Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Spinoza

Spinoza. Who Was Philosopher Spinoza? Pashto Info By Waqas Esapzai.

Spinoza. Who Was Philosopher Spinoza? Pashto Info By Waqas Esapzai.  Spinoza Explained In Pashto.  «سپینوزا» ................................ اسپینوزا (Spinoza)، (۱۶۳۲- ۱۶۷۷) یو هالنډی فیلسوف ؤ چې د دیکارت د ځوانۍ معاصر ؤ. د هغه پلار یو یهودي تاجر ؤ چې هالنډ ته په مهاجرت راغلئ ؤ. د رزق پیدا کولو دپاره هغه عدسي پالش کولي او خپل فارع وخت کښې به د فلسفې نړۍ ته دننه کیدو او د داسې سختو سوالونو ځوابونو د پیدا کیدو په هڅه به ؤ. د هغه مهم فلسفي کتاب «ایتیکا» یا «اصول اخلاق» دی چې د هغه د مړینې بعد چاپ شوئ دی د اسپینوزا په آند د روح (عقل) او جسم ترمنځ هیڅ جدایی نه شته. هغه وایي انسان صرف د یوې مادې څخه جوړ شوي دي. اسپینوزا د دیکارت ددي نظریې سره همغږی نه ؤ چې ګواکی روح او جسم دوه جلاء مادې یا برخې دي. د اسپینوزا دپاره دا صرف یوه ماده ده هر څه وجود لري د خدای پورې مطیع او کم کیدلئ شي. د دیکارت په نظر په ماده (matter) کښې د حرکت راوستلو علت یا وجه خدای دی خدای د روح او جسم ترمنځ د تعامل علت دی. مګر د اسپینوزا په نظر داسې د روح او جسم تعامل وجود نه لري او نه د دیکارت سره همغږی دي روح او جسم دواړه