Taliban Raids and Suspends Solo Women Run Radio Begum In Kabul Afghanistan. طالبانو د بېګم راډیو دوه نارینه کارکوونکي نېولي! د بېګم راډیو وایي، استخباراتي ځواکونو او د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت کارکوونکو په کابل کې د راډیو پر دفتر چاپه وهلې او دوه هغه نارینه کارکونکي یې نیولي چې د ادارې لوړې څوکۍ نه لري. دغې راډیو نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو د ښځینه خبریالانو کمپیوټرونه، هارډ ډرایو، اسناد او موبایل ټیلیفونونه هم له ځانه سره وړي دي. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت پرون اعلان وکړ چې د بیګم راډیو خپرونې یې د خپرونو له پالیسۍ څخه د ګڼو سرغړونو او له جوازونو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې له امله ځنډولې دي. وزارت دا هم وویل چې رادیو بیګم له افغانستانه بهر د یوه تلویزیون لپاره مواد او پروګرامونه چمتو کول. یادې راډیو د خبرپاڼې له مخې، پر طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره دې خپل کارکوونکي خوشې کړي او زیاتوي چې موخه یې د نجونو لپاره د زده کړې زمینه برابرول او د افغان ښځو ملاتړ دی او هیڅکله یې په سیاسي فعالیتونو کې لاسوهنه نه ده کړې. بیګم راډیو د ۲۰۲۱ کال د مارچ په اتمه د ښځو د پیوستون د ن...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.