Women Role In Khudai Khidmatgar Tehrik Of Bacha Khan Baba. Zama Jwand Aw Jadujehad. Bacha Khan "خدائي خدمت ګار تحریک کښې د ښځو کردار او برخه" یوه ورځ چوټا صاحب راغے او خندل ئې او ماته ئې ووې چې تاته نن د یوې ښځې قیصه کوم چې دلته قېده ده ـ نن جېل خانې ته لاړم د هغې وکیل خاوند ملاقات له راغلے ؤ او هغۀ سره پینځۀ بچي وو ـ د ملاقات پۀ وخت کښې ئې خپلې ښځې ته ډېر منت وکړو چې دا دوه واړۀ تۀ واخله او دا درې لوئې به ماسره وي ـ ښځې ورته ووې چې دا ټول به تۀ ساتې، ما خو دا ټول ساتل خو تا زما خبره و نۀ منله نو اوس ئې ساته نو چوټا صاحب ووې چې ما هغې ښځې ته ووې چې دا بچي ولې نۀ ساتې؟ نو هغې ځواب راکړو چې څۀ وخت د کانګرس د جنګ بېګل ووهلے شو نو ما دې خاوند ته ووې چې دا د ملک و قوم جنګ دے ،تۀ هم لاړ شه خو دۀ ووې چې زما یو دوه مقدمې دي چې دا ختمې شي نو بیا به لاړ شم ـ څۀ ورځې پس مې ترې پوښتنه وکړه چې مقدمې ختمې شوې که نه؟ نو دۀ ووې چې لږې غوندې پاتې دي ـ څۀ ورځې پس مې بیا ترې پوښتنه وکړه چې مقدمې ختمې شوې که نه؟ نو هغۀ دا ځواب راکړو چې دې بچو سره څۀ وکړو؟ ما ...