Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Shinwari

Shinawari Pukhtana. Shinwari Pashtun Tribes. Who Are Shinwari Pashtuns?

 Shinawari Pukhtana. Shinwari Pashtun Tribes. Who Are Shinwari Pashtuns? Who Are Shinwari Pashtuns? شينواري By Khadim Shinwari شينواري د پښتنو يوه مشهوره قبيله ده چې د سړبن په ټولنيز گروپ پورې اړه لري او د سپين غره په شمالي لمنو او د ننگرهار په جنوب ختيځ کې مېشته دي. د دوی يوه برخه په لواړگی، څو کورنۍ يې دکوهاټ په ځنگلونو کې، د کونړ په سره کمر، د پروان ولايت په غوربند او کشمير کې هم استوگنه لري Shinwari Tribes In Pashto History Book " Pukhtana Da Tarikh Pa Ranra Ki " ((پښتانه د تاريخ په رڼا کې)) د شينوارو په اړه ليکي دي؛ (( لکه چې د شجرې څخه معلومېږي کاسيان په يوولسو څانگو وېشل شوې دي چې د شينوارو قبيله هم په دوی کې شامله ده. لکه چې د پټې خزانې د روايت نه معلوميږي د خرشبون په اولاده کې د کند او ځمند اولاده د غوړی مرغی نه د غزني، کابل او پېښور د وادي له لور مهاجرت پيل کړ، نو په دغه وخت کې کاسيان بېرته د سليمان غره ته لاړل او هلته مېشته شول. البته د کاسيانو يوې قبيلې (شينواری) د خاښي خېلو سره مهاجرت وکړ او دخيبر په شمال او جنوبي غرونو کې مېشته شول. (پښتانه د تاريخ په رڼا کې ١٣٢

Lyrics of Raza che yawa jora ko jongara pa zangal ki

Hamza Baba Kalam. Raza Che Yawa Jora Ko, Jongara Pa Zangal Ki. 1944 Raza Che Yawa Jora Ko Jongara Pa Zangal Ki lyrics حمزه بابا  1944 راځه چې يوه جوړه کړو جونګڼه په ځنګل کې راځه چې د وصال جوړه دنيا کړو په دنيا کې  د ګل په خاموشئ او د بلبلو په نوا کې پيدا چه د خندا نورافشانی کړو په ژړا کې تر هغه ګورو يو بل ته چه ورک شو په يو بل کې راځه چه يوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې ډيوه د مشغولا شي زمونږ بله چه ماښام شی ماښام د ليلی لاس کې دشفق د ميو جام شی بد ځان يه شی له پامه چه د ستورو په مونږ پام شی دمئينو پټ پټاني وي د سترګو په ځنبل کې راځه چه يوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې منت د پاره پيغلې پلوشې که د لمبر راشی جولئ که غوړولئ راته ګل په بستر راشی هر څو که پریشاني په لاس نسيم د سحر راشی ستا سر د وی زما او زما سر ستا په څنګل کې راځه چه يوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې چه جوړ کړو د سپوږمئ دپلوشو ځنې ټالونه جوټې چه نرمې نرمې راله راکړی نکهتونه اغوستې مو د ګل د رنګينئ وی څادرونه .تر هغه وخته زانګو چه وخت ورک شی په ځنګل کې راځه چه يوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې جزبې چه د پريشانه غوندې مينې کړو راجمع دو