Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Khaza

Khazay, Khaza, Woman By Ghani Khan Baba. Pashto Nazam Cha La Sharab

Khazay, Khaza, Woman By Ghani Khan Baba. Pashto Nazam Cha La Sharab Warki, Cha La Sri Wenay #ښځي چا له شراب ورکړی، چا له سری وینی د جام چا له خربانو د پارہ، چا له ګل اندام سوك په ادیله باندی پَری د ماچین واخلی سوك په چواړی پسی دنیا کاندی تمام چا له ښه سربه، خوږہ، بوجی، لکه د ګوړی  چا له یخه پخه شیخ ړوکی د اوبو مړی چا له د لولکۍ په شان چُسته او رنګینه چا له د ګونګټی په شان تورہ او مهینه چا له قتقتی کوکاری کړوکه زَړہ چرګه چا له غونډہ مونډہ مسته تکه سپینہ ګرګه چا له داسی ستغه لکه اوچه بکیاڼه چا له ډوبه مسته لکه نوی دوک بیاڼه چا کرہ صابرہ کور ودانه درنه میښه چا کرہ سیمه کوترے په ھر چا چی شوہ پیښه چا کرہ چلی، د چلی لور، بدہ، مکارہ چا کرہ کمترہ چی ھم ښځه وی ھم یارہ چا له زَړہ خرہ بی خوندہ بی نورہ پواړہ چا ته لکه سروہ د خندا ډکه ولاړہ چا له ښه ترسکونه چا له ښه خوږہ حلوا  یو له د نیمبو آچار او بل له مربه یو له خمبیرہ ډوډی، پړسمنه پسته نرمہ بل له د مسورو پیتی، ګرمه ګرمه ګرمه ورکړہ د قسمت دی، چا له ډیرہ چا له کمه خدائی دی ھغه درکړی، چی وی ستا په شونډو سمه (حیدر آباد جیل) مظہر شیر Khazay, Khaza,