Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Rabab

Wadan Utmankhail Pashto Ghazal Pashto Poetry Text.

 Wadan Utmankhail Pashto Ghazal Pashto Poetry Text. د زمکې غم دی؛ مونږه تر فلک راوړی دی! غوَږ ونیسه جانانه! زړه مې ډک راوړی دی! ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  مُلا! که ما رباب جُومات ته را نه وړو نو دا دی! جُومات ته دې سړي؛ ولې ټوپک راوړی دی! ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  دا وینې؟ دا مُلا چې دی ولاړ او تالاشي کړي؟ دا بـ ـم دغه مُلا په دې سړک راوړی دی! ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  دا وس مې وو او دا مې د کاروانه سره وکړل! د خپل سالار نیلي له مې چابک راوړی دی! ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  تا وی زه مینه نه کووم؛ تصویر مې بېرته راکړه! ما نه راوړو؛ خو ما په دغه ټک راوړی دی! ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  دا سیمه به څوک نه پېژني دا څنګه کیداې شي! دې سیمې د "ودان" په شان هلک راوړی دی! Wadan Utmankhail Pashto Ghazal Pashto Poetry Text. Jumat ta de sa...

Rokhanyan Aw Rabab. Rabab Music And Roshnai Tehrik Of Peer Rokhan.

 Rokhanyan Aw Rabab. Rabab Music And Roshnai Tehrik Of Peer Rokhan. د حالنامې نه اقتباس د روښانیانو عقیده "بې د ربابه هر څۀ ګناه ده" روښانیانو د موسیقۍ، ګډا، رقص او رباب سره څومره لېونۍ مینه لرله؟ هغه تاسې د "سبزو" نومي یوۀ رباب ځن روښاني حال کتلے شئ. پۀ حالنامه کښې یې پۀ دا اړه راوړي دي چې " "سبزو" نومي یو یار وۀ، د اورکزے قبیلې غړے وۀ، د "حال" خاوند وو، یارانو به ورته لېونے وئیل، د هغه سره به یو رباب وۀ، یو یو تار به یې پرې اړولے وۀ، ټول عمر به پۀ لاس کښې ورسره وۀ، پۀ شهباز به یې غږولو، لږ ساعت پس به یې غوږ ته ونیوو، چې د رباب اواز به ډېر کم شو، نو د دۀ سر خوځېدل به سېوا شو، او بې اختیاره به شو. یوه شپه پس به یې پۀ زوره کړنک ورکړو، دغه د هغه مشغولا هم وه، او عبادت هم وۀ. ښځې ورته ووې، "ورږې ډېرې شوې دي، څوک خوب ته نۀ پرېږدي، ټول خلق لرګو راپرې کولو له تلي دي، چې ځان له د خوب  ځایونه جوړ کړي، تۀ هم لاړ شه، چې د خوب د پاره تختونه جوړ کړو" هغه ورله پۀ پښتو کښې ځواب ورکړو، "دا به څوک غږوي؟" یعني زما دا رباب به څوک غږوي؟ ښځې...

Rabab Sa Day? By Ghani Khan Baba. Pashto Poetry

 What is Rabab?  By Ghani Khan Baba رباب څه دی مړ ګډوری او د توت اوچه تنه ده  خو چه سوز د ادم راشي هله هنګ اوکړي رباب خو دا زړه می راته وائي دا هډوکي می ګوڼیږي چه اخر به څوک اوچت کړي د جانان د مخ نقاب  غني خان Pashto Times, Pashto Poetry. Rabab Sa de by Ghani Khan baba