Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Qamatona Qiyamatona

Sahib Shah Sabir Pashto Poetry Ghazal. Hagha Masti Hagha Ghorzang Na Kawe.

 Sahib Shah Sabir Pashto Poetry Ghazal. Hagha Masti Hagha Ghorzang Na Kawe. هغه مستی، هغه غورځنــګــــ نۀ کـــوی سترګې دې اوس دَ مینې جنګ نۀ کوی دَ پېغلتوب دَ مستۍ خېـــر خو دی وی بنګړی دې شور نۀ کوی، شړنګ نۀ کوی زمونږ دَ ښار ښاپېــــرۍ اوښې پیــــری زمونږ دَ غــــــرۀ غاړې لونـګـــــ نۀ کوی هغه هم ستـــا دَ بڼــــــــو وبږنېـــــــږی چې دَ سنګزنو تُــــورو څنـــــګ نۀ کوی مونږ پۀ دې لاره بلها وینې تــــوې کړې خو هسې نۀ رڼېـــــږی، رنــګــــ نۀ کوی دَ محبت پۀ سینــــد وینځـــــلی زړونه پۀ خیرو نۀ خړېــــږی، زنــګـــــ نۀ کوی صابــــــر دَ مینې دَ نــشــې اموختـــــه پۀ صابر بنګــــ نۀ لګی، بنــګـــــ نۀ کوی ګران صابر صاحب #صابرہ Sahib Shah Sabir Pashto Poetry Ghazal. Hagha Masti Hagha Ghorzang Na Kawe. Sahib Shah Sabir Pashto Lines. Pashto Ghazal By Sahib Shah Sabir. Pashto Times Pashto Sms Poetry 2022 and 2023. 

Sahib Shah Sabir Pashto Poetry Lines. New 2022 And 2023

 Sahib Shah Sabir Pashto Poetry Lines. New 2022 And 2023 د پرهرونو ژبې ګونګې ښه دي  د سترګو توري چې خبرې کوي د خلکو يره يې په سترګو کې وي  چاپېره ګوري چې خبرې کوي  د چنار سيوري له هيبته رپي  د بڼو سيوري چې خبرې کوي  د انتظار مزه په هغه شپه وي  شوګير او ستوري چې خبرې کوي صاحب شاه صابر Sahib Shah Sabir Pashto Poetry Lines. New 2022 And 2023. Pukhto Shayeri. Pukhto Lines. Sahib Shah Sabir Pashto Ghazal. Qamatona Qeyamatuna. Pashto Times Pashto Blogs. "Pashto Sherona 2022. New Pashto Sherona, Pukhto Sherona. New 2022 Pashto Sherona. Sherona Aw Ghazalay.  Pashto Sherona Aw Ghazals New 2022.

Sahib Shah Sabir Pukhto Ghazal. Qamatona Qiamatona Book.

 Sahib Shah Sabir Pukhto Ghazal. Qamatona Qiamatona Book. راځي د ځان سره رڼا راولي سپرلی‌ قسم کړی چې تا راولي دا چې په کلي نفرت خوروي دا خلق کلي ته بلا راولي ما د ارمان په خوله باور کړی و ما وی چې تا به رښتيا راولي زما نه غم د محبت هېروي زما خوږمن ما له خندا راولي زما د زړۀ د پرهر څړيکه، څړیکه تا يادوي ما له ژړا راولي مونږ چې ډېوه د محبت بلوو وخت مهربانه شي هوا راولي څوک به ستا نوم د چا څنګ پټوي؟ څوک به سپوږمۍ کور ته په غلا راولي سپرلی، ځواني او لېوني خيالونه  ياد يې د ځان سره دنيا راولي دا د شعور په شرعه مخکښې تلي دا قافلې به څوک په شا راولي ستا د بڼو د بڼ الوتې مرغۍ  ما د بڼو سيوري له بيا راولي دومره څۀ يو بل خو به وپېژنو سپرلی به دومره څه رڼا راولي څنګ د واعظ خبره ومنه  دنيا به څنګه څوک په شا راولي نور دې څوک نۀ ژاړې چې نه ژاړمه دلته چې څوک ژاړي، ژړا راولي د چا خاطر وي د چا غم صابره تا مېکدې ته خامخا راولي ____ صاحب شاه صّابر قامتونه قيامتونه  ۳۱۳،۳۱۴/313,314 Sahib Shah Sabir Pukhto Ghazal. Qamatona Qiamatona Book. Poet. Sahib Shah Sabir Saib Genre. Pashto Ghazal. Pukhto Ghazal Book