Skip to main content

Posts

Showing posts with the label pukhto shayeri

The Power of Pashto Poetry: Why Pashto Shayeri Love Continues to Captivate". Trending On Google.

"The Power of Pashto Poetry: Why Pashto Shayeri Love Continues to Captivate". Trending On Google. Pashto Shayeri love, also known as Pashto poetry, is a popular topic among the Pashto-speaking community. The reason for its regular trendiness on search engines can be attributed to several factors. Firstly, Pashto poetry is an integral part of Pashto culture and has a rich history dating back centuries. It is a way for people to express their emotions, thoughts, and feelings in a beautiful and poetic way. The language of Pashto poetry is considered to be one of the most melodious and expressive in the world, which is why it is so beloved by many. Secondly, the Pashto-speaking community is spread out across various regions, including Pakistan, Afghanistan and other parts of the world. Due to the diaspora of Pashto-speaking community, Pashto shayeri love is a way for people to connect with their cultural heritage and feel a sense of belonging. Thirdly, Pashto poetry has been popu

Gadi Wadi, Gaday Waday Nazam By Ghani Khan. Pashto Poetry

Gadi Wadi, Gaday Waday Nazam By Ghani Khan. Pashto Poetry. «ګډې وډې» شاعر: غني خان *** مچ د زمري سترګې شوکوې, ماشی د اوښ وینه خدایه! ستا دا عجیبه دُنیا توره ده. کۀ سپینه؟ / مړ لسو ګیدړو ببرشیر په بونډۍ چرګه کړو سور شغال په پړانګ دی د غر څوۀ ښکار له ځینه / پریوځې چواړي ته؛ ځان ګاڼه په رتۍ زور کړي ښکلې ستا د ګوتو جوړه ځوانه نازنینه / ناسته ده د ډم د لندن لور په سور رېښمو کې لور د لوی شیر شاه یې په لاس دی لو له ځینه / مست مغروره سر د پښتون ټیټ سترګې یې ښکته دي شرم داسې شرم چې شرمونه شرموینه Gadi Wadi, Gaday Waday Nazam By Ghani Khan. Pashto Poetry. Da Ghani Khan Nazam Gade Wade, Gaday Waday. Pashto Sherona. Pashto Nazam By Ghani Khan Baba. Pashto Pedia Pashto Times, Ghazal

Ali Akbar Sial. Colors And Aspects Of Ali Akbar Sial Pashto Poetry.

Ali Akbar Sial. Colors And Aspects Of Ali Akbar Sial Pashto Poetry.  Life And Works Of Pashto Poet Ali Akbar Sial. د ښاغلي اکبر سيال د شاعرۍ رنګين اړخونه ليک: امان الله نصرت By Amanullah Nusrat.  د پښتو خوږژبی شاعر او ليکوال  ښاغلی اکبر سيال پلرنی کلي جندول معيار دی ، د ۱۹۶۳ کال د جنورۍ په درېيمه نېټه  د ملکنډ په بټخيله کې  زېږېدلی،  په خټه ترکلانی مست خېل او د افغان نپولېن غازي عمرا خان بابا سکه کړوسی دی۰ نوموړي خپلې  لمړنۍ زده کړې د ملاکنډ به تاڼه کالج کې کړي او د پېښور له پوهنتون څخه ېې په پښتو ادبياتو کې د ماسټرۍ سند تر لاسه کړی او اوس په اسلام اباد کې ژوند کوي او په يوه دولتي اداره کې دنده لري۰ ښاغلی اکبر سيال پّه پښتو او پښتونوالې مين  خوږ ژبی شاعر دی  چې د شعر تومنه ېې د ولس او قام له مينې جوړه شوې او په وينه کې ېې د وطن د محبت سره ورګډ دي۰ ښاغلی سيال د خپلې  پښتنې خاورې په غېرتمنه غېږ کې زېږېدلی، پالل شوی او خاپوړې ېې پکې کړي دي نو ځکه خو ېې خټه هم پښتنه ده فکر او نظر ېې هم پښتون دي او ټول کړه وړه ېې پښتانه او د وطن له سرشارې مينې ډک دي۰ خيبر دی که شمشاد پکې جونګړې د زمرو دي دا

Khatir Afridi Pashto Ghazal. Pukhto Shayeri. Pashto Classic Poetry.

 Khatir Afridi Pashto Ghazal. Pukhto Shayeri. Pashto Classic Poetry. ____ غزل ____ په دې دنيا کښې هسې شپې تېروم لکه مېلمـــــه يو دوه غرمې تېروم پۀ ما زهير مۀ شې خو مخ ښکاره کړه  پۀ زړۀ د ستا د مخ لمبې تېروم خوشحالي تۀ کوه چې غم نه لرې زۀ لېونے يم چې تنګسې تېروم دا زۀ خاطّر ستا د خاطر د پاره په خپل خاطر د غم چپې تېروم _____ خاطر اپريدی پښتو ادب Pashto Times. Khatir Afridi Pashto Ghazal. Pukhto Shayeri. Pashto Classic Poetry. New Pashto Shayeri. Misri Khatir Afridi Shayeri. Pashto Classic Adab. Pashto Times. Khatir Afridi Pashto Ghazal. Pukhto Shayeri. Pashto Classic Poetry. New Pashto Shayeri. Misri Khatir Afridi Shayeri. Pashto Classic Adab. Pashto Sherona 2022. New Pashto Sherona, Pukhto Sherona. New 2022 Pashto Sherona. Sherona Aw Ghazalay.  Pashto Sherona Aw Ghazals New 2022.

Mumtaz Orakzai. Zama Da Khaar Akhbar day Aw Khabrona Da Kashmir

 Mumtaz Orakzai. Zama Da Khaar Akhbar day Aw Khabrona Da Kashmir زمـــا د ښــــار اخبار دے او خبرونه د کشمير زمـــــــــا د کالۀ غم کښې دي ويرونه د کشمير مــــــــــــنې که نه د غيرو د نصاب کرامتونه؟ تباه پښــــــــــــتنو پورته کړل غږونه د کشمير زمــــــــا کتاب دې ډک کړو د کشمير له افسانو زمـــا حق کښې هم راوړه دوه لفظونه د کشمير د سوي سوات عکسونه کيمرو هم نه کړل خوندي برشــــــــــــونو هم کړل رسم انځورونه د کشمير يوې خــــــــطبې کښې ياد وزيرستان کړه مولانا مونږ نه وايو چې مـــــــه غنده ظلمونه د کشمير زه نن هـــم د پردي جنګ د لمبو خشاک يم جي زما مــــــــــــــشرانو هم کول جنګونه د کشمير مـــــــــمتازه په کتاب يې جايزه واخسته پرون پښـــــــــتون شاعر وييلي دي نظمونه د کشمير #ممتاز_اورکزې Mumtaz Orakzai Pashto Ghazal. Pashto Best Ghazal 2022. Mumtaz Orakzai Ghazal 2022. Mumtaz Orakzai Book In PDF. Zakhmak Book Of Mumtaz Orakzai. Kashmir Poems In Pashto. Attitude Shayeri In Kashmir. Attitude Pashto Shayeri. Pukhto Shayeri. Pukhto Ghazal 2022 Pashto Times Tags For Blog Post. Mumtaz

Hagha Yaraan Kho Ba Zama Na Khamkha Khafa We. Sahib Shah Sabir Pashto Songs

 Hagha Yaraan Kho Ba Zama Na Khamkha Khafa We. Sahib Shah Sabir Pashto Songs. Ghazal. Pashto. Singer. Karan Khan چې په دروغو خوشحاليږي په رښتيا خفه وي هغه ياران خو به له ما نه خامخا خفه وي زما خوږمن له مانه لرې په صحرا دېره دی زما په کلي کښې څوک نشته چې په ما خفه وي هغه سړی څۀ عجيبه، عجيبه ټوقې کوي ما اورېدلي چې زما خفه، په ما خفه وي د پېښور په ښار بلا شوې چې اوسې په کښې زړۀ به دې تنګ وي په وجود کښې به دې ساه خفه وي د مرغو شور په کومه لاړ مرغۍ په کومه لارې؟ بڼونه ختم شو سحر خپه هوا خفه وي مينه به کوم کوم زړۀ ساتي څومره ناکام به کوي دا خو دنيا ده د سړي نه به دنيا خفه وي دا د ازار په ډېرۍ وختل ازار به مومي چا چې نن جنګ وکړو، دا خلق به سبا خفه وي زۀ د زړۀ منمه، خو څۀ خبره ومنمه دغه دی ستا نه مرور دی خو په تا خفه وي څۀ لېونی دی چې په يو ځای کښې خوشحاله نه وي صّابر په ښار کښې مرور وي په صحرا خفه وي ____ غزل ____ صاحب شاه صابر قامتونه قيامتونه (۳۲۸،۳۲۹/328,329) Pashto Times Pashto Poetry, Pashto Lyrics Pashto SMS, Pashto Poetry Text. Pashto Sad New Poetry. Pashto Attitude Shayeri. Trending A

Che De Was Da Bado Na We, Sa Ba Ta Sa Ba Di Kha we by Ghani Khan

 Che De Was Da Bado Na We, Sa Ba Ta Sa Ba Di Kha we by Ghani Khan Lyrics Of Ghani Khan Nazam che de wus da Bado Na We. Sa ba ta Sa Ba De kha v. چې دې وس د بدو نه وي   څه به ته څه به دې ښه وي توبه هله د شرابو   چې شراب درله پراته وي چې بوډا شې خوله کړشپه  بیا توبه توبه د څه کې هغه ښه د بدو بد وي  د ناکامه چې ته ښه کې ملا ناست د تکړو شکور ته  وای رندانو ته خراب غریب څه وکړي جومات کې  نه ماشوق شته نه شراب دا چې باغ د ګلو ډک وي   مستانه غوندې ماښام وي دا چې سرې سترکې ساقي دې  په سور لاس نیولې جام وي دا چې تاته رڼې سترګې  غلې اووای سلام په مکیز دې زړه کې بل کړي  د مستۍ دوزخ تمام وای راشه راشه زما یاره   وخت دې لږ خبرې ډېرې بیا دې رو شان د اوږو نه  پستې لېچې کړي چاپېرې خوله دې خولې ته کړي در پورته  شونډې سرې تودې بې هوشه لکه بله ډېوه رپي  د ځوانۍ مستۍ د جوشه سینه دروړي سینې له  د بخمل هسې ریښمینه د ارمان او مینې ډکه   د نرګسو نه نیازبینه او ستا وجود یو سمندر شي  د طاقت او د سرور زړه دې واخلي هغه اور   چې هم اور دې او هم نور نو ته چې دغه وخت اوچت شې  او را شروع شې په ژړا نو لېونی وای قسم دې چ

Sahib Shah Sabir Pukhto Ghazal. Qamatona Qiamatona Book.

 Sahib Shah Sabir Pukhto Ghazal. Qamatona Qiamatona Book. راځي د ځان سره رڼا راولي سپرلی‌ قسم کړی چې تا راولي دا چې په کلي نفرت خوروي دا خلق کلي ته بلا راولي ما د ارمان په خوله باور کړی و ما وی چې تا به رښتيا راولي زما نه غم د محبت هېروي زما خوږمن ما له خندا راولي زما د زړۀ د پرهر څړيکه، څړیکه تا يادوي ما له ژړا راولي مونږ چې ډېوه د محبت بلوو وخت مهربانه شي هوا راولي څوک به ستا نوم د چا څنګ پټوي؟ څوک به سپوږمۍ کور ته په غلا راولي سپرلی، ځواني او لېوني خيالونه  ياد يې د ځان سره دنيا راولي دا د شعور په شرعه مخکښې تلي دا قافلې به څوک په شا راولي ستا د بڼو د بڼ الوتې مرغۍ  ما د بڼو سيوري له بيا راولي دومره څۀ يو بل خو به وپېژنو سپرلی به دومره څه رڼا راولي څنګ د واعظ خبره ومنه  دنيا به څنګه څوک په شا راولي نور دې څوک نۀ ژاړې چې نه ژاړمه دلته چې څوک ژاړي، ژړا راولي د چا خاطر وي د چا غم صابره تا مېکدې ته خامخا راولي ____ صاحب شاه صّابر قامتونه قيامتونه  ۳۱۳،۳۱۴/313,314 Sahib Shah Sabir Pukhto Ghazal. Qamatona Qiamatona Book. Poet. Sahib Shah Sabir Saib Genre. Pashto Ghazal. Pukhto Ghazal Book

Ghani Khan Baba And Concept Of God. Pashto Blog

 Ghani Khan Baba And Concept Of God. Pashto Blog Ghani Khan And Concept Of God. د فياض خيشګي لالا وٸېل چي يو ورځ سنګين ولي خان د بابا خوا کښي ناست وو او بابا ته ٸې وٸيل چي کاکا خداٸې پاک شته؟ بابا سر خکته کړي وو او ډير په غصه ٸې سر پورته کړو او وي فرماٸل چي سنګين جانا ولي کافر درته خکاره شوم څه؟  سنګين ولي خان ورته وٸېل چي نه جي ما هسي اويل چي ستاسو څه راٸے ده؟  بابا ورته وٸېل وٸې اے! خداٸې پاک زه وينم، زه چي ورته څه ويم ماله جواب راکٸې او ماسره خبرې کٸي ـ

Pashto Ghazal. Da Sarray Sook Day Che Zama Da Zra Khabari Kavi.

 Pashto Ghazal. Da Sarray Sook Day Che Zama Da Zra Khabari Kavi. Poet. Sahib Shah Sabir چي په تیارو کي د رڼا د زړه خبري کوي دا سړے څوک دے چي زما د زړه خبرې کوي اوس سړے داسي په اسانه سړے نه پیژني خلک هوښیار شو په خطا د زړه خبري کوي چي د رڼا او د رنګونو موسم پيژني څوک باران ته ناست دي د برښینا د زړه خبري کوي څوک چي د جنګ وایی د جنګ د زوره نه دی خبر دا  لیوني  دي  د  بلا  د  زړه  خبري  کوي دا چي په مونږ او زمونږ مینه پوري ټوقي کوي دا څوک د کوم ځاے دي دا د چا د زړه خبري کوی اوس څوک رښتیا خبره هم ښکاره کولے نه شي اوس یاران یو ته په غلا د زړه خبري کوی مدام سنګسار وي په صابر غریب مي زړه هم وسوځي څومره ساده دے په رښتیا د زړه خبري کوي پروفسر صاحب شاه صابر The Late Sahib Shah Sabir, Pashto Progressive Writer And Poet. He Was holding Ph.D Degree In Pashto Literature.

To Those Who Sell Afghans And Afghanistan. Nazam 2022

 To Those Who Sell Afghans And Afghanistan عزام اتمانخېل څوک چې ګران افغانستان په پردو پلوري خپل ضمير او خپل وجدان په پردو پلوري ځينې خلک له ناموسه هم تیريږي ځينې ځینې لا ايمان په پردو پلوري د شهيد د وينې هر څاڅکی ارمان دی دوی هر څاڅکی هر ارمان په پردو پلوري دا وطن او دا نا اهله يې چارواکي دا يوسف يې دا خپلوان په پردو پلوري ګران وطن او د تړون د کوهي غاړه ګران جانان مو غمازان په پردو پلوري زمونږ اوښکې مرغلرې خلک بولي زمونږ په اوښکو لوند ګرېوان په پردو پلوري د عزام ولس د بل لاس ته لوېدلی څوک سپين ږيري څوک يې ځوان په پردو پلوري Ghazal By Azaam Utmankhel. Azam Utmankhel Nazam About Afghanistan. Azam Otmankhail Poem In Pashto For motherland Afghanistan. To Those Who Sell Afghans And Afghanistan. Pashto Nazm 2022.

How To Write, Compose Poetry Lyrics. Pashto Mazmoon

 How To Write, Compose Poetry Lyrics. Pashto Mazmoon عبدالباري جهاني: څرنګه شعر ولیکو؟ شعر له موزونو او منظومو کلماتو څخه جوړ کلام وي، چي د ټولني واقعیتونو او د شاعراحساساتو ته انعکلس ورکوي. او همدغه موزونیت دی چي شعر له نثر څخه بېلوي او کلمات یې په غوږونو کي شرنګی کوي او زیاتره ښه لګیږي. خو توپیر یې د رباب او سارنګ له شرنګ سره دادی چي رباب او سارنګ ژبه نه لري. پښتو رباب، فارسي رباب، اُردو رباب او... رباب نسته. موږ نه پوهیږو چي رباب او سارنګ څه وايی؛ ځکه چي هغوی ژبه نه لري او یوازي شرنګ او سُرلري. هر څومره چي د موسیقۍ د پارچي سُر او تال برابر وي په هغه اندازه پر غوږونو ښه لګیږي خو شعر په مشخصه او ټاکلې ژبه لیکل کیږي او په هغه ژبه خپلو اورېدونکو او لوستونکو ته پیغام ورکوي. اورېدونکی او لوستونکی باید لومړی پوه سي او بیا نو واه واه ورته ووايی او یا منفی نظر ورکړي. زما په عقیده د شعر پیغام او د کلماتو ښکلا او پر ځای استعمال دواړه په یوه اندازه اهمیت لري. که شعر د کلماتو له ښکلا، اشارو او استعارو څخه بې برخي کړو بیا نو که هر څومره قوي پیغام هم ولري هغه به عادي نظم وي او شعري ارزښت به یې دون

Sahib Shah Sabir. Noor Mi Da Stargo khwagedo Sook Di. Pashto Poetry

 Sahib Shah Sabir. Noor Me Da Stargo Khwaghedo Sook Di. Pukhto Shayer 2022 نــور مې د ستـرګو خوږېدو څــوګ دي  زمـــا بغــېر ستا دبڼـــــو څــــوګ دي  زمــا د زړه پــه اور کـې زه دېــره يـم  پــه ما د زړه د ســــوزېدو څـــوګ دي  زمــوږ د شپې شوګيرې هسې عادت  ګنــې زمــوږه د راتلـــو څـــــوګ دي  دلــته کې هر سړى خپـل غم اخيستى  دلــته د بـل د غـــم د وړو څــــوګ دي  لا خــو دې نــه ګيږي بــــاران د ميـــو  لا د نشې څـوګ دي د څښو څـوګ دي  د منـــزل نښې تــه به څـــوګ ورسي  پــه ګرانــو غرونـــو د ختــو څـوګ دي  صابره مـــوږ د ژونــده څــه خبـر يـــو  مــوږ ته د دې کتـاب لوستــو څـوګ دي  صاحب  شاه صابر  🍁 _Awwww 🍂 Sahib Shah Sabir. Noor Mi Da Stargo khwagedo Sook Di. Pashto Poetry

Hamid Baba Pukhto Ghazal. Pashto Ghazal, Abdul Hamid Momand

 Hamid Baba Pukhto Ghazal. Pashto Ghazal, Abdul Hamid Momand ☆عبدالحميد مومند☆ ◇د عبدالحميد مومند ديوان ♡غزل هسې يم د يار له غمه پۀ ضرور لکه سوی اورلړونی د تنور چې هرګز لۀ اوښو وينو نه وچيږي معلوميږي چې مې سترګې شوې ناسور هر ساعت شمه راکيښ دار و سنګسار ته محبت دې قايم مقام کړم د منصور په دربار مې د بې قدره دلبرانو نشته قدر د مريی او د مزدور خدای يې نۀ کا ګنې اچوي شوخ چشم  هر ساعت په ملايکو کې فتور زر پۀ زر به يې سياهي د خط پښيمان کا دا د مخ پۀ روښنايی باندې مغرور د ريا پۀ زهد مۀ غوليږه زاهده پۀ کار نۀ راځي د وينځې زوي و لور څو چې واغوندي حميد° خلعت د وصل ترې وکاږي يې فلک پۀ وينو سور ○فرهنګ: ●ناسوړ:   نۀ جوړېدونکی پرهر ●ضرور:   مجبوريت، ناکامۍ, احتياج ●مريی:    غلام ●فتور:     ګړبړ، خلل، فساد، فتنه ●خلعت:   خلات, جامې : Hameed Baba, حميد بابا  #حميدمومند #پښتوادب #پښتوشاعري

Pera Yarana Kharaba Shawe da. Pashto Two Lines Poetry

 Peera Mekada Kharaba Shawe da. Pukhto Ghazal 2022 New Pashto Ghazal 2022 _غزل پيره انتظار زمانه نه کيږي پيره مېکده خرابه شوې ده پېره بې له بنګو نشه نه کړم پيره دا نشه خرابه شوې ده پېره نن يې سپينه خولګۍ رانکړه پيرہ  يارانه خرابه شوې ده

Musa Shafiq Pashto Poetry Of Afghanistan's Prime Minister

 Pashto Two Lines Poetry By Muhammad Mussa Shafiq, Former Prime Minister Of Afghanistan دبستان د آسیا کې زه استاد وم تا لوستله هغه وخت کې سپاره اوس چې لوی شوې نو زما د سر دعوه کړې ته او خدای نو په همدغه قواره؟ ارواښاد موسی شفیق Pashto Times Pashto Poetry. Afghanistan

Mumtaz Orakzai Nazam For Nizar Yousafzai

 Mumtaz Orakzai Nazam For Nizar Yousafzai. Poet. Mumtaz Orakzay. Nazam. Nizar Yousafzay ښـــــــه!! نو دا نـــــظاره پاتې وه نظاره چـې ته مړ يې زه دې سانده وايم ياره ښــــه نو دا نــــــــظاره پاتې وه نــظاره؟ زه درګـــــــــــــــورم او تا ټق اوچول اناره ښـــــــــه نو دا نظــــــاره پاتې وه نظاره؟ چــې به دومره زر لاس اخلې له خماره ښــــــــه نو دا نظــــــــاره پاتې وه نظاره چـــــــــي اهنګ به جدا کيږي له دې تاره ښـــــــــــــــــه نو دا نظـــاره پاتې وه نظاره چې مختار به لاس په سر شي له اختياره ښـــــه نو دا نظــــــاره پاتــــــــــې وه نظاره چــــــــــې بلبل به مستعفي شي له چغاره ښـــــــــــــــــــــه نو دا نظاره پاتې وه نظاره چـــــــــې به جام هم انکاري شي له خماره ښـــــــــــــــــــــه نو دا نظاره پاتې وه نظاره چــــــــــــــــــــې يو ګل به مرور شي له بهاره ښـــــــــــــــه نو دا نظاره پاتـــــــې وه نظاره چـــــــــــــــــــــې ټپه به وي بغير له يکه ځاره ښـــــــــــــــــــــــه نو دا نظاره پاتې وه نظاره چې به ته کفن کښې پټ شې سم د واره ښــــــــــــه نو داسې خو څ

Dr. Khaliq Ziar Ghazal. Pashto Poetry 2022

Dr. Khaliq Ziar Ghazal. Pashto Poetry 2022 پوی شه بې وسي ده بل څه چل نه دے ذکر که مې ستا کړې اول نه دے _ څو که مې ټکرې بلا وخوړې پرېښے مې اوس هم د جنون پل نه دے _ دا زړه زما زړه دے زۀ يې پېژنم روغ هم پوره نه دے که پاګل نه دے _ ذکر چې د يار او خمار نه کوي ډېر خلق به ناست وي خو محفل نه دے _ جوړ ته د ملا پېښور نه پرېږدم هېر مې لا کنډر کنډر کابل نه دے _ مات مې تندې ټول عمر ساتلې دے ايښې مې هېچا ته په درشل نه دے _ خدايه دا په څه مصيبت واوړېدم زۀ په قدم نه ځم وخت د زغل نه دے _ وشوه وخت به ډېر کرو کور کړے يم لور مې خطا کړې د منزل نه دے _ مه کوه شکونه په زيار مه کوه دا سړے که هر څه دے درغل نه دے _ _ _ ارواښاد خالق زياؔر صاحب کتاب _ تلوسې مخونه _ ۵۶,۵۷(56,57) Pashto Times Blogs. Pashto ghazal Shayeri. Dr. Khaliq Ziar Kalam from his Book Talwasay. 2022 Pukhto Shayeri. Ghazal, Shayeri . Pashto Mushaira 2022

Ghazal Lekalay Na Sham. Ali Akbar Sial Pukhto Shayeri

Ghazal Da Ali Akbar Sial Book. Jwand Janan څو چې د هغو سترګو کجل نه شم داسې به سپرلے نه شمه ګل نه شم  هر څه رانه واخلئ خو د مينې درد دا نازبين ايستے مې د ګوګل نه شم  دا  دور  د  زر     او      زورور  دور  زۀ په ځان ويرېږمه پاګل نه شم  وژني مې د خپله لاسه خپل ارمان  ګل به د ستا د څڼو د اوربل نه شم  نور به د هر ما په خوله سندره شم  يو ستا به کرکژنه ياره خپل نه شم  درد مې جوړ سّياله د زړګي اوځي ځکه خو لیکلے اوس غزل نه شم ____ غزل شاعر : علي اکبر سيال کتاب : ژوند جانان(۱۱۶)

Sharab, December Aw Pukhto Shayeri. Blog

 Sharab, December Aw Pukhto Shayeri. Blog عربو له اسلام مخکې پریمانه شراب څښل، نو ځکه شرابو او د شرابو ظروفو، د شرابو ځای( میکده)  او له شراب څښلو را وروسته کیفیت یې شعرونو ته لاره وکړه او په دې اړه یې خپلې تجربې په لوړ شعري انداز شریکې کړې وروسته داسې عجمو ( فارسي- پښتو) شاعرانو هم دا تقلید وکړ چې نه یې شراب لیدلي و او نه یې نور لوازمات بس ځانونه به یې شعرونو کې خمار خمار کول او زنګیدل به خدای مې دې غاړه نه بندوي؛ په اوسنیو نوو تقلیداتو کې د ( ډسمبر) ذکر دی. دې میاشت کې شپې اوږدې وي، خو  دا چې ډسمبر زموږ په تقویم کې نشته، نو د دې یادول هم راته وچ کلک تقلید ښکاري