Malak Kaloo Khan Yousafzai and Mughal King Akbar. Pashto Info By Ihsan Khan. Pashto Pedia Articles یوسفزیو د سوات په دمګار کلي کې په یوه غونډه کې کالو خان د قبیلې مشر وټاکلو کالو خان خپله قبيله د مغلو پر ضد راوپاروله. زين خان کاکا د يوسفزيو د ځپلو لپاره واستول شو، چې له لومړنيو برياليتوبونو وروسته يې سخت زيانونه واړول. اکبر په ۱۵۸۶ کال کې د زين خان د مرستې لپاره بيربل، ابوفتح او سيدخان غکر ولېږل ورپسې يوسفزيو د کالو خان په مشرۍ د زين خان او بيربل ګډو ځواکونو ته د کراکر د پاسه او مالندرې د لارې په منځ کې ماتې ورکړه. په دې جګړه کې بیربل ووژل شو. د مغولي مورخ خفي خان په وينا په دې جګړه کې له څلويښتو تر پنځوسو زرو پورې مغلي سرتيري ووژل شول، په داسې حال کې چې د بدواني په وينا په دې ټوله جګړه کې شاوخوا اته زره مغل عسکر ووژل شول دا د اکبر لپاره یو له سترو پوځي زیانونو څخه و. ویل کیږي چې هغه د خپل ګران درباري بیربل په وژل کیدو خپله غمرازي څرګنده کړه او دوه ورځې یې خوراک او څښاک ونه کړ Tags, Meta Data And Keywords. Malak Kaloo Khan Yousafzai and Mughal King Akbar. Pashto Info. ...
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.