Philosophy Of Khushal Khan Khattak Baba and Pashtuns. Aimal Gadoon خوشال خان او پښتانه زه د کلونو نه د ستر سالار افکار او د پښتنو د وجود جوړولو خبره بيا بيا تکراروم چې خوشال خان څنګه د پښتون قوم د وجود بڼسټګر دې. نو مهمه داده چې اول پدې ځان پوهه کړو چې يوو قام څنګه جوړيږي؟؟ قام يوازې په ژبه جغرافيه نه جوړيږي څنګه چې يوو انسان پېدا شي بيا هغه انساني خويونه زده کړي بيا يوو ژبه ناسته پاسته هنر زده کړي هغه انسان وي خو د خپل ذهني ساحت هنر او ژبې په اساس هغه د يوو قوم حصه جوړه شي د هغه تربيه اول د انسان بيا د يوو قام وي د قام يوو خپل کلتور ژبه ذهنيت جغرافيه او خپلمنځي ټولنيز فکر وي يوو قام هېڅکله څوک په ښه او بد عادت د قوميت د دايرې نه نشي اېستې نه يوو قام څوک غلامولې شي مخکوم کولې ضرور شي. خوشال بابا نه مخکې پښتون قوم وجود نه درلود يوو څه خلک ضرور وو اوس هم شتې چې يوو ژبه يې وئيله يا يې زده کړې وا. پدغه خلکو خوشال خان ډيرې وسې وکړې چې ننګ وکړئ پاڅئ خو جنګونه هم اوشو خو قام پورته نه شو. دغه ستر انسان دومره زيرک او عالم وو چې د د قلم په زور د يوو قوم د وجود جوړولو تابيا وکړا لکه يوو قام ...