Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Nuristan

Horned head-dress worn solely by Kati women of Kafiristan in pre-Islamic times.

 Horns of Afghan Kafirs.  Horned head-dress worn solely by Kati women of Kafiristan in pre-Islamic times. د افغان کافرانو ښکر: کله چي د اسلام دين د افغانستان ختيځ ته راورسېد، نو د لغمان، کونړ او باجوړ درو څخه بومي نژاد کافران د غرونو سرونو ته پورته او بغاوت وکړ، کله چي په ۱۸۸۵ع روسانو پنجده ونيول، امير عبدالرحمن وبېرېدی چي روسان ئې کافران پر ضد ونه کاروي، نو د ۱۸۹۵ع کال په ژمي کي د هري خوا قومي او دولتي لښکر د غلام حيدر څرخي په مشرتوب پر کافرستان يرغل وکړ، دوی اکثره تسليم خو يوازي د رامګل کافران تر سختو جنګونو وروسته تيار سوه چي اسلام او دولت ومني په دې عکس کي د اوسني نورستان [پخوا #کافرستان] کي د کافرانو ښکرونه وينو چي دوی به د درنښت نخښه بلله او بايد هري پاک لمني ښځي پر سر وای، دوی دغه خولۍ له ماشومتوبه له خپلو وېښتانو جوړوله او د سينګار په سترګه ورته کتل کېده، د ښه مرغه دغه خولۍ اوس په کابل ميوزيم کي خوندي ده کافرستان پخوا د نورستان او پېښور سره نږدې چترال پوري سيمي ته ويل کېده چي کلاش ټبر پکښي اوسي. کلاش په سيمه کي يوازينۍ ټبر او ځانګړې ژبه لري چي [دردي] کورنۍ سره اړه لري، هغوی د ب

The Last Two Kafirs Of Nooristan, Afghanistan

 The Last Two Kafirs Of Nooristan, Afghanistan د نورستان دوه وروستي افغان کافران، ۱۹۳۵ع By Sardar Wali کله چي د اسلام دين د افغانستان ختيځ ته راورسېد، نو د لغمان، کونړ او باجوړ درو څخه بومي نژادو کافران د غرونو سرونو ته پورته او بغاوت وکړ، کله چي په ۱۸۸۵ع روسانو پنجده ونيول، امير عبدالرحمن وبېرېدی چي روسان ئې کافران پر ضد ونه کاروي، نو د ۱۸۹۵ع کال په ژمي کي د هري خوا قومي او دولتي لښکر د غلام حيدر څرخي په مشرتوب پر کافرستان يرغل وکړ، دوی اکثره تسليم خو يوازي د رامګل کافران تر سختو جنګونو وروسته تيار سوه چي اسلام او دولت ومني په دې عکس کي ۸۵ کاله وړاندي په نورستان [پخوا کافرستان] کي د کافرانو اخري دوه مذهبي ښوونکي وينو،  عکاس په وينا د مشر سړی نوم [ بګاشای او د دوهم کس نوم [چنګین مُلا کریک] دئ هغه وايي له عکس اخيستلو شپږ کاله وروسته دواړه مړه سول. سرچينه: مورګینسټیرن The Last Kafir Priests of Nuristan: The chief Bagashai and the chanting priest Kareik, the last of the Afghan Kati Kafir (Safed-Posh Kafirs) priests. By 1935, six years after this photograph was taken, both were dead. From