Ghani Khan Baba Nazam. Stargo Da Janan Ki Zama Khkuli Jehanona Di Explained. د غنی لټون لیک - محمد یوسف بونېرې مقیم کولالمپور ملایشیا دعا سترګو د جانان کښې زما ښکلی جهانونه دی وا دې خله دنیا زه وږے ستا د دنيا نه يم تشریح غنی خان په دې نظم کښې انسان ته د دعا د غوښتلو هنر او هدف تعلیموی او الله ته لاس په دعا دې او وائی ورته چې اې زما جانانه !!،خلق په دعا کښې ستا نه هر هغه څه غواړی کوم چې د دې دنیا او د هغې دنیا سره متعلق دی یعنی دنیا او جنت .. خو زما د پاره دا جهانونه هیڅ حېثیت او اهمیت نه لری ولې چې زما په نیز ستا مینه د هر څه نه زیاته قیمتی ده او زه غواړم چې ته ما ته د مینې په سترګو کتل شروع کړې او ته بنده ته هله د مینې په نظر کاته کوې کله چې بنده د خپلو خواهشاتو حصارونه مات کړ...