Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Epi Faqir

Faqir Epi, Freedom Fighter and Pashtun Hero

 Faqir Epi, Freedom Fighter and Pashtun Hero ایپي فقیر، د ازادۍ د لاري مبارز عبدالباري جهاني ایپي فقیر( میرزا علي خان) په یوه حساب په ۱۸۹۷ میلادي او په بل حساب په ۱۹۰۱ میلادي کال کي په شمالي وزیریستان کي، د توچي درې د ایپي په کلي کي، په یوه روحاني او متدینه کورنۍ کي دنیا ته راغلی دی. دوولس کلن وو چي پلار یې ارسلا خان وفات سو. په حکومتي او مذهبي ښوونځیو کي تر لومړنیو زده کړو وروسته يې ډېر ژر د انګرېزي استعمار پر ضد تبلیغاتي مبارزه پیل کړه او د عمر له پوخوالي نه مخکي حج ته ولاړ؛ له دغه امله د سیمي خلکو د عمر ترپایه حاجی صاحب باله. ایپي فقیر، په سیمه کي، یو له هغو استثنایی مبارزینو څخه دی چي د ژوند تر پایه پوري د انګرېزي استعمار، او د پاکستان له جوړېدلو څخه وروسته، د هغوی د لاس کښېنولي حکومت، سره مخالف پاته سو او یو له هغو د ګوتو په شمېر مجاهدینو څخه دی چي د ژوند تر پایه پوري یې له هیڅ قدرت سره داسي سودا ونه کړه  چي د ده خپلواکی ته لږ ترلږه زیان ورسوي ایپي فقیر د ډېري ځوانۍ څخه په دې پوهېدی چي د انګرېزانو پر ضد یوازي تبلیغات کافي نه دي او یوازي په دغه وسیله انګرېزان له خپلي سیمي او د ټول