Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Jirga

Haibatullah Akhunzada Speech To Loya Jirga In Kabul. Key Points

Haibatullah Akhunzada Speech To Loya Jirga In Kabul. Key Points د مشر شیخ صېب ننې غونډه ته وینا ! د عالمانو په نننۍ غونډه کې شیخ صېب د وینا مهم ټکي : ۱ ـ د دنیا مسلمانانو راسره زموږ د کامیابۍ په اړه خپله خوشالي شریکه کړې ده. ۲ ــ جها.د بریالی شو، اوس ټول په دې تمه دي، چې سوچه اسلام.ي نظا.م به کله عملي کیږي؟ ۳ ــ شل کاله مخکې چا د اسلام اوشر.یعت خبره نشوه کولی، بندي کیده. ۴ ــ  د اسلام او کفر جنګ به روان وي،  ختمیدل يې نشته. دنیا ما نه پریږدي چې اسلام.ي قانون پلي شي او زه دنیا نه پریږدم چې اسلام.ي قانون له منځه یوسي. ۵ ـ  غبرګونونه به داسلام.ي حدودو تر نافذولو وروسته پيلیږي. ۶ ــ دافغانانو وژنه زموږ مقصود نه وه، خو د خپلې مبارزې لپاره ممکن ځینې متضرر شوي وي، کنه دادی موږ ټولو ته عفوه کړې ده؛ پداسې حال کې نهایت ظلمونه راسره شويدي، ډېر غړي موتری تم شویدي.  ــ که تر طا.لبانو بل پاک ټولی وای، زه به له هغوی سره وای. نه بله پاکه ډله شته او نه راته بله ډله مهمه ده .  ۸ ـ  د حکومت په بدنه کې، انډیوالیزم، قومپرستي، سمپالنه او ... د منلو نه دي ، د حکومت په بدنه کې  امنیت، عامه مصلحتونه دي . ۹ ـ ـ

Ashraf Ghani Invited By Taliban To The Grand Afghan Jirga. Reports

Ashraf Ghani Invited By Taliban To The Grand Afghan Jirga. Reports Suggests. Ex Afghan And Ousted President Muhammad Ashraf Ghani Invited By Taliban To Participate In Afghan Grand Jirga. Afghan Website,  Afghanistan International Reported That Taliban Diplomat In Moscow, Mr. Jamal Nasar Gharwal Confirmed Taliban Invitation To Former President Ashraf Ghani. Jamal  Nasar Gharwal Hoped Mr. Ghani Will Return To Kabul For Participation In The Planned Jirga According to Russian Media Reports. Hamid Karzai Stopped At Kabul Airport . Will Ashraf Ghani Be Returning To Kabul? This  Is Not Yet Finalized And Confirmed but Hashmat Ghani Ahmadzai, Younger Brother Of Former President based In Dubai hinted that Taliban Invitation Is Considered And Consultation about Ghani's participation is carried Out With Close Aides.  Tags For This Post To Find. Ashraf Ghani Returning Kabul. Taliban Invited Ashraf Ghani To Afghan Grand Jirga. Ashraf Ghani Returning To Kabul Afghanistan. Will Ashraf Ghani Return

Declaration Of Banu Qami Jirga By Mehmood Khan Achakzai PKMAP.

 Declaration Of Banu Qami Jirga By Mehmood Khan Achakzai PKMAP. Banu Qoomi Jirga declaration. 14 March 2022 د پښتون قامي جرګې اعلاميه  مارچ ۱۴م ،۲۰۲۲،    بنو،خېبر پښتونخوا  دا پښتون قامي جرګه چي د مارچ ۲۰۲۲ پر۱۱م،۱۲م،۱۳م،۱۴م نيټو په  بنو کښي تر سره شوه، د تيرو شويو دوو قامي جرګو د اعلاميو توثيق کوي او د نويو حالاتو په رڼا کښي نور وړانديزونه اولس، ملت، رياست او نړيوالو ته وړاندي کوي۔  .1دانمائينده پښتون قامي جرګه دي يوه مستقله اداره جوړه شي۔ دا نمائنده پښتون قامي جرګه وړانديز کوي چي د دي جرګي پريکړو او اهدافو د عملي کولو د پاره دي د همکاري او رابطه کاري يوه کميټي جوړه شي چي د خپلو قامي اولسي ستونزو د هوارولو د پاره هلي ځلي وکړي او د دې نماينده کميټۍ تر نظارت لاندي دي ذيلي کميټياني جوړيشي،په دغه هکله دي په پښتونخواوطن کښې د قبائلي روغو جوړو لپاره يوه ذيلي کميټۍ جوړه کړل شي۔  2۔ په پاکستان کښي دا مهال آئين په عملي توګه معطل دئ ، دا جرګه دا غوښتنه کوي چي په پاکستان کښي دي حقيقي وفاقي پارليماني جمهوري نظام بحال کړل شي او د آيئن بالادستي او پارليمان خودمختاري دي يقيني کړل شي او په سياست کښي

Ian Talbot, Pakistan A New History Book and Pashtun National Jirga.

Ian Talbot, Pakistan A New History Book and Pashtun National Jirga. Pashtun National Jirga Bannu. اين ټالبوټ په خپل کتاب "پاکستان - اي نيو هسټري" کې ليکي چې په پنجاب ايالت/  صوبه کې ميشت هر څلورم کس په 1947 کې د هندوستان د مشرقي پنجاب څخه پاکستان ته را کډه شوې دي - ښاغلي اين ټالبوټ زياتوي چې د خوند خبره دا ده چې نه هغه پنجابيانو ته په پاکستان کې څوک مهاجر وايي او نه دوې ځان مهاجرګڼي - نن د پاکستان په آبادی کې هغه پنجابي مهاجر د 40 څخه تر 45 ميليونه پورې دي  د دې سره سم په پاکستان کې 'اردو ژبه ويونکي' مهاجر هم په کراچۍ او حيدر اباد غوندې ښارونو کې په ميليونونو اباد دي - بله خوا ته په پاکستان کې افغان کډوال د 40 کالو څخه زيات ژوند کولو باد هم د رياست له خوا تنګول کيږي او هغوی ته د شهرت حق خو پرېږده، تش د انسان حق هم  نه ور کول کېږي - د افغان کډوالو په بهانه ټول پښتون کام سره غير قانوني او غير انساني چلند روان دي - نادرا او پاسپورټ دفتر د کورنۍ وزارت دوی هغه ادارې دي چې د پښتنو د زورولو، شکولو او سپکولو کار ځينې اخستل کیږي - په بنو کامي جرګه کې په کار ده چې په دې حکله پر

Jirga by Muhammad Parwesh Shaheen Of Swat. Pashtun Jirga

 Jirga by Muhammad Parwesh Shaheen Of Swat. Pashtun Jirga What Is Pashtun Jirga? Pashto Blog جرګه   جرګه د لوىو بښتنو له قديمه څخه راروان ىو بوخ محلى دود دى کوم چى ددى لوى او بياوړى ملت د بشتون ولئ يا code of life ىوه د ستاىنى ډکه ماده ده  د تارىخ به اوګدو کى چى کله هم بشتنو ته باندينئ او ىا کورنئ شخړه را پيښه شوى ده نو د هغى مخ نيوى تل لباره به محلى او قامى جرګو سره شوى او به باىله کى ى دى لوړ ملت ته ګټه راوړلى ده  د بښتنو جرګه د نورو قامونو لا چه کوى چى د اقوام متحده د بريکړو هم ديره بالا بالا او غورىزه ده ځکه چى ج رګه کى چا ته لکه د اقوام متحده د ويټو حق نه وى حاصل  جرګه کى شخصىت ته نه د هغه صاحبى راى ته فوقىت او غوره والى حاصل وى د جرګى د برىکړى نه څوک سر غړهونه هم نه شى غړولى ځکه خو د بشتنو به تارىخکى د جرګى نامى او تولو جرګه مارو ته لوى درنشت  به برخه دى څه هم که د جرګى د شورو نىته نه ده مالومه خو دومره به ليکنى بڼه مالوم ده چى ىوه لوىه جرګه د لوى سکندر د چباو به وخت کى کړى شوى وه د کومى په سوب چى لوى سکندر له لوي بښتون خوا بير ته ستون شوى و  دا نزدى کونکى جرګه  په ډير غوره وخت ک

Pashtun Jirga. What Is Jirga? Pashtun Wali And Jirga. Pashto Blog

 Pashtun Jirga. What Is Jirga? Pashtun Wali And Jirga. Pashto Blog By Naeem Azad. Pashtunwali And Jirga Culture. History Of Jirga «جرګه» جرګه د پښتنو ډېر لرغونی/ تاريخي دود دی، چي له لاري يې په هر وخت کي د پښتانه قام توکميزي/ قبايلي او قامي ستونزي/ ستړي او شخړي هواري کړل شوي او هوسا شوي دي په "جرګه" کي د قام "پښتانه" د بېلا بېلو توکمونو/ قبيلو استازي/ مخور سره يو ځای کېږي او قام د ورپېښو ستونزو/ ستومانيو او ستړو د هوارولو او هوسا کولو لپاره تر سلا او مشوره وروسته يوه لاره ټاکي او هغه ټاکلې لاره بيا د پلي کولو لپاره د قام په وړاندي ږدي جرګه د پښتانه قام ډېر لرغونی دود دی؛ بلکې دا ويل به بېځايه نه وي، چي جرګه د پښتنو د پارلمان/ پارليمنټ تر ټولو لرغونې بڼه ده او داسي ښکاري، چي اوسنی پارليمان هم د همدې لرغوني دود جرګې پرمختللې بڼه او جرګه يې مونډ/ بنسټ او سرچينه ده هسي خو د پښتانه قام بېلا بېلي قبيلې هم د خپلو ستونزو او شخړو د هوارولو لپاره پر وړه کچه باندي جرګې تر سره کوي، خو قامي/ قومي جرګه د ټول قام د ستونزو/ ستړو او شخړو د هوارولو او هوسا کولو لپاره په يوه ډېر حساس