Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Brazil

IMF, Brazil, Amazon, World Powers, Pakistan, Sri Lanka And Default

IMF, Brazil, Amazon, World Powers, Pakistan, Sri Lanka And Default. ماته د IMF او پاکستان راتلونکى روښانه نه ښکاري. د نړئ مالياتي چلبازه له يوې اوږدې مودې راهیسي د پاکستان د قبضه کولو کوشش کوي، پاکستان د هغوى له منګولو د وتو لپاره خپلي هڅي کوي خو دا مهال د شطرنج په بستر کي موږ ډېر کمزوري يو هر کله ماتېدى شو.  د نړۍ ډېر هيوادونه له داسي حالاتو سره مخامخ سوي دي، راځئ وګورو چي د ماتي خوړو څخه د ژغورلو لپاره هغوى څه وکړل، لومړى يو نظر په برازیل اچوو.  غالباً په برازیل باندي 130 بيليونه ډالره قرض و، هغوى قسطونه نسو ادا کولى او د سقوط په لور روان و، برازیل امريکا، يورپين يونين او  IMF  ته واضح وويل چي موږ په يوه داسي حالت کي نه يو چي قرض ادا کړو يا د قرض سود ادا کړو.  دا چي دا اداره د کمزورو هيوادونو د اقتصادي ودي لپاره جوړه سوې خو له هغوى سره د کار کولو باوجود هم زموږ حالات ښه نه سول نو ځکه زموږ قرضونه بايد ختم شي. امریکا او نورو قوتونو برازیل ته واضح وويل چي تاسو بايد قرض د سود په ګډون ورکړئ ستاسو لپاره هيڅ کوم بل اپشن نسته.  برازیل په ملي سطح يوه پرېکړه وکړه او وې ويل: سمه ده موږ تاسو ته