Hairfall Explained In Pashto. Reasons And Treatment Of Hair Fall. Pashto Info By Dr. Aman Shams. د وېښتانو توېدل د ورځې له پنځوسو څخه تر سلو وېښتانو توېدل نورمال دي. د وېښتانو توېدل ډيری وخت د کوم خاص طبي حالت پواسطه منځ ته نه راځي. هغه د وېښتانو توېدل چې د ناروغيو په واسطه منځ ته راځي موقتي وي. کله چې طبي حالت له منځه ولاړ شي وېښتان بېرته را شنه کيږي. پدغه لاندې حالتونو کې کېدی شي د ناروغانو وېښتان د لنډ وخت لپاره توی شي او کله چې دغه حالت له منځه ولاړ شي د وېښتانو توېدل دريږي او وېښتان بېرته راشنه کيږي. - د وجود د سختې ناروغۍ په صورت کې - ذهنې فشار، اندېښنه او تشويش - د سرطان د درملني په وخت کې - د وزن د لاسه ورکولو په وخت کې - په بدن کې د اوسپنې د کمبود په صورت کې ډيری وخت د وېښتانو توېدل درملني ته اړتيا نلري ځکه اکثره يې يا خو د زړيدلو د پروسې نورمال برخه وي اويا موقتي وي او پخپله ښه کيږي. د توېدلو د مخنېوي يوه درملنه هم سل په سل کې مؤثره نه ده خو دغه دوه لاندې درمل تر يو حده ډير کاريږي. نارېنه: Finasteride, Minoxidil ښځېنه Minoxidil (ښځې بايد له Finast...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.