Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Khatir Afridi

Kakal. Pashto Word Kakal, Its Meaning And Explanation. Quiff Meaning In Pashto

Kakal. Pashto Word Kakal, Its Meaning And Explanation. Two Lines Pashto. Quiff In Pashto پښتو ژبه کښې "کاکل" څه مطلب دى What Is Kakal In Pashto? د کاکل په خطا بند د مخ کتاب کړه ما خاطر په تا سپارلے زۀ به مړ يم کاکا  ..دا ټکی د فارسی نه پښتو ته راغلئ ..مطلب ئې زلفان دي او د زلفو یا زلفان خاص هغه حصه چه په مخ راخوریږی  ..دې ته کاکل وائ .. حمزه بابا وائ .. ستا د کاکل په سلاسل مې قسم .. حلقه بګوش دې په رښتیا يمه زه .. سلاسل ..زنجیر یا زنځیر ته وائ .. او ..حلقه بګوش .. غلام ته .. انګرېزۍ کښې ورته  Quiff  وائ کاکل د فارسۍ ټکے دے! د سر مخکښې ويښتو ته وائي. پېکے،زلفان اوربل،زلفې د پېکي اوږده وېښتان پېکې چې په ټنډه د پاسه اړولې شوې وي لکه نوستي چا نافي وي په فضا کښې  چې له خياله پرېشان کاکل مشکين کړي ...                  زبېرارشد ټوپئ کاکل (دري/ پارسي) = ۱) پېکی، پچکه، پلکی، وربل، څونډی ۲) څڼې، زلفې ۳) ګوړګوتي وېښتان يهی زلفو کی تری بات تهی يا کاکل کی مير کو خوب کيا سير  تو سودائی تها پيچک ته وائي کوم چې په ټنډا را ﺯوړند وى څوڼډی ته کاکل واي,های هلکه څوڼډی لڼډ کړه يايی کم کړه پیچک ته

Ta Ba Garze Hase Khuklay Za Ba Marh Yam. Khatir Afridi Pashto Ghazal. Lyrics

Ta Ba Garze Hase Khuklay Za Ba Marh Yam. Khatir Afridi Pashto Ghazal. Lyrics Of Khatir Afridi Pashto Ghazal. Singer Takkar ته به ګرځې داسې ښکلی زه به مړ يم چې مې اوس وای لږ ليدلی زه به مړ يم جنازه چې مې د کوره ګور ته واخلي ته به نه يې راوتلی زه به مړ يم خړې خاورې به په ما باندې انبار شي هر سړی به درومي غلی زه به مړ يم زه به هیر شمه قرارې مرګي ورک شه سره خاندي به ټول کلی زه به مړ يم بې له مانه ما څوک نه درځنې غواړي ما خپل ځان درته بخښلی زه به مړ يم چې په ډېرو شپو مې هیر نکړې جانانه دا ستا یاد مې ډېر ساتلی زه به مړ يم زه د یار د دره بې له خپله ياره بل چا نه يم راشړلی زه به مړ يم په دا تور سترګو کله کله ګوره جوړ په ما د خاورو څلی زه به مړ يم چې په قبر مې تیرېږې خدای لپاره لږ شه ما ته پښه نيولی زه به مړ يم بيا لږ راشه په خندا شه چې ښايسته ش چې مزار مې شي مښلی زه به مړ يم که نور هيڅ نه وي چې ما لره رادرومې خړ خيبر خو دې ليدلی زه به مړ يم د کاکل په ختہ بند د مخ کتاب کړه ما خاطر په تا سپارلی زه به مړ يم (ارواښاد خاطر اپريدي) Ta Ba Garze Hase Khuklay Za Ba Marh Yam. Khatir Afridi Pashto Ghazal

Khatir Afridi Pashto Ghazal. Pukhto Shayeri. Pashto Classic Poetry.

 Khatir Afridi Pashto Ghazal. Pukhto Shayeri. Pashto Classic Poetry. ____ غزل ____ په دې دنيا کښې هسې شپې تېروم لکه مېلمـــــه يو دوه غرمې تېروم پۀ ما زهير مۀ شې خو مخ ښکاره کړه  پۀ زړۀ د ستا د مخ لمبې تېروم خوشحالي تۀ کوه چې غم نه لرې زۀ لېونے يم چې تنګسې تېروم دا زۀ خاطّر ستا د خاطر د پاره په خپل خاطر د غم چپې تېروم _____ خاطر اپريدی پښتو ادب Pashto Times. Khatir Afridi Pashto Ghazal. Pukhto Shayeri. Pashto Classic Poetry. New Pashto Shayeri. Misri Khatir Afridi Shayeri. Pashto Classic Adab. Pashto Times. Khatir Afridi Pashto Ghazal. Pukhto Shayeri. Pashto Classic Poetry. New Pashto Shayeri. Misri Khatir Afridi Shayeri. Pashto Classic Adab. Pashto Sherona 2022. New Pashto Sherona, Pukhto Sherona. New 2022 Pashto Sherona. Sherona Aw Ghazalay.  Pashto Sherona Aw Ghazals New 2022.

Khatir Afridi. Bio Data. Biography of Khatir Afridi. Pashto Info

 Who Was Khatir Afridi? Bio Data Of Khatir Afridi خاطر افریدي څوک وو؟ د خاطر افریدي پوره نوم مصری خان افریدي وو خاطر آفریدی پہ کال 1929 کے پہ حیبرایجنس جمرود تحصیل سیدو حیل کلی دہ اکبر خان پہ کور کے پیدا شوے وو خاطر افریدي په کال په 24  اګست 1968 کښی وفات شوي وو د خاطر افریدي ټول عمر یو کم څلویښت کاله وو خاطر افریدي ته د رومانوي شاعرۍ او د ځواني مرګۍ په وجه د پښتو ژبي جان کیټس وایی خاطر افریدي په باقاعده توګه لوستي نه وو یعني تعلیم ي نه وو کړي د پیشي په لحاظ خاطر اپریدي په کلي کښي په مقامی سکول کښي چوکیدار وو په شعر کښي د خاطر افریدي استادان حمزه بابا او ناظر شینواري وو خاطر افریدي پوره لس کاله د ټي بي په رنځ زنځور وو او هم ددي له کبله ي ساه ورکړي Bio Data, Biography Of Khatir Khatir Afridi. Pashto John Keats Khatir Afrdi was Born in Khyber Agency. Khatir Afridi died because of TB at Age of 39. Khatir Afridi Was School Peon by Profession. 

Khatir Afridi Kalam

 Khatir Afrdi Kalam. Misri Khan Khatir Afridi Pukhto Ghazal. Baad Shoma Da Ishq Da Garangono Pa Sarono. Singer. Khyal Muhammad Ustad غزل  ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔   حاطر افريدى   باد شومه دَ عشق دَ ګړنګونو په سرونو پرېوتم دَ لرې وطنونو په سرونو سترګې به زما شي آخر غرقې په ژړا کښې ګرځي چې کشتۍ دَ طوفانونو په سرونو درېغه چې دا ستا دَ اننګو خوَله هم زهٌ وے پرخې ته چې ګورم دَ ګلونو په سرونو ښکلې به سر ټیټ کړي یاره ستا په تصور کښې ډېر خاطره ستا دَ غزلونو په سرونو

What Is Spelani ( Wild Rur) ? Pashto Info Blog

 Spelani. مورې سپیلنې راپسې وشینده  نن راته بلأ خلکو کتلې دې What Is Spelani ( Wild Rur) ? Pashto Info Blog سپېلني خاطره يار دي په خېبر کې اوسي  ټوله دره له سپېلنو ډکه شه نومونه: سپانته (اوستا) سپاند (پهلوي)، سپانده (پښتو)، اسپند (پارسي)، هرمل (اردو)، (wild rur)  انګليسي او نور  واخله سپېلني غوندې درمات مې کړه دود مې کړه له ځانه نظر مات مې کړه (امر خېل) (سپانده) يو داسي ځنګلي واښه وزمه بوټی دی چي  تر دوو فوټو پورې ځان پورته کوي، د پاڼو پر ځای  ښانګي او ږغځګۍ راباسي، دا بوټی عموماً په تاند سپرلي کې په رغونو، دښتونو او نسبتاً پيتولنو (تودو) او پستو اړخونو کې په ګڼ شمېر رازرغونېږي، تراوسه ئې کوم کمرشل قدر نه دی موندلی البته يو شمېر طبيبان ئې په يو ډول دارو درملو کې کاروي، سپانده خپل تخم چي سپېلني (تخم اسپند) ورته وائي په مياشت يوه نيمه کې پخوي، دا تخم په ختيځو اساطرو په خصوص د ارينو قبائلو په دود دستور کې تل د يوه  نيک مرغه او (folk Medicine) په حېث ارزول شوی دی، بلکې دا لړۍ لاتراوسه هم دوام لري، له سپېلنيو څخه پرون هم او نن هم ډول ډول کارونه اخستل کېږي، په ځانګړي ډول د (نظر مات) لپاره د