Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Zahid Hussain

Bacha Khan, Congress, Muslim League, Pakistan And Feroz Khan Noon.

Bacha Khan, Congress, Muslim League, Pakistan And Feroz Khan Noon. By Zahid Hussain په لاهور کي سر فيروز خان نون باچا خان اوليد نو غږ ئي کړو دغه د هندوانو ملګري . باچا خان د لاسه اونيو چي ملک صيب په مونږ انګريز ظلم شورو کړي او زمونږ په اولس ئي  زمکه تنور کړي وو. مونږ تر ټولو اول تاسو( مسلم ليګ) ته سوال اوکړو چي مونږ سره کومک اوکړئى چي تاسو انکاريان شوئى نو مونږ مجبور شو چي کانګرس ته سوال اوکړو . هغوى مونږ ته لاس راکړو  اوس يو سړي ډوبيږى او څوک د بچاو د پاره لاس ورمخته کى . نو هغه  به تري پوښتنه کوى چي هندو ئي که مسلمان . اوس هم څه تلى راغلى ندى نن دي  تش پنجاب  مونږ ته لاس راکى د انګريز د ظلم خلاف نو مونږ سبا د کانګرس ملګرتيا پريږدو .فيروز خان نون ورته اوئيل چي زه خپلو ملګرو سره خبره کوم نو جواب به درکم . شپاړس کاله پس د تقسيم نه لږ مخکي ئي بهار کي اوليدو نو باچا خان ورته اوئيل ملک صيب زه ستا د جواب په انتظار ووم  اوس دغه د پاکستان مالکان  وائى باچا خان د هندوانو ملګري وو . Tags And Keywords. Bacha Khan, Congress, Muslim League, Pakistan And Feroz Khan Noon. By Zahid Hussain, Denmark.

Who Was Qayum Khan? Politics Of Qayum Khan Chief Minister NWFP

Who Was Qayum Khan? Politics Of Qayum Khan Chief Minister NWFP. By Zahid Hussain. د شملي کانفرنس نه ورستو قيوم خان خپل يو بيرسټر ملګرى ته اوئيل چي ماته ښکارى هند تقسميږى او پاکستان جوړيږى . مسلم ليګ سره په صوبه سرحد  نني پښتونخوا کي د کار  څوک نشته زما د پاره يو ډير خه چانس دي چي زه مسلم ليګ ته ولاړ شم . په دغه لالچ کي هغه خدائى خدمتګار تحريک پريخودو او مسلم ليګ ته ولاو . داسي خلق هيس سياسى نظر  فکر او اوصول نه لرى د خپل دغه لالچ د پاره نه صرف د خپل ضمير سودا کوى بلکه د هر کس و ناکس خوشامندي او چاپلوسى هم کوى . او دغه لالچ کي هيس قسم ظلم نه هم  نه ورستو کيږى  په مسلم ليګ کي ګډون نه پس په صوبه کي د خدائى خدمتګار اکثريت باوجود د يو غير ائينى لاري په درغلي سره د صوبي وزير اعلئ شو . او بيا په اقتدار کي د پاتيکيدو د پاره د جناح په ذهن کي د خدائى خدمتګاره په اړه  غلط فهميانى پيدا کړي که دوى چرته يو شى نو  زه خو به بيا  نه تين کي يم او نه تيره کي . او د دي نه پس ئي بيا د ظلم انتها اوکړه او د خدائى خدمتګارو په احتجاجى غونډه ئي  ګولي اوورولي چي پکي کم وبيش شپږ سوه کسان شهيدان شول او نور ډير ټپي

Chaudhry Shujaat Hussain, Asif Zardari, PML Q And Hamza Shehbaz.

Chaudhry Shujaat Hussain, Asif Zardari, PML Q, Bhutto, Zahoor Elahi And Hamza Shehbaz. Pashto By Zahid Hussain. سياست ډيره عجيبه لوبه ده . کله چي بهټو وزير اعظم وو . نو چوهدرى ظهورالاهى ئي ډير خراب کړي وو . د ميښي د غلا مقدمه پي جوړه کړي وه. هم دغه شان نور ډير کيسونه پي جوړ وو . جيل کي ئي بند کړي وو او ضمانت ئي نه کيدو . د انسانى حقوقو تنظمونو ظهورالاهى ته د ضمير کا قيدى خطاب هم ورکړو . د دغي عمل نه د ظهور الاهى او بهټو سياسى مخالفت د ذاتى دشمني په رنګ رابرسيره شوه  کله چي ضيا په حکومت قبضه اوکړه نو ضيا ظهور الاهى د ځان سره رانيزدي کړو . بيا په کابينه کي ئي وزير واخيستو . ورستو چي د سپريم کورټ جج  بهټو ته د هائى کورټ ورکړي شوي سزا برقرار اوساتله نو هغه قلم چوهدرى ظهورالاهى په ګرانه بيه واخيستو چي دا يو يادګار قلم دي  د بدل اخيستو په نيت د بهټو ځامن د هائى کورټ جج مولوى مشتاق حسين پسي ګرذيدل چا چي بهټو ته پهانسي سزا ورکړيوه .. يوځل چوهدرى ظهورالاهى د مولوى مشتاق حسين سره په موټر کي چرته روان وو . د بهټو ځامنو مولوى مشتاق باندى حمله اوکړه . مولوى مشتاق زحمى او چوهدرى مړ شو . او دغه سياسى

Six hundred Billions Dollars Forex, General Maneksha And Gulzari Anand.

Six hundred Billions Dollars Forex, General Maneksha And Gulzari Anand. By Zahid Hussain څو کاله مخکي په هند کي  يو بوډا د کور مخ ته سره د کور سامان په لاره کي ناست وو . ځکه چي د کرائي کور کي اوسيدو او د کور کرايه ورسره نه وه   او  نه ئي وه ورکړي . نو  د کور مالک ورته کډه د باندي غورزولى وه . دغه کس دوه ځل د هند قايم مقام وزيراعظم او لس کاله د هند د کورني چارو وزير پاتي شوي وو . چي نوم ئي ګلزارى لال ننده وو .  په ۱۹۷۱ کي د هند ارمى چيف فيلډ مارشل مانک شا سکرټرى نه  يو غير ملکى ژورنالسټ مانک شا سره د مرکي د پاره وخت اوغوښتو . سکرټرى چي د هغه مصروفيات اوکتل نو ورته ئي اوئيل چي راتلونکي څومره مياشتى هغه وخت نه لرى . ژورنالسټ د سکرټرى منت زارى اوکړه چي څه لار راوباسى . سکرټرى واپس هر څه چيک کړل نو ژورنلسټ ته ئي اوئيل چي يو کار کيډي شى . چيف به په فلانکي ورځ د فلانکى ائر پورټ نه ميلمانه سى اف کوى او بيا به فلانکى ځائ  ته بائى روډ ځى چي د دومره وخت سفر دي که د دغه سفر وخت کي انټرويو کول غواړي نو کولي شى . ژورنالسټ خوشال شو ويل سمه ده . په ټاکلى شوى وخت ژورنالسټ ائرپورټ ته ورغلو . مانک شا چي

How West Fought Communism. Pashto Info blog By Zahid Hussain

How West Fought Communism. Pashto Info blog By Zahid Hussain. کله چي په يورپ کميونزم په تيزي راخوريدل شورو شو . نو د ويسټ يورپ مشرانو يو داسي نظام منځ ته راوړو . چي يو طرف ته که سرمايه دار ته د پيسو ګټلو لاري خلاصي دى . نو بل خوا عام خلق چي امدن ئي محدود وى . د سټيټ له خوا هر سهولت  ورکول کيږى . چي څوک کار نه لرى  يا نا روغه وى نو د مياشت په اخيرى نيټه د بنک اکاونټ کي تنخوا دسټيټ له خوا راغلى وى .چا سره هم دا فکر نه وى د راتلونکي مياشت اوله نيټه به خرڅ د کوم ځائيه پوره کوم  زما په خيال د تهرډ ورلډ ملکونو ته پکار دى چي مخکي د دي نه چي غريب اولس راپاسى د سرمايه دار او سياسيانو ګريوان ته لاس واچوى . يو داسي نظام منځ ته راوړى چي د اولس د هري طبقي د ژوند تيرولو ګنجائش پکي وى  How West Fought Communism. Pashto Info blog By Zahid Hussain. Social Securities For Poors And Jobless People In West. Way Forward For Pakistan, India, Afghanistan and Third World. Pashto Pedia, Pashto Times, Pashto Blogs.