Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Shah Nawaz Baqir Pashto Poetry

Shah Nawaz Baqir New Pashto Poetry For New Year 2022. Pukhto Ghazal

 Shah Nawaz Baqir New Pashto Poetry For New Year 2022. Pukhto Ghazal تازه په تازه ـــــــــــــــ سـوله غوښتونکـي خلک مـړ اور ته لمنـه وهي څوک چې له ونې تبر جوړ کړي، بيا پرې ونه وهي پښتنـو ستاسـو په ســرونو تجارت روان دى چې مشـران مو شمــلې سـر ته له کفنه وهي  له ډېره درده زه څادر په خوله کې کلک ونېسم يوه جينۍ په زنه خال ځانته په ستنه وهي خدايه! تېره نه جنت جوړ کړې، پکې وچ کاندې بنګ چې د چېلم نه پښتون کش جګ کړي مېرمنه وهي مونــږ د تاريـخ پـه بلا تــل رواياتــونه وژنــوو د خپل نيـکه په امسا بيا يو څوک بړاستنـه وهي ستا د بيلتون په اذيت ولې څوک نه دې قايل؟ په تا پســې سـر او تندى باقــر تـر ننــه وهي #باقر