Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Poems For Children

A Pa Khoob Oda Mashoma. Pashto Poem By Abdul Bari Jehani. 2022 Kabul Child

 A Pa Khoob Oda Mashoma. Pashto Poem By Abdul Bari Jehani اې په خوب ویده ماشومه! اې په خوب ویده ماشومه ته خبر یې؟ چي په ښار او په مالت کي څه تیریږي ته پوهیږې د ابا سیوری دي څه سو؟ او ابۍ به دي له کوم رنځه کړیږي ته خبر یې د تودې خوني له خونده؟ تا هم کړي دي د اور څنګ ته خوبونه؟ ته هم چایې په توده غېږ کي نیولی؟ الاهو دي نازولي دي غوږونه؟ د خټین او د واورین سړک پر غاړه درته ایښي د څپلیو دي رنګونه نیم وجود دي په زړو جامو کي پټ دی له یخنیه دي بې واکه دي لاسونه کشکي ستا په خاطر لمر وای راختلی کشکي ستا پر لوڅ بدن وای ځلېدلی ستا پر لوري د اسمان سترګي ړندې دي تور قسمت په تا آرام نه دی لیدلی اوس هغه خلک هم لوڅي پښې روان دي چي په تا یې رنګول زاړه بوټونه نن به څه خورې سړه ورځ پر تېرېدو ده نن په څشي تودوې ساړه رګونه اې په خوب ویده ماشومه ته خبر یې؟ چي اسمان پر تندي څه درته لیکلي لا تر څو به دا سړې دا اوږدې شپې وي لا تر څو به دي قسمت په غشیو ولي چي له ستوني دي آواز نه وي وتلی څوک به پوه سي چي له چا به ګیله من یې؟ دا وطن دی د رنځورو او خوږمنو هسي نه چي دا یو ته په زړه خوږمن یې ته بچی د بد نصیبو د وطن

Ako Bako Sar Sendako. Ghwa me lara pa trapako

Pashto Folk Song For Kids " Ako Bako".  Pashto Folk Poem for Children. Ako Bako. Ako Bako Sar Sendako, Ghwa me lara pa trapako. اکو بکو نظم اکو بکو سر سيندکو غوا می لاړه په ترپکو اباسين بېړۍ بېړۍ پکې ناسته درخانۍ څوک داسې وائي اباسين ټالۍ ټالۍ دا د ماشومانو لوبه به په وړوکوالي کی مونږ وئيله خاصه توګه انجونو ماشومانو به ډېره وئيله دا لوبه لر او بر خاصه توګه د لوی پېښور خواؤ شا بيا ننګرار نه داسې تر د کابل کلو کندار هلمند پکتيا وغيره کې او داسې لويه پښتونخوا کې د ماشومانو  د خوښې لوبه د په دې کې د اباسين ذکر او کابل ذکر شوی دې ددې په لر او بر کې يو تاريخي اړخ هم دې بيا د ماشومانو نورې همداسې بلها سندرې او لوبې وې چې ماشومانو به وئيلې څه وخت مخکې سردار علی ټکر او فرهاد دريا بيا ډېر ښه انداز کې ماشومانو سره په شريکه دا لوبه ريکارډ کړه. پخوا د پښتنو ماشومانو خپلې لوبې سندرې او ډېر څه وو چې اوس هم کلي ته راشم نو د ماښام وخت کې د ماشومانو نه دا د اکو بکو سندره واؤرم. يا د بزرګې شپې هغه څو شعره داسې د روژې کله چې جديد دور راغې نورو قامونو په هره کچه پرمختګ وکړو پښتانه په لر او بر کې