Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Best Pashto Ghazal

Peera Baba. Pira Baba No Ta Kho Way Aw Swat Lambay Wahaly. Qaisar Afridi

Peera Baba. Pira Baba No Ta Kho Way Aw Swat Lambay Wahaly. Qaisar Afridi پیره بابا! نو تۀ خو وې ـــــ او سوات لمبې وهلې غم به په جار ـــــــ زمونږ د زړونو دروازې وهلې پیره بابا! نو دا مقام ــــــ د خاموشۍ خو نۀ وۀ چې سپینې پېغلې یې په تورې شان دُرې وهلې پیره بابا! ـــــــــ ستا کرامت هلته وودۀ ولې وۀ چې ماشومانو به ــ په ویښه ویښه شپې وهلې پیره بابا! ــــــــ نو ستا نېزه ولې وچته نۀ شوه چې راځوړندو ککریو به ــــــــــــــــ ټالې وهلې پیره بابا! ــ چې په چوکونو به دېوان ولاړ وو پیره بابا! ـ چې دوي د ویاړ ډکې نعرې وهلې؟ پیره بابا!جوړ افضل خان لالا به هېر وي له تا مرګ راروان وۀ ــــ مګر دۀ ورته خېمې وهلې پیره بابا! ــــــــــ یوه ملاله کورنۍ خو هم وه چې د ټوپک هرې ګولۍ ته یې ـ سینې وهلې پیره بابا! ـ قېصر ته هغه قیصې هم یادې دي چې به زمونږ محافظانو ــ زمونږ پښې وهلې Peera Baba. Pira Baba No Ta Kho Way Aw Swat Lambay Wahaly. Qaisar Afridi Pukhto Ghazal. Pashto New Poetry, Swat Aw Pukhto Ghazal. Swat Aw Aman, Swat Aw Jang. Pashto Pedia Pashto Times.

Salgai Salgai Akhtar. Akhtarona. Pashto Eid Poetry 2023. Pukhto Shayeri

Salgai Salgai Akhtar. Akhtarona. Pashto Eid Poetry 2023. Pukhto Shayeri سلګۍ سلګۍ اختر تیریږي دا څو کاله په سلګو کې اخترونه په اوښکو اوښکو سترګو ژړیدو کې اخترونه زخمي زخمي وطن کې بل څه نشته بې له غمه هر کال دلته راځي تورو تیارو کې اخترونه خوښي یې رانه لوټ کړه ارمانونه خاورې خاورې غلیم مو سوځولي په لمبو کې اخترونه هر چا شهید شهید کړ دا یتیم یتیم وطن مې هر څوک په کاڼو ولي دې کوڅو کې اخترونه مونږ څومره لیوني یو چې په خپلو کې جنګیږو سیزو له خپله لاسه سرو اورو کې اخترونه واړه واړه بچې د کونډې مور اوښکو ته ژاړي بابا غواړي، کالي او خندیدو کې اخترونه د پیغلو سپین لاسونه په سرو وینو باندې سره دي خاونده کال په کال راځي جګړو کې اخترونه څوک بیا زمونږ حرم د خپل ستم په کاڼو ولي چا بیا لمبه لمبه کړل نفرتو کې اخترونه ای خدایه دا وطن دی جنګ جګړو ته پیدا شوی دي وینو وینو اوښکو کنډوالو کې اخترونه خبر د اختر سږکال چا رادیو کې اعلان نه کړ د کلي امام یاد نه کړل خطبو کې اخترونه چا جوړ کړل د اختر په شپه ویرونه په هر کور کې چا وسیزل بې رحمه بمبارو کې اخترونه زړو زړو جامو او په پولئ پولئ لاسونو زمونږ ماشومان نم

Mula. Mulla By Abdur Rahim Roghani. Roghani Baba Pashto Sherona.

Mula. Mulla By Abdur Rahim Roghani. Roghani Baba Pashto Sherona. يو مُلا مو کسب د ټوپک تورې نېزې کوي  بل مُلا مو کار د دم تعويذ او اجازې کوي  بل مُلا مو مَلّا د سياست کار ته تړلې ده مونږه ئې خوارو زار کړو او مُلا صاحب مزې کوي دا فرقې فرقې رنګين اسلام راته اور شوےدے يو مُلا مو وژني بل مُلا مو جنازي کوي  ( عبدالرحيم روغانی ) #پښتانه_تباه_دي Mula. Mulla By Abdur Rahim Roghani. Roghani Baba Pashto Sherona. Yaw Mula Mo Kasab Da Topak Toray Nexe Kawi. Roghani Baba Pashto Shayeri, Pashto Two Lines Poetry. Pashto Pedia Pukhto Sherona, Pashto Info, Pashto Times

Nan Ba Shpa Zama Da Yaar Pa Koom Makan we. Hamid Baba Ghazal.

Nan Ba Shpa Zama Da Yaar Pa Koom Makan we. Hamid Baba Ghazal. "د حمید دا زنده ګي شرمنده ګي ده" ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  نن به شپه زما د يار په کوم مکان وي؟ جلوه ګر به په کوم هټ په کوم دوکان وي؟ شرمولي به يې حسن کوم ترکان وي؟ کوم دوکان به يې د خولې د درو کان وي؟ په ډيوه به يې د مخ څوک پتنګان وي؟ همخوابه به يې پاکان که ناپاکان وي؟ ولې نه چوې له دې غمه زما دله چې دې واورېده ديار د تلو بدله ** نه به وي ورسره هسې مسلمان څوک چې يې واخلي خسمانه د اب ونان څوک نه به وي ورباندې هسې مهربان څوک چې يې وبولي په ځار او په قربان څوک يا يې سيوری که په سر لاس د احسان څوک يا يې وکا د بل کار سر و سامان څوک چې له هسې غمه نه مرم،ژوندی پايم توف زما په محبت شه بې وفا يم ** ګوره ناست به وي خپه په ځينو خرو کې که به پروت وي لکه لعل په ايرو کې کوم سرود به کا له زړه سره په ورو کې د سړي مهر به غواړي په پېرو کې نه به مومي دغه نور په دا بشرو کې که به ځان لره وي ډوب په خطرو کې دا کوم شرم دی، کوم ننګ په محبت کې چې غمخور نه شوم د يار په دا غربت کې ** په قهقهه به خندېدلی وي که نه وي؟ د ز

Anjaan Sikh Pashto Poetry. Pukhto Shayeri, Pashtun Sikh Pashto Poetry.

  Anjaan Sikh Pashto Poetry. Pukhto Shayeri, Pashtun Sikh Pashto Poetry. کلـي کـــې اتـــــڼ نشــته زلــــمي نشته وران دي ګــودرونه شــــنه منګي نشته خـــړ سپـیره بادونـه خاموشي خــــپره  ډول نشـته  رباب نشـته  سُرني نشـته ژونـد مو له خــزان ســره تـمـام شولــو  ډیـــره مــــوده وشــوه پسرلــــي نشته پیغــلې هم لـونګ غـاړو کــې نه راوړي  څـڼـو کــې د ګلـو خوشـــبوئي نشــــته غوښـته د طبـعیت ده بدلـون رابه شي خـــیر که نن تـیاره ده روښــنائې نشته بـیا هـم سـتړی نــه یــمه خـوځــیــږمه خـیر که بــوډا شـوی یـم ځـواني نشته نه منــم چې تـل به وي دا شـپې تـورې څه کـه نـن تیـاره ده  روښـنائي نشــته وي بــه غـوسه خــامـخـا انســان یــمـه کـرکــه مې په ذهــن کـې بیــخي نشته وئې باسل هندوان او سیکان هم ترینه پاتې دې وطــن کـــــــې رورولـــي نشته شـپه د ډیـوالۍ کــــې رڼــا نه ښــکاري شـته دي اخــتــرونــه ویساکــي نشـته خامخــــــا انـجــانـه ګـیله من شي زړه  وطن کې زمونږ قدر اوس بیخي نشته ( انجان سينگ 💔🥀) Anjaan Sikh Pashto Poetry. Pukhto Shayeri, Pashtun Sikh Pashto Poetry. Pashto Ghazal. P

Jang. Pa Kali, Khaar Jang Day. Da Iqtidaar Jang Day. Pashto Ghazal 2022

Jang. Pa Kali, Khaar Jang Day. Da Iqtidaar Jang Day. Pashto Ghazal 2022 په کلې، ښار جنګ دى ده اقتدار جنګ دى صرف پښتون پکى مرې څه مزیدار جنګ دى کابل مى هم شهېد شو په ننګرهار جنګ دى څنګه ته امن ېادى څنګه قلار جنګ دى پکى ځوانان مو بئېلل  څومره خونخار جنګ دى مور مى وئيل مه راځه  ېه ﺯوېه ځار جنګ دى دوې خو جماعت جوړٶو  اس ېى په لار جنګ دى ده رونړو وېش شروع دى په مور او پلار جنګ دى توره، ټوپک راکوه  ستا په رخسار جنګ دى دا په ګودر چه شور دى دا په چېنار جنګ دى شاه ﺯېبه مه خوره خپل ﺯړه ده خلکو کار جنګ دى By Shahzeb Momand. Tags And Keywords. Jang. Pa Kali, Khaar Jang Day. Da Iqtidaar Jang Day. Pashto Ghazal 2022. Sanga Ta Aman Yaday, Sanga Qalar Jang Day. Best Pashto Ghazal. Pashto New Best Ghazal 2022 2023. Pashto Info, Pashto Pedia Poetry.

Lewany Shaway Day. Pashto Ghazal, Pukhto Sherona. By Shaheed Khan

Lewany Shaway Day. Pashto Ghazal, Pukhto Sherona. By Shaheed Khan. ‏عقل مقدس لېونی شوی دی څه ئې کوې؟ بس لېونی شوی دی دا سړی د زړۀ د درد شدت ته هم خاندي پۀ کړس کړس لېونی شوی دی مۀ خوږوه سر د پښتنو سره پریږده دا اولس لېونی شوی دی خلکو ته تبلیغ د محبت کوي کلي کې یو کس لېونی شوی دی دا هغه شاهد دی ورته ؤګوره ستا دتلو نه پس لېونی شوی دی Shahid Khan Tags And Keywords To Find. Lewany Shaway Day. Pashto Ghazal, Pukhto Sherona. By Shaheed Khan. Pashto Best Poetry Ghazal. Lewane, Lewanay Mosam, Lewani, Lewantoob, Ghazal, Nazam, Shayeri, Pukhto Shayeri, Pashto Info, Pashto Blogs, Pashto Pedia.

Rahman Baba Pashto Ghazal. Best Pashto Ghazal Poetry Rehman Baba.

Rahman Baba Pashto Ghazal. Best Pashto Ghazal Poetry Rehman Baba. خُدایه زړۀ د رقیب نرم په احسان کړے  ما له یاره یار له ماسره یکسان کــــــړے هغه درد چې د اشنـا د بیلتـــانــــــۀ دے  دفع ورفع ئې د وصل په درمان کـــــړے  کاروبار د عاشقئ چې ډېر مشکــــل دے  دا مشکل ځما په ما باندې اسـان کــــړے کۀ مطلب د نـور چـا نــورې مـرتبــې وي  ما ګدا په استانه د خپـل جـانـان کــــړے تۀ چې مـا منـع کـوے د یـار لـه لــــــورې  کاشکے باد د سحر منـع په بوستان کـړے  نـۀ بـه مــا منـع کــړے تــۀ لـه خپـله یـاره  نۀ به کُوز په مځکه ستوري د اسمان کړے الهــي د خپــــل خبیـــب لـــه بــرکتـــــــه  دا سـاده اِنشـا رنګیینـه د رحـمان کــــړے  《رحمان بابا》    Rahman Baba Pashto Ghazal. Best Pashto Ghazal Poetry Rehman Baba. Pashto Ghazal Of Rehman Baba. Pukhto Ghazal 2022. Pashto Pedia Pashto Times, Pashto Info Blogs. Pukhto Shayeri, Pukhto Sharona.

Lyrics Of Khaliq Ziaar Ghazal. Hum Ye Bera Da Satalay, Hum Ye Taal Day

Lyrics Of Khaliq Ziaar Ghazal. Hum Ye Bera Da Satalay, Hum Ye Taal Day. Singer Sardar Yousafzai.  Rasha Sta Lewany Oos Hum Pa Khpal Haal Day. ارواښاد ډاکټر خالق زیار هم يې بېره ده ساتلي هم يې ټال دى راشه ستا ليونى اوس هم په خپل حال دى د لوى خداى نه مې هم تاله دوران غوښتى که مې کړى په خپل ژوند کې چرته سوال دى داسې زر ترې جوړ کړي يو څه کله بل څه ته به وايې زړه مې خټه يار کولال دى شپې اخستى په ځان نه وي حساب نه دى نور زما او ستا سيالي د چا مجال دى چې د سود خبره راشي خلک ډېر دي چې د حق د اذان وخت شي يو بلال دى ستا د پنجو په سر تلۀ مې زړه پرېباسي مشران وايي چې کبر له زوال دى زه پښتون يم ته ښايسته يې دا پوره ده په دنيا کې خو جلال دى يا جمال دى زه د هرې انتها تر بامه لاړم ما په ډېرو خوارو موندې اعتدال دى يو د مينې په سر جګه شمله ګرځي که په نوره شتمنۍ شي زيار کنګال دى #زيار_صېب Lyrics Of Khaliq Ziaar Ghazal. Hum Ye Bera Da Satalay, Hum Ye Taal Day. Singer Sardar Yousafzai.

Riaz Tasneem Pashto Ghazal Poetry. Murshida. Pashto Shayeri.

Riaz Tasneem Pashto Ghazal Poetry. Murshida. Pashto Shayeri. Pashto Poetry SMS. Pukhto Shayeri SMS. غزل :- رياض تسنيم انتخاب :- ابراهیم شاه قياس  _______________ يو عام غوندي سړےعی وۀ ، قلندر نۀ وۀ مرشده! تسنيم خو ستا د کرښو نه بهر نۀ وۀ مرشده! دا خدای خبر د کومو دعاګانو برکت دی زما خو په خپل ځان دومره باور نۀ وۀ مرشده! منمه چې دا ښار د بربادۍ په لور روان وۀ هيڅ نه وو ، خو زړۀ داسې هم کنډر نه وۀ مرشده! يو زۀ د مدح خوانو په هر بار کښې کوږ لرګی وم زده کړی مې بس دغه يو هنر نۀ وۀ مرشده! ساتلی يې په شونډو دروغژنه هرکلی وو خلاص مړی چا د زړه د قلا ور نه وۀ مرشده! دې مرګ چې لۀ کافورو جولۍ ډکه وه راوړې دا ټول کلی خبر وۀ ، خو خبر نۀ وۀ مرشده! خبر چې شۀ د هجر د کېميا لۀ خاصيته تسنيم خاوري ايرې وۀ ،بيا سرۀ زر نه وۀ مرشده! _______________ تسنيم خدامست د رياض تسنيم کليات مخ ۱۷۲ Riaz Tasneem Pashto Ghazal Poetry. Murshida. Pashto Shayeri. Pukhto love Poetry. Pashto Lines, Pashto Love Lines. Pashto Two Lines Poetry. New Pashto Ghazal Lyrics. Riaz Tasneem Pashto Kulyat Ghazal. Pashto Poetry SMS. Pukhto

Dr. Khaliq Ziar Pashto Ghazal. Pashto Poetry Ghazal Dr. Khaliq Ziar

Dr. Khaliq Ziar Pashto Ghazal. Pashto Poetry Ghazal Dr. Khaliq Ziar ۔۔ ډاکټر خالق زيار صېب ۔۔ ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ دا  پۀ  هر  لور  چې  وارخطا  ګوري د  وخت  سېلاب  راخستے  ما ګوري مجبوري هم ده جانان هم نۀ پرېږدي قدم  پۀ  وړاندې  ږدي  پۀ  شا ګوري زما  د  زړۀ   که  داسې   خپله   کوي ماله   څۀ    کار   به   خامخا   ګوري اوس هم زما پۀ ايمان شک نۀ  کوي اوس هم چې پال ګوري پۀ ما ګوري پۀ  تا  به  چېرې  بده  ورځ نۀ راځي لږ  که  هم  زړۀ  ته خدائے زما ګوري نور که سرۀ هم وي زيار يې نۀ پټوي خو هر ښائسته مخ ته پۀ غلا  ګوري Dr. Khaliq Ziar Pashto Ghazal. Pashto Poetry Ghazal Dr. Khaliq Ziar. Pashto New Poetry. Pukhto Ghazal Times. Pukhto Shayeri. Pukhto Kalam, New Pashto Love Poetry. Pashto Pedia„ Pashto Times. Pashto Poetry SMS. Pukhto Shayeri SMS. New Pashto Poetry SMS, Pashto Poetry SMS 2022 Eid Ul Azha

Ta Ba Garze Hase Khuklay Za Ba Marh Yam. Khatir Afridi Pashto Ghazal. Lyrics

Ta Ba Garze Hase Khuklay Za Ba Marh Yam. Khatir Afridi Pashto Ghazal. Lyrics Of Khatir Afridi Pashto Ghazal. Singer Takkar ته به ګرځې داسې ښکلی زه به مړ يم چې مې اوس وای لږ ليدلی زه به مړ يم جنازه چې مې د کوره ګور ته واخلي ته به نه يې راوتلی زه به مړ يم خړې خاورې به په ما باندې انبار شي هر سړی به درومي غلی زه به مړ يم زه به هیر شمه قرارې مرګي ورک شه سره خاندي به ټول کلی زه به مړ يم بې له مانه ما څوک نه درځنې غواړي ما خپل ځان درته بخښلی زه به مړ يم چې په ډېرو شپو مې هیر نکړې جانانه دا ستا یاد مې ډېر ساتلی زه به مړ يم زه د یار د دره بې له خپله ياره بل چا نه يم راشړلی زه به مړ يم په دا تور سترګو کله کله ګوره جوړ په ما د خاورو څلی زه به مړ يم چې په قبر مې تیرېږې خدای لپاره لږ شه ما ته پښه نيولی زه به مړ يم بيا لږ راشه په خندا شه چې ښايسته ش چې مزار مې شي مښلی زه به مړ يم که نور هيڅ نه وي چې ما لره رادرومې خړ خيبر خو دې ليدلی زه به مړ يم د کاکل په ختہ بند د مخ کتاب کړه ما خاطر په تا سپارلی زه به مړ يم (ارواښاد خاطر اپريدي) Ta Ba Garze Hase Khuklay Za Ba Marh Yam. Khatir Afridi Pashto Ghazal

Darwesh Rokhan Pashto Ghazal Poetry, 2022 And Pashto 2023.

Darwesh Rokhan Pashto Ghazal Poetry, 2022 And Pashto 2023. ـــــــــــــــــــــــــــــــ لمحه لمحه مې وژنې د شيرينو سترګو ياده  د زلفو غر ته ودريږم او چغې کړم فرهـــاده  د مينې تقدس مې بې منصوره چرته مه شه  په خپله لوپټــه مې ســترګې وتــړه جلاده  د څومره پرهرونو پرده پوش مې يې همرازه  د څومره پرهرونـو راز مې وسـپړې فرياده  د هر يو کــېفيت نه دې تېــرېږم اضطـــرابه  خو روح ته مې زندۍ پرته ده ساه مې کړه اذاده  د کومې اژدها ذهر دې مړه کړم په وجود کې  د کومې اژدهــا خوله درنه وباسم هېـــواده چې پېغلې عطربويه غېږ راځي دروېش روښانه  په ټول وجود مې خور کړه د جانان د زلفو باده  Darwish Rokhan Darwesh Rokhan Pashto Ghazal Poetry, 2022 And Pashto 2023. Darvesh Rokhan Mayar Jandool Dir Lower. Pashto Times Pashto Pedia, Pashto Info, Pashto Ghazal„ Pashto Sherona, Pashto Learning, Pashto Reading, Pashto Writtings, Pashto Info Blogs. Pashto Poetry SMS. Pukhto Shayeri SMS. New Pashto Poetry SMS, Pashto Poetry SMS 2022 Eid Ul Azha

Mula, Pukhto Ghazal Mulla By Izatullah Zwab. Pashto Sheroona.

Mula, Pukhto Ghazal Mulla By Izatullah Zwab. Pashto Sheroona. New Pashto Poetry. 2022, 2023. په ښار کې چې دويم او درېيم واده کوې ملا  د کلي مقتديانو سره څه کوې ملا ؟ پخوا خو به د خان او د ملک دېره کې پروت وې جرګې لکه چې اوس ورسره نه کوې ملا؟ له دين سره د خلکو ورځ په ورځ مينه زياتېږي  ټينګار به په روژه او په لمانځه کوې ملا!  مېرمنو ته د ږيرو پرېښودو فرمان صادر کړه  سړو سره چې هر څه کوې ښه کوې ملا!  کارونو سر خوړلی دی الله روزي رسان دی خبره به د خېټې که د زړه کوې ملا ؟ همدغسې دې ټولې خپلې چارې خدای ته سپاره د خدای پاک ټولې چارې به اوس ته کوې ملا! ځواب چې ستا دې يو نيم بې منطقه کار ته ګورم  په اوړي کې مې هم کله ساړه کوې ملا ! عزت الله ځواب Mula, Pukhto Ghazal Mulla By Izatullah Zwab. Pashto Sheroona. New Pashto Poetry. 2022, 2023.

Hamid Baba Pashto Love Poetry. Abdul Hamid Momand Ghazal Explained

Hamid Baba Pashto Love Poetry. Abdul Hamid Momand Ghazal Explained. ♤عبدالحميد مومند♤ له شيخۍ راته بهتره شوه رندي بيا ناصحان مې دې پۀ سل رنګه غندي بيا ښۀ چې خلاص شوم د ريا له تشه زهده خدای دې را مۀ کا دا هسې خودپسندي بيا د خلوت له عزيزانو مې زړۀ بد شو ځان مې وشمارو د ترکو پۀ کندي بيا چې مې کور پۀ دا تور دی مينې سوی و به نۀ کړم له تقوی سره ګوندي بيا وا به نۀ ړوم نور مخ له ساده رويو کۀ د خط اره مې کيږدي پۀ تندي بيا چې يې زۀ پۀ ړومبې پند پورې خندا کړم ناصحان پۀ نصيحت کا ريشخندي بيا دا د عشق تاوونی رنځ به يې ارمان شي کۀ د زهد ځان کوټلي شي ژوندي بيا د ګوندۍ زړۀ ترينه صبر کړه ناصحه له رندۍ سره 'حميد' شو سوګندي بېا                              ■فرهنګ  ●رندي:      بې پروايي، آزادي، لاقيدي، هغه عمل يا چاره چې د ټولنيز دود دستور له مراعات نه ليرې وي ●کندي:     دَ ډېرو کورونو محلت , -کورنۍ، پلرينه ●ګوندي:    ډله بازي،ګروپ بندي،پارټي داري ●پند:         نصيحت, وعظ ●ريشخندي:  بل پسې ملنډه کول, چا پسې خندا کول ●تاووني:     په طاعون اخته، طاعون نيولي ●سوګندي:   قسمي، چې قسم يا سوګند ورکړی شوی

Pashto Sherona. Mumtaz Orakzai Pashto Sherona. Pukhto Ghazal

Pashto Sherona. Mumtaz Orakzai Pashto Sherona. Pukhto Ghazal. Pashto Sherona aw Pukhto Ghazals. بــاوري اوســـــــــــه خــــپل ګــــمان سره خبرې کوه لــــــــه ځــــــانه ځـه ،بيا راځه ،ځان سره خبرې کوه که شــــــوې تنــها لکه دفتر کښې په مېز ايښې غنچه په مـــــــــــــخ مســــــکا ســاته ګلدان سره خبرې کوه دې کــــــتابونه  ســــــره کښينه،دې البم ته غوږ شه دا ســــــــــتا جـــــهان وو،دې جهان سره خبرې کوه ځه،لکه خوب په ځان راخور شه،لکه خوب وينه ځان بـــــــــــــــل شــه،فانوس شه،شبستان سره خبرې کوه لـــــکه ســـــــــــــحر په هلو ځلو کښې د خلقو پټ شه لــــــکه ســـــــــــــــــکڼے ماښام آذان سره خبرې کوه لکــــــــــــــه روان کاروان د خپلې ښکالو ردهم واوره لکــــــــــــــــــــــــه جرس تمام کاروان سره خبرې کوه مــــــــــــــــــــمتازه ورځ خو د مخونو په کتو تېره شوه شپــــــــه ده،د ســــــــــتورو ډک آسمان سره خبرې کوه ممتاز اورکزے. Bawari Ossa Khpal Gumaan Sara Khabari Kawa. La Zana Za Bia Raza Zaan Sara Khabari Kawa. Pashto Sherona. Mumtaz Orakzai Pashto Sherona. Pukhto G

Pashto Poetry about Eid. Da Akhtar Pukhtu Sherona. Eid Pashto Poetry.

Pashto Poetry about Eid. Da Akhtar Pukhtu Sherona. Eid Pashto Poetry. Trending On Google Search. Pashto Poetry about Eid Or Akhtar. له مودې وروسته بیتونه مې... ستا د بلتون مې په زړه غم دی د اختر مخه ده تا رانــه غــواړي نو قسم دی د اختـــر مخــه ده خلـــک خوشـــحاله دي اختـــر ته تیاریانې کوي زموږه چم کې بیا ماتـم دی د اختـــر مخـــه ده هــا خبــریالـــه ده ددې وطـــن معــلمه هـــم ده ځــکه جوړ کړی مې صنم دی د اختـــر مخـه ده نخـــرې ســـتونه پریږده ځــه کــنه راغاړې وځه ګوره همدا یې ښه موسم دی د اختــر مخــه ده لـــه زړه او فــکـــر نه مـې هر څه دي وتلي پیره (هــیـواده) ستا نوم پکې تم دی د اختر مخه ده How To Say Eid Mubarak In Pashto? اختر دی مبارک شہ اختر دي مبارک شه اختر مو مبارک شه How To Say Eid Mubarak In Pashto? Akhtar De Mubarak Sha. Akhtar Mo Mubarak Sha. Hewad Arman Pashto Poetry About Eid 2022. Pashto Poetry about Eid. Da Akhtar Pukhtu Sherona. Eid Pashto Poetry. Trending On Google Search. Pashto Poetry about Eid Or Akhtar. Trending On Google Search. Pashto Poetry about Eid

Rahmat Shah Sayel Pashto Ghazal Poetry. New 2022.

 Rahmat Shah Sayel Pashto Ghazal Poetry. New 2022. New Pashto Ghazal Poetry And Lyrics. زما تصوير زمـــــــا غزل زمــاسنــــــــدره واوره په فن پارو شونــډو د ژونـــد د لار خبــره واوره ستا د تاو کړو بنړو غشى پــــرې ولاړ ګـــــرځوم باقى قصه زمــــا د زړه د هــر پــــرهــــره واوره په مخ ئې اوښکې او په شونډو د انکار ټکى دى زړګيه راشه کـــنه!  بـــــــــله د دلبـــــــــره واوره نن آئيــــــــــنې تــه ډيـــــر ډير اوګوره زما دپاره زما د قــــــــتل فيصله د خــپل نظــــــــره واوره يه د زړه دړده ځايې د خپل دړد په کتاب کښې ورکه د آدم خــان او درخــانـــئ قصــــه د سره واوره د ماښامو خيالونو ټول قياسونه ټــولې معــــنې لکه د نن بڼګړو د شړنګ د مــــازيــــــــګره واوره د خپلې مينې د سائل ليـــونـــــــى خواله راشه د زړه درزا ئې د غلـــبيل غلبـــيل ځيــګره واوره Rahmat Shah Sayel Pashto Ghazal Poetry. New 2022. New Pashto Ghazal Poetry And Lyrics.

Saud Bandash Ghazal. Za Ba Bacha Khan Wayam Ta Ma Waya.

 Saud Bandash Ghazal. Za Ba Bacha Khan Wayam Ta Ma Waya. خوشال  ته   قهرمان  وایم،   ته  مـه  وایه اورنګ  ته  به  شیطان  وایم،  تـه مه  وایه تـه   جـنـا،  جـنـا  وایـه،  زه   نـه   وایـم زه  بـه  بـاچـا  خـان  وایم،  ته   مه   وایه ستا باندې يې چېری هم خدای ډېر مه کړه زه  ځان  ته   افغان  وایم،  تـه  مـه  وایـه زه    یـم   د   مـلالې   مـیـونـدي  بـچـی تـل  بـه  یـاقربـان   وایم، تـه  مـه  وایـه دا  تـیـکـه، تـیـکه  د   لـوی  بـابـا   وطن زه  ورتـه  خپل  ځان  وایم،  تـه  مـه  وایه تـه  ورتـه  سـعـوده!  تـل  افـغـان  وایـه زه  ورتـه  جـانـان  وایـم،  تـه  مـه  وایـه سعود بنګښ  ۲/۳/۲۰۱۵ Za Zan Ta Afghan Wayam Ta Ma Waya. Pukhto Ghazal Shayeri. Pashto Ghazal For Bacha Khan Baba. Saud Bandash Ghazal. Za Ba Bacha Khan Wayam Ta Ma Waya.

Ghazal. Pashto Ghazal Poetry By Khan Zaman Kakar. New Pashto Ghazal

 Ghazal. Pashto Ghazal Poetry By Khan Zaman Kakar. New Pashto Ghazal 2022 and 2023. Da Cricket Loba. Khan Zaman Kakar. غزل // خان زمان کاکړ که خبر مې شو د روح له لېونتوبه مولانا د بلخ به نېغ راځي تر ږوبه لښکر ګاه د پنجابيانو پناه ګاه شوه د پښتون بدن په وينو شوه خړوبه د جانان د خوبولو سترګو ديد ته زه به پاته تر سهاره وم بې خوبه زه زغملی شمه هر منظر د حسن خو توبه د سترغليو له پړسوبه د سينو څلي هوار ساتې هوښيارې! نښانې د بغاوت ساتې سرکوبه د واده تصور خام وو، نفس دهوکه کړې شو دې ټول بدن خالي له پېغلتوبه ستا د شان د تقاضې خيال مې ساتلی پر ښايست باندې مې داؤ کړې زلميتوبه نه دې يار نه دې ديار شته دی هلکه! نوکرۍ کړلې محروم له سړيتوبه د کابل سقوط څه دومره پېښه نه ده اوس زده کړې پښتنو د کرکټ لوبه ۱ مارچ ۲۰۲۲ Ghazal. Pashto Ghazal Poetry By Khan Zaman Kakar. New Pashto Ghazal 2022 and 2023. Da Cricket Loba By Khan Zaman Kakar Janoobi Pashtunkhwa. Pashto Times Pashto Ghazal 2022.