Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Comedy

Sharab Gul, Sharab Gul, A Well Known Comedian From Swat. Parwesh Shaheen

Sharab Gul, Sharab Gul, A Well Known Comedian From Swat. Parwesh Shaheen "شرب ګل" لیک: محمد پرویش شاہین  شرب گل، څوک چى د سوات د دواړو شاهانو د وختو په يکى سر پوره سنيما وه، فلم و ډرامه وه، ميلس و، لطيفه وه، سندره وه، ټپه وه، ښادى وه، ځلا وه، ښکلا وه او تڼا وه. دا دسوات د فتح پور او مدين شاهى ټوقى چى په شرب ګل مشهور درنګ او ډول ډال نه ښاپيرى د تورى قراقولى څښتن او يو مشهور ميلسى او ټوقى و چى هر چا ورته په درنه سترګه کتل او لالا به ي ورته ويلو. اواز بدلول، زر زر په ژړا کيدل او پهدژړا کى د فڼى نه شړپ ويستل، اوگدی غاړى ويل، محلى ټبى، سندرى، قيصى او چار بيتى،  پشاړى ټوقى او لطيفى د لالا اسره بسره وه.  لالا به په خپله باجا وهله. يودبل دوکړى مار اودباجا ماردبه ورسره هم و، خو د ميلس رڼا پهبتلى او دليونى جوړه وه. دليونى سرهذبهذي سمى نخرى کولى او هغه به کنځل کول. ليونى به ي په پچو کړو او کوناټو له به ي ډول ډي را وتللو. ډول ډين لکه د منداڼو د لاسکى هومره پيڼه او يو سټه ګنګړى ي ر کى په ميښونو کلک کړى وو  چى ده له به ي کوناټو له رادوبغا و هغى به يو غټ شڼ وکړو. شرب ګل به د سوات شاهانو له

Qurbaan Pukhtoon, Pashto Comedian Passed Away.

 Muhammad Hasham Aka Qurban Pukhtun Passed Away. چا چې د خپل فن په زور غمژن هم خندولي دي نن هغـــــــــــــه پخپل مرګ بلهــا خلګ ژړولي دي د جنوبي پښتونخوا له ږوب سره تعلق لرونکی محمد هاشم بابړ چې په "قربان پشتون" مشهور وو. انتهايي خنده رويه کامیډين ځوان وو، لکه څنګه چې یې د خپل فن په کمال بلها خلک خندولي وو، هم دغسې یې نن پخپل مرګ بلها خلګ وژړول. ارواښاد په يوه ټرافېکي پېښه کې په شهادت رسېدلی دی. الله دې جنتونه ورکړي  مينه والو او کورنۍ ته یې تسلیت غواړم. فنکار هېڅکله هم نه مري، هغه به تل زمونږ په زړونو کې تر عمره پورې ژوندی وي. يادونه یې تلپاتې غواړم، پر ګور یې نور شه Pashto Times. Hashim Babar Known as Qurban Pashteen belonged to Zhob Baluchistan died In a Traffic accident On 17 January 2022.