you Dr Banting and Dr Best! ارشد ملک کی وال سے Medical Miracle By Dr. Banting and Dr. Best in 1922. Diabetic keto...

Vitamin E Benefits For Skin, Hair And Nails. Pashto Health Info

Vitamin E Benefits For Skin, Hair And Nails. Pashto Health Info. Use Of Vitamin E Capsule. پوستکي او وېښتانو ته ویټامين  E  کپسول څه ګټې لري؟ اوسمهال ډېری م ښځينه او نارينه د پوستکي او وېښتانو اړوند په ګڼ شمېر بېلابېلو ستونزو لکه؛ د پوستکي وختي زړېدنه، تور داغونه او د ويښتانو له تويېدو څخه کړیږي. ويټامين  E،  د سر او پوستکي اړوند په ټولو موادو لکه شامپو، تېل، کريم…او نورو کې شته او همدا ويټامين مفيد مغذي مواد او “انټي اوکسيډنټس” لرونکي دي، چې د پوستکي په لا ښايسته او ځليدو کې درسره مرسته کوي. زياتره خلک د ويټامين E د کپسول سره بلد دي، مګر د دې لپاره چې په خاص ډول ترې ګټه واخلي او له هغې څخه د ښې پايلې ترلاسه کړي او یا یې منظم وکاروي، بلد نه دي.  نن درته د ويټامين  E  د کپسول حيرانونکې ګټې درښیم. لومړی: ويټامين E کپسول په ډېره اندازه “انټي اوکسيډنټ” مواد لري چې د پوستکي لپاره ډېرې ګټې او همدا شان پوستکي د لمر له وړانګو څخه ساتي. نوموړي کپسول د  alpha-tocopherol  مواد لري چې همدا مواد ډېر قوي انټي اوکسيډنټس دي چې زموږ د مخ لپاره ډېر مهم دي. دوه...

How To Quit Naswar? How To Quit Cigarette In Ramadan 2022? How To Quit Smoking

How To Quit Naswar? How To Quit Cigarette In Ramadan 2022? How To Quit Smoking  Ramdan 2022 And How To Quit Smoking?  سګريټ، چېلم او نسوار غاښونه او معده خرابوي او وړ وړ سرطانونه منځ ته راوړي. د وجود رګونه خرابولای شي او د زړه حمله او د ماغي سکته منځ ته را وړلای شي. روژه مبارکه تر بل هر وخت د پورته عملونو د پرېښودلو لپاره يوه ښه موقع ده How To Quit Naswar? How To Quit Cigarette In Ramadan 2022? How To Quit Smoking

Gallstone. Stone In Liver Explained In Pashto by Dr. Deedar Yousafzai.

 Gallstone. Stone In Liver Explained In Pashto by Dr. Deedar Yousafzai. #_د_تريخي_کاڼي تريخے د انسان ښۍ طرف ته د اخري پختو نه لاندې د يوې نسکورې ناشپاتۍ پۀ شان د ډنډر نه ځانګي - د تريخي کار دا وي - چې اينه liver کومه مایع خارجوي - هغه پۀ تريخي کښې جمع کيږي - او بيا د خوراک د هضمولو له پاره ترې لږه لږه د کولمو اولې برخې ته ليږي - کله چې اينه ډېر کوليسټرول خارجوي يا د وينې يوه ماده‌ بليروبين زيات خارجوي - نو تريخي ته راتلونکي دغه مايع نوره هم ټينګه شي - او د وړو شږو يا د ګټو شکل اختيار کړي - د خپل روټين خوراک پاتې کول ، يو دم ډېر وزن کمول ، پۀ خوارک کښې فائبر کمول يا د وزن زياتوالے د دې کاڼو د جوړېدو سبب کېدې شي -  د ځينو خلکو تريخے د کاڼو ډک وي - خو درد نه کوي او څۀ تکليف ترې نۀ وي - او ځينې وخت يوه ګيټۍ هم انسان د ډېر تکليف سره مخ کړي - د هغې وجه د کاڼي ځائے دے - تر څو چې ګټۍ پۀ دې ډنډر کښې نۀ وي نخښتي - نو درد يا ،تبه يا نور تکليف نۀ محسوسيږي - ځينې وخت پۀ خلکو د وقفې وقفې سره درد ځي او راځي - دا وقفه د ګنټو نه راواخله تر مياشتو پورې هم کېدے شي - د هغې وجه هم دا وي - چې دغه ګ...

Kidney Stone. Kidney Stone Explained In Pashto.

 Kidney Stone. Kidney Stone Explained In Pashto.  By Dr. Didar Yousafzai د_ګردو_کاڼي د ګردو يا پختورګو د ګيټو متعلق اکثر د خلکو دا سوچ وي - چې ګنې زمونږ د څښلو پۀ اوبو کښې نرۍ شږه وي - هغه پۀ ګردو کښې جمع‌ شي او ګيټۍ يا کاڼي ترې جوړ شي - داسې نۀ ده - د چا د څښلو پۀ اوبو کښې کۀ نرۍ شږه وي هم نو هغه کېلشيم کاربونېټ يا سيليکېټ شي - او هغه د معدې پۀ لار نېغ پۀ نېغه پۀ ډکو متيازو کښې بهر اوځي  د ګردو کاڼي پۀ ګردو کښې جوړيږي - ګرده چې تشې متيازې جوړوي - پۀ دې کښې بلها فاضل مادې وي - چې د وجود نه ئې اوباسي - کله چې پۀ متيازو کښې د اوبو مقدار کم وي نو متيازې ټينګې شي او دغه فاضل مادې پۀ يو بل پورې ونخښلي - او بيا ورو رور دومره غټې شي چې د ګردې نري رګونه ئې نشي فلټر کولے - (عموماً پۀ ورځ کښې دولس ګلاسه اوبۀ څښل پکار وي - چې متيازې د تېزابي اثر لاندې نۀ راځي - او دغه مادې پۀ يو بل پورې نۀ نخښلي -    د ګردو کاڼي عموماً درې قسمه وي - کېشليم اکزيلېټ ، کېلشيم فاسفېټ او د يوريک اېسډ کاڼي - خو د ټولو نه زيات تقريباً ۷۰ فيصدي دا اولنے قسم وي - د کېلشيم خوراک د وجود له پاره ډېر م...

Symptoms Of Heart Attack Or Cardiac Arrest In Pashto.

 Symptoms Of Heart Attack Or Cardiac Arrest In Pashto. By Aman Shams د زړه د حملې نښې نښانې - د سينې په منځ کې سخت درد لکه سينه چې تر زور او فشار یا یوه درانه وزن لاندې وي. ډيری وخت دغه درد ژامې، اوږو، لاسونو او ګوتو ته هم خپريږي - د مخ د رنګ الوتل يا خړ کېدل لکه څوک چې و ډار شي - خولې، د زړه بدوالی، استفراق یا کانګې - د سا ډوبي یا نفس تنګي احساس - چټک، کمزوری او غير منظم نبض هر هغه وخت که تاسو ته پورته اعراض پيداشي کوښښ وکړئ چې تاسو په ځمکه کښېنئ، دېوال ته تکيه و وهئ او حرکت و نه کړئ. که امبولانس ته لاسرسی لرئ زنګ ورته و وهئ او که يې نه لرئ نو له بل چا هيله وکړئ چې په موټر کې مو تر روغتونه په بېړه ورسوي. روغتون ته پر لارې د اسپرين ۳۰۰ ملي ګرامه ګولۍ لومړی وژدويئ او بيا يي وخورئ Pashto Times Health Blogs In Pashto. What Is Heart Attack In Pashto. How Cardiac Arrest Happens. Pashto Blog Pashto Article about Heart attack.  Symptoms Of Heart Attack Or Cardiac Arrest In Pashto.

Heart Attack Explained In Pashto. What Is Heart Attack, Cardiac Arrest

 Heart Attack Explained In Pashto. What Is Heart Attack, Cardiac Arrest By Dr. Aman Shams د زړه حمله د زړه حمله هغه وخت منځ ته راځي کله چې د زړه هغه واړه رګونه چې پخپله زړه (د زړه عضلاتو) ته وينه او اکسېجن رسوي، يودم بند شي. کله چې دا پېښه وشي نو د زړه هغه برخه يا ساحه چې معمولاً به نوموړي بند شوي رګ وينه ور رسوله زيانمنه کيږي او يا که پخپل وخت رګ خلاص نشي مړه کيږي د زړه حمله اصلاً د زړه د رګونو يا شريانونو ناروغي ده. پدې ناروغۍ کې د زړه په رګونو غوړ څاڅکې کښېني چې د وخت په تېريدو د رګ په منځ کې غوړينه طبقه منځ ته راوړي. دغه طبقه يا طبقې په ډيره اسانۍ سره ماتېدی شي. د رګ د دغې طبقې له ماتېدلو وروسته په مات ځای د ويني غوټه يا لخته جوړيږي چې هغه د رګ د يودم بندېدو او د زړه د حملې باعث ګرزي Pashto Times Health Blog About Cardiac Arrest, Sudden Cardiac Arrest or Heart Attack Explained In Pashto. Pashto Health Article About Heart Attach. Heart Attack Explained In Pashto. What Is Heart Attack, Cardiac Arrest

Fears Of Omicron Weaken Immunity. Pashto Health Tips

 Fears Of Omicron Weaken Immunity. Pashto Health Tips.  Be Strong To Coup Omicron Variant Of Corona Virus 2022. تشويش او ډار د بدن دفاعي سيستم کمزوری کوي، چي دفاعي سيستم مو کمزوی شو نو شونې ده چې آن يو عادي زوکام مو هم بلې نړۍ ته ولېږي که کرونا يا بلې هرې ناروغۍ ونيولاست تر درملو او ډاکټر دمخه خپل مورال لوړ ساتلو او آرامښت ته ډېره پاملرنه وکړئ، زښته ګټه کوي - آمده ره ردی نيست Dr. Shams Aman.

Stockholm Syndrome, An Emotional Response. Explained In Pashto.

  Stockholm Syndrome, An Emotional Response. Explained In Pashto. What Is Stockholm Syndrome? Explained In Pashto. سټاکهولم سنډروم  يوه نفساني ناروغي ده چې پرې اخته شوی انسان له خپل دښمن سره يا له هغه چا سره چې ده ته يې بد رسولي وي، تعاطف ښيي، د خپل ځان په ضد همکاري ورسره کوي، ښکاره مثال يې تښتول شوی انسان دی، کله چې په دې ناروغۍ اخته شي، نو د خپل تښتوونکي په لاس يې د ده تښتول، ځورول، او د مرګ تر حالته رسول هېريږي، او په خپل تښتوونکي باندې د هغه د يوه ښه کردار له امله ميينيږي، مثلا نسبتا ښه رويه، نه وهل، له خطره ساتل، يا تښتول شوي ته د خپل کار داسې دليل او توجيه وړاندې کول، چې هغه پرې قانع شي، او له کبله يې بيا له خپل تښتوونکي سره تعاطف ښيي، بلکه آن دفاع ته يې را دانګي ستاسې په فکر : دا ناروغي يواځې افرادو ته پيدا کېدی شي، او که د ولس يوه کتله هم په دې ناروغۍ اخته کېدی شي؟ By Siraj Ul Haq Hashim. Pashto Times Tags. Stockholm Syndrome, An Emotional Response. Explained In Pashto. What Is Stockholm Syndrome? Explained In Pashto. Psychology In Pashto. Pashto Article about Psycholo...

Teen Acne. Causes, Symptoms, Prevention and Treatment explained In Pashto

 Teen Acne. Causes, Symptoms, Prevention and Treatment explained In Pashto. د ځوانۍ دانې يا ځوانکۍ ډيری خلکو خو په ځانګړي توګه نوي ځوانانو ته پيدا کيږي. د ځوانۍ دانې د بلوغ په وخت کې د هارمونونو له تغير او تبديل سره تړاو لري. کېدی شي خفيف، متوسط او شديد حالت ولري. د خفيف او تر يو کمه حده د متوسط حالت په صورت کې خلک کولای شي له لاندې درملو کار واخلي. دغه درمل چې د کريم او جِل په شکل پيدا کيږي په ډيری هيوادونو کې د ډاکټر نسخې ته اړتيا نلري. که د ځوانۍ دانې مو متوسط او يا شديد حالت ولري له ډاکټر سره مشوره وکړئ ځکه امکان لري تاسو نسبتاً زورور دارو درمل ته اړتيا ولرئ. بِنزايل پراوکسايډ  Benzyl peroxide اډاپَلين   0.1 % Adapalene  (حامله ښځي بايد دغه درمل استعمال نه کړي) By. Dr. Aman Shams Teen Acne. Causes, Symptoms, Prevention and Treatment explained In Pashto . Teen Acne , Zwanakay, Da Zwanai Dani. Health and skin Care In Pashto. Pashto health Care. New Pashto skin care blogs.

Weight loosing Habits Explained In Pashto by Dr. Dedar Yousafzai

 Weight Loss Explained In Pashto By Dr. Didar Yousafzai #_ډائيټنګ_مۀ_کوئ_خو ډېر ملګري اکثر د وزن د زياتوالي ښکار وي - پۀ کراچۍ کښې خصوصاً دا مسئله د غېر معياري اوبو سره تړلې ده - دلته اوبۀ ډېر نقصان رسوونکي کېميکل او جراثيم لري - چې پکښې کلورين ، فلورائيډ او تانبه مهم دي - چې وجود ته ډېر ضرر رسوي - پکار ده چې د څښو اوبۀ د استعمال نه مخکښې تر شپږو ګنټو پورې نمر ته کېښودے شي - نمر ترې جراثيم اووژني - د خوټکولو سره ترې هم جراثيم ختميږي - خو تانبه او کلورين بيا هم لري - د دې سره پۀ هوا کښې دوړه ، غېر متوازن خوراک او د ورزش نشتوالے دغه مسئله نوره هم خطرناکه کړي - اکثر خلک وائي ډائيټنګ کووم - او وزن مې نۀ کميږي - د ډائيټنګ هېڅ ضرورت نشته - پۀ مړه خېټه ډوډۍ خورئ - خو دا خيال ساتئ - چې د ساده شوګر د خوراک نه اجتناب اوکړئ - د تورو يا سرو غنمو ډوډۍ خورئ - سپين وړه زهر دي - خړې يا زيړې وريژي استعمالوئ - چې پټ ترې نۀ وي لر شوے - سپينې ورېژې ښې نۀ دي - کۀ ناروغي نۀ لرئ نو هر قسمه فروټ خورئ - خو کېلا به پخه او زيړه نۀ خورئ - د ډالډا غوړو پۀ ځائے د پخلي تېل استعمالوئ - د چينۍ او مالګې استعمال د ک...

Allergic Rhinitis Causes, Effects and Treatment Explained In Pashto

Allergic Rhinitis Causes, Effects and Treatment Explained In Pashto  الرجېک رېنايټِس چې په عامه اصطلاح خلګ الرژي ورته وايي يوه ډيره عامه ناروغي ده. تقريباً په هرو پنځو يا شپږو کسانو کې يو کس ته پيدا کيږي. پدغه ناروغي کې د پوزي د ننه برخه د ګل له ګردې (د ګل د منځ ژيړبخونه ماده)، دوړو او ګرد، يا د ځني حيواناتو له پو ستکې چې وړې وړې زري د پخي پشان را جلا کيږي حساسيت لري او د پوزي په د ننه برخه کې د پاړسوب باعث ګرزي. دغه پاړسوب د زکام په شکل اعراض يعني پرنچل، د پوزي خارش او بنديدل منځ ته راوړي درملنه - د امکان تر حده له هغو شيانو څخه ځانونه و ساتئ چې تاسو ته دغه اعراض پيدا کوي - د نهايي رقيق مالګوبي (0.9%) سوڼ کولو پواسطه د پوزي د ننه برخې مېنځل - خلګ کولای شي Cetirizine او يا Loratadine درملو څخه استفاده وکړي. دغه درمل په ډيری هيوادونو کې د ډاکټر نسخې ته اړتيا نلري که مو اعراض له پورته درملنې سره ښه نه شول نو کورته نېږدې له يو ډاکټر سره مشوره وکړئ

How To Treat And Control Hair Fall. Medicine. Pashto

 How To Treat And Control Hair Fall in Pashto. Hair Fall Solution and Medicines. Pashto Article د وېښتانو توېدل د ورځې له ۵۰ څخه تر سلو وېښتانو توېدل نورمال دي. د وېښتانو توېدل ډيری وخت د کوم خاص طبي حالت پواسطه منځ ته نه راځي. هغه د وېښتانو توېدل چې د ناروغيو په واسطه منځ ته راځي موقتي وي. کله چې طبي حالت له منځه ولاړ شي وېښتان بېرته را شنه کيږي. پدغه لاندې حالتونو کې کېدی شي د ناروغانو وېښتان د لنډ وخت لپاره توی شي او کله چې دغه حالت له منځه ولاړ شي د وېښتانو توېدل دريږي او وېښتان بېرته راشنه کيږي - د وجود د سختې ناروغۍ په صورت کښي - ذهنې فشار، اندېښنه او تشويش - د سرطان د درملني په وخت کې - د وزن د لاسه ورکولو په وخت کې - په بدن کې د اوسپنې د کمبود په صورت کې ډيری وخت د وېښتانو توېدل درملني ته اړتيا نلري ځکه اکثره يې يا خو د زړيدلو د پروسې نورمال برخه وي اويا موقتي وي او پخپله ښه کيږي د وېښتانو د توېدلو د مخنېوي يوه درملنه هم سل په سل کې مؤثره نه ده خو دغه دوه لاندې درمل تر يو حده د نارينه او ښځېنه پکوالي يا ګنجيتوب په حالت کاريږي Medicines For Hair Fall Treatment نارېنه Finaste...

What Is Autism. Explained In Pashto

 What Is Autism. Explained In Pashto. Pashto Health Blog اوټېزم Autism دغه عصبي او دماغي حالت يا ناروغي له ماشوموالي په انسانانو کې پيداکيږي او لاندې اعراض لري - دغو کسانو ته له نورو انسانانو سره تماس او خبري کول يو ډير زيات ګران کار وي - په ډير زحمت سره د نورو انسانانو په افکارو او احساساتو پوهيږي - لوړ او الويزانده ژغونه او بې حده ډيره رڼا ورباندي بده لګيږي - په نابلده چاپيريال او ټولنيزو پروګرامونو کې وارخطا کيږي او هغوۍ ته تګ ورباندي بد لګيږي  - په خبره او نوي معلومات پوهيدل د نورو انسانانو په پرتله ورڅخه ډير وخت غواړي - ځني خاص او ځانګړي فکرونه او عملونه بيا بيا تکراراً او هر وخت کوي د دغه حالت يا ناروغي تشخيص د عقلي او عصبي ناروغيو متخصص ډاکټران کوي By. Dr. Aman Shams

Epilepsy. Cause, Effects and Treatment Explained Pashto. Health

 Epilepsy. Cause, Effects and Treatment Explained Pashto. Health د انسان د بدن کنترول د مغزو په لاس کې ده. د بدن د حرکاتو په شمول ټول معلومات په مغزو کې له يو ځای څخه بل ځای ته د برق د جريان په شکل وړل کيږي. په نورمال حالت کې د برېښنا پدغه جريان کې د بې نظمۍ لپاره هېڅ ګنجايش نشته. خو هر هغه وخت چې په مغزو کې ناڅاپه غير نورمال برقي جريان توليد شي په انسان د ميرګيانو حمله راځي. کله چې دغه حملې دوامداره شي نو ډاکټران له يو لړ معائيناتو وروسته د ميرګي (صرع) د ناروغۍ تشخيص کوي. ميرګي د انسان د بدن د نورو ناروغيو په څير د تداوۍ وړ يوه عامه ناروغي ده. د دغه ناروغۍ علاج عموماً د عصبي ناروغيو متخصص ډاکټران چې نيورولوجېسټ  Neurologist  نوميږي کوي Pashto Times. Health Articles In Pashto. What Is Epilepsy? Mergi Maraz. Pashto health Info about Epilepsy. Mergi bemari. Epilepsy. Cause, Effects and Treatment Explained Pashto. Health

sciatica Nerve Pain. Reasons, Treatment. Explained In Pashto

 What Is sciatica Nerve?   How To Treat Sciatica Nerve Pain? Pashto عرق النساء د یو ډېر کړوونکی درد دی چې د لګن له هډوکی پیل او د یو ورون تر وروستۍ برخې پورې امتداد لري او ډېر کم په دواړو ورنونو کې هم پیښیږي. د درد منځنی د ملا د تیر له لاندینۍ برخې څخه سرچینه اخلي او د پښې تر ګوتي پورې سرایت کوي، چې دې ته عرق النساء  sciatica Nerve  ویل کېږي Symptoms Of Sciatica Nervd. Pashto Info نښې_نښانې د ناروغ یوه پښه سر تر پایه ډېر سخت درد کوي، ناروغ ترې ګرځېدای نه سي او په خېټه ځان څکوي، درد دومره سخت وي، چې ناروغ ترې چغې وهي او کله کله چې په پښو حرکت کږي په یوې پښې زور نه سي کولی او ګوډ ګوډ ځي له ډېر درد څخه پرې ځینې کسان داغونه لګوي او پر پښو یې د اور سکروټې ږدي، چې له دې ناقصي درملنې سره ډېر کسان په دیمي ګوډوالي باندي اوړي Causes of Sciatica Nerve Pain. Pashto Info اسباب د درد په پښه کې د څه تومور سته والی، چې د هغې په ذریعه کوم عصب اغېزمن کېږي، د ملا د تېر په مهرو کې څه خرابۍ، ډېره موده تنګې جامې اغوستل او په لمده ځمکه ناسته، په روماتېرم، نقرص او داسې نورو ناروغیو ډېر...

Weight Loosing Chinese Injections Approved By FDA. Urdu and Pashto Info

Semaglutide Injections ( Ozempic)  Explained In Urdu & Pashto. FDA, US Food And Drug Administration Approved Weight Management Injections Semaglutide (Wegovy)   as Safe and Effective for loosing Weight. Semaglutide  Available As Named Ozempic Injections In Indian and Pakistani Markets. Price Of Ozempic Injections Package In India and Pakistan is about 100 To 130 USD. وزن کم کرنے کے انجکشنز  Semaglutide  خوراک ، غذا اور دوا کے متعلق امریکی ادارے نے مذکورہ چینی  دوا  ( انجکشن) سیما گلوٹائیڈ کی باقاعدہ منظور دی ہے اور اسکا استعمال موثر اور محفوظ قرار دیا ہے یہ دوا موٹاپے کے شکار ان افراد کو دی جاتی ہے جو شوگر ، بلند فشار خون ( ہائی بلڈ پریشر) اور ہائی کولیسٹرول کے شکار ہو   د وزن د کمولو ستني د چاغۍ د کنترول او وزن کمولو نوی درمل سِماګلوټايډ Semaglutide  د امریکا د خوړو او درملو د خوندیتوب ادارې لخوا تائيد شو. دغه درمل هغو خلګو ته چې له چاغۍ سره سره د ويني لوړ فشار يا د شکرې ناروغي او يا هم د ويني لوړ کولسترول ولري ورکول کيږي مؤثر او مح...

Children Urinating at Nights. Nocturnal Enuresis Explained In Pashto

 What  Nocturnal Enuresis?  Pashto Health Article. Children Urinating at Nights. Nocturnal Enuresis Explained In Pashto   Dr. Didar Yousafzai. ماشومان_شپه_او_متيازې د پنځه کالو نه پس چې کوم ماشومان پۀ کټ کښې متيازې کوي - نو زياتره پکښې د مثانې پۀ کنټرول کولو د نورو ماشومانو نه زیات وخت اخلي - څۀ ماشومان د ماسخوتن چائے يا اوبۀ ډېرې څښي - بله وجه ئې موروثي هم کېدے شي - نن سبا اکثر ماشومان د موبائيل پۀ ګېمونو کښې بوخت وي او يا خراټې وهي - نو د خوب معمول ئې ګډ وډ وي او چې کله اوده شي - نو د ځانه ناخبره ډېر پۀ ژور خوب اودۀ کيږي - پۀ ځينې ماشومانو چې د کور له طرفه نفسياتي يا ذهني دباو وي - نو دا ئې هم يوه مهمه وجه وي - د ګردو يا مثانې زخم او د شوګر مرض هم د دې سبب جورېدے شي -  دا برني چې څومره هم وجوهات دي - پۀ هغې حساب د دې مخ نيوے يا علاج کول غواړي - د اودۀ کېدو نه لس منټه مخکښې دې تشې متيازي کول خپل عادت جوړ کړي - د خوب پۀ کمره کښې هېڅ قسمه اليکټرانک سامان يا کتابونه وغېره ورته پرېښودل نۀ دي پکار - کۀ ماشوم پۀ کټ کښې متيازې وکړي - نو د هغې تشهير نۀ دے پکار او ...