Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Abdul Bari Jehani

Ahmad Shah Durrani and the misconceptions surrounding the Third Battle of Panipat.

Ahmad Shah Durrani and the misconceptions surrounding the Third Battle of Panipat. It’s a misconception that the Marathas were fighting the ‘invading king of Afghanistan’ at Panipat to... Today Panipat is a bustling city in Haryana state, but on January 14, 1761 it was the site of an epic battle — known as the Third Battle of Panipat — between Ahmad Shah Durrani (also known as Ahmad Shah Abdali) and the commander of the Maratha army Sadashiv Rao Bhau. The battle has been referenced, albeit usually inaccurately, by Hindu extremists to play the victim card, and to drive the wedge between Hindus and Muslims. Lately, the Bollywood film ‘Panipat: The Great Betrayal’ has also drawn a great deal of attention to Durrani, whom many in Afghanistan and Pakistan — the two successor states to the Durrani Empire — claim is being misrepresented in the film. The claims are not unsubstantiated. For instance, contrary to hard historical facts, the film portrays Durrani — who was a 39-year-old handsome m

Khattak Pashtun Tribes, Mughal Rulers And Yousafzai. Pashto History

Khattak Pashtun Tribes, Mughal Rulers And Yousafzai. Pashto History by Abdul Bari Jehani. Pashto Research Thesis On Khushal And Mughal Rulers. Pashto Pedia «د خټکو قبیله او مغول» *** هغه وخت چې په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د خټکو د قبیلی نوم اخیستل کیږی، یوسفزیو او ځینو نورو پښتني قبایلو د مغول پاچا جلال الدین اکبر په مقابل کی بیرغ پورته کړی وو او د خټکو قبیلی په تیره بیا د "تري" څانگه چی د خوشال خان پلار او نیکونو هم اړه په درلوده، د مغولو په خدمت کې ودریده او د اټک د قلا پر پوری غاړه باندی یې د لارو ساتلو او د حکومتی او تجارتی کاروانونو د حفاظت ذمه ورته ووهله.  مغول پاچا په بدل کې د اټک څخه تر نوښاره پورې ټولې ځمکي د خټکو د تري څانگې مشر، ملک اکوړي ته په جاگیر ورکړی او راهداري یا د لاري د مالیاتو د ټولولو امتیاز یی هم دغی قبیلی ته ورکړ. دا هغه زمانه وه چی د پښتنو لوی قبایل د خپلو سیمو د ساتلو او د نورو قبیلو د مځکو د لاندي کولو او مالونو تر لاسه کولو او بدل اخیستلو دپاره په خپلو کی په جگړو کی لگیا وه. د خټکو قبیله نه یوازي د یوسفزیو او بنگښو په شان لویو قبایلو سره په جگړه ل

Open Letter To Taliban Leadership By Abdul Bari Jehani USA.

 Open Letter To Taliban Leadership By Abdul Bari Jehani USA. Pashto Open Letter To Taliban From USA. د افغانستان د اسلامي اِمارت مشرانو ته پرانیستی لیک  درنو مشرانو السلام علیکم. زړه ته مي نه لوېږي چي زما دا لیک دي تر تاسي پوري ورسیږي او یا دي، د رسېدلو په صورت کي، څوک اهمیت قدر ورکړي؛ خو زه خپله وجداني وظیفه پر ځای کوم.   درنو مشرانو! شپږویشت کاله مخکي، چي ستاسي اکثریت ځوان ملګري به یا زېږېدلي نه ول او یا به ماشومان ول، ما د محترم وکیل احمد متوکل صاحب په مخکي، په کندهار کي، مُلا محمدعمر اخند ته وویل چي « تاسي له مخکني حکومت څخه د خلکو د نارضاییت او په نتیجه کي، له تاسي څخه، د خلکو د ملاتړ په زور راغلي او قدرت ته رسېدلي یاست. موږ ته په امریکا کي آوازه را ورسېده چي کله تاسي د اسماعیل خان سره په جګړه لګیا واست یوې سپین سري ښځي د خپل پوړني په پلو کي ماش درته راوړي وه او ویل یې ما په کور کي دغه څه درلوده دا واخلئ او طالبانو ته یې ورکړئ. دا د همدغه اولس صمیمیت او احساسات وه چي تاسي یې قدرت ته ورسولاست. خو زه چي افغانستان ته راغلی یم؛ ما ستاسي څخه یو سړی هم خوښ نه دی لیدلی او ټول درڅخه ناراض

Faqir Epi, Freedom Fighter and Pashtun Hero

 Faqir Epi, Freedom Fighter and Pashtun Hero ایپي فقیر، د ازادۍ د لاري مبارز عبدالباري جهاني ایپي فقیر( میرزا علي خان) په یوه حساب په ۱۸۹۷ میلادي او په بل حساب په ۱۹۰۱ میلادي کال کي په شمالي وزیریستان کي، د توچي درې د ایپي په کلي کي، په یوه روحاني او متدینه کورنۍ کي دنیا ته راغلی دی. دوولس کلن وو چي پلار یې ارسلا خان وفات سو. په حکومتي او مذهبي ښوونځیو کي تر لومړنیو زده کړو وروسته يې ډېر ژر د انګرېزي استعمار پر ضد تبلیغاتي مبارزه پیل کړه او د عمر له پوخوالي نه مخکي حج ته ولاړ؛ له دغه امله د سیمي خلکو د عمر ترپایه حاجی صاحب باله. ایپي فقیر، په سیمه کي، یو له هغو استثنایی مبارزینو څخه دی چي د ژوند تر پایه پوري د انګرېزي استعمار، او د پاکستان له جوړېدلو څخه وروسته، د هغوی د لاس کښېنولي حکومت، سره مخالف پاته سو او یو له هغو د ګوتو په شمېر مجاهدینو څخه دی چي د ژوند تر پایه پوري یې له هیڅ قدرت سره داسي سودا ونه کړه  چي د ده خپلواکی ته لږ ترلږه زیان ورسوي ایپي فقیر د ډېري ځوانۍ څخه په دې پوهېدی چي د انګرېزانو پر ضد یوازي تبلیغات کافي نه دي او یوازي په دغه وسیله انګرېزان له خپلي سیمي او د ټول

How To Write, Compose Poetry Lyrics. Pashto Mazmoon

 How To Write, Compose Poetry Lyrics. Pashto Mazmoon عبدالباري جهاني: څرنګه شعر ولیکو؟ شعر له موزونو او منظومو کلماتو څخه جوړ کلام وي، چي د ټولني واقعیتونو او د شاعراحساساتو ته انعکلس ورکوي. او همدغه موزونیت دی چي شعر له نثر څخه بېلوي او کلمات یې په غوږونو کي شرنګی کوي او زیاتره ښه لګیږي. خو توپیر یې د رباب او سارنګ له شرنګ سره دادی چي رباب او سارنګ ژبه نه لري. پښتو رباب، فارسي رباب، اُردو رباب او... رباب نسته. موږ نه پوهیږو چي رباب او سارنګ څه وايی؛ ځکه چي هغوی ژبه نه لري او یوازي شرنګ او سُرلري. هر څومره چي د موسیقۍ د پارچي سُر او تال برابر وي په هغه اندازه پر غوږونو ښه لګیږي خو شعر په مشخصه او ټاکلې ژبه لیکل کیږي او په هغه ژبه خپلو اورېدونکو او لوستونکو ته پیغام ورکوي. اورېدونکی او لوستونکی باید لومړی پوه سي او بیا نو واه واه ورته ووايی او یا منفی نظر ورکړي. زما په عقیده د شعر پیغام او د کلماتو ښکلا او پر ځای استعمال دواړه په یوه اندازه اهمیت لري. که شعر د کلماتو له ښکلا، اشارو او استعارو څخه بې برخي کړو بیا نو که هر څومره قوي پیغام هم ولري هغه به عادي نظم وي او شعري ارزښت به یې دون

A Pa Khoob Oda Mashoma. Pashto Poem By Abdul Bari Jehani. 2022 Kabul Child

 A Pa Khoob Oda Mashoma. Pashto Poem By Abdul Bari Jehani اې په خوب ویده ماشومه! اې په خوب ویده ماشومه ته خبر یې؟ چي په ښار او په مالت کي څه تیریږي ته پوهیږې د ابا سیوری دي څه سو؟ او ابۍ به دي له کوم رنځه کړیږي ته خبر یې د تودې خوني له خونده؟ تا هم کړي دي د اور څنګ ته خوبونه؟ ته هم چایې په توده غېږ کي نیولی؟ الاهو دي نازولي دي غوږونه؟ د خټین او د واورین سړک پر غاړه درته ایښي د څپلیو دي رنګونه نیم وجود دي په زړو جامو کي پټ دی له یخنیه دي بې واکه دي لاسونه کشکي ستا په خاطر لمر وای راختلی کشکي ستا پر لوڅ بدن وای ځلېدلی ستا پر لوري د اسمان سترګي ړندې دي تور قسمت په تا آرام نه دی لیدلی اوس هغه خلک هم لوڅي پښې روان دي چي په تا یې رنګول زاړه بوټونه نن به څه خورې سړه ورځ پر تېرېدو ده نن په څشي تودوې ساړه رګونه اې په خوب ویده ماشومه ته خبر یې؟ چي اسمان پر تندي څه درته لیکلي لا تر څو به دا سړې دا اوږدې شپې وي لا تر څو به دي قسمت په غشیو ولي چي له ستوني دي آواز نه وي وتلی څوک به پوه سي چي له چا به ګیله من یې؟ دا وطن دی د رنځورو او خوږمنو هسي نه چي دا یو ته په زړه خوږمن یې ته بچی د بد نصیبو د وطن

Pashto Translation of Alan Jackson Song The older I

 Pashto Translation of Alan Jackson Song The older I Get.  Song Name. The Older I Get Playwright. Alan Jackson زه چي هر څومره زړېږم       ترجمه زه چی هرڅومره زړېږم دغه فکر مي زیاتیږي که یوه شېبه وي پاته په خوښي کي دي تیریږي بس د سترګو په یو رپ کي دا شېبه هم نوره نه وي زه چي هر څومره زړيږم حقیقت را څرګندیږي چي سړی په شته من کیږي هغه مینه ده د خلکو که طلا که شته منۍ دي ته به ځې دوی به پاتیږي حقیقت به درته وایم که چینه د ځوانۍ را کړي نه به شونډي په لمدې کړم نه مي څاڅکي ته زړه کیږي زما لا اوس هم دي په مخ کي د ژوندون ښکلي کلونه زه زړېږم او یاران مي یو په یو رانه بیلیږي ډېر یاران هم په کار نه دي بس هغه ملګري بس دي چي په سختو بدو ورځو د بلا مخ ته دریږي څشي پرېږدم څشي واخلم څه مهم دي څشي نه دي بس چي هر څومره زړېږم دغه سِر را معلومیږي حقیقت به درته وایم که چینه د ځوانۍ راکړي نه په شونډي په لمدې کړم نه مي څاڅکي ته زړه کیږي څه پروا که مي په ژوند کي یا خندلي یا ژړلي څه پروا که نښانې یې یا ورکیږي یا پاتیږي چي زړېږم مخ مي ولي د دعا پر لوري سم سي لا لرمه څو خبري اورېدو ته که څوک تم سي راته ښکاري چي ل

Lyrics Of Pashto Song Of Shamali Afghan. Badmargha Khoob

Lyrics Of Pashto Song.  Nazam. Bad Margha Khoob Poet. Abdul Bari Jehani Singer. Shamali Afghan “بد مرغه خوب” ما په خوب کي یې لیدلې چي دي هار دانه دانه وي لاس مي تش وي شونډي وچي او نسکوره پیمانه وي ستا د ښار ټولي کوڅې وي د رقیب لښکر نیولي د دښتونو پر لمنو د اجل خېمې وهلي کور په کور پر هر قدم وي د غلیم ډلي ناولي محتسب لېونی ګرځي ړنګه ښکلې میخانه وي لاس مي تش وي شونډي وچي او نسکوره پیمانه وي   نه هغه مستي کوڅې وي نه پایکوب وي د مستانو نه غزل پر غزل اوري نه آواز  د مطربانو نه پیالې پکښی ماتیږي نه نارې وي د رندانو له سندرو اوښکي اوري په سرو ساندو ترانه وي لاس مي تش وي شونډي وچي او نسکوره پیمانه وي   د خزان سیلۍ وهلي هم غاټول هم انارګل وي باغ وي لاښ ګلونه وچ وي نه نرګس وي نه سنبل وي د زاغانو خرمستي وي نغمې ورکي له بلبل وي پر وچ ښاخ باندي سوځلې د بلبلو آشیانه وي لاس مي تش وي شونډي وچي او نسکوره پیمانه وي   د پاتا کمبلي وینم ستا د ښار له دېوالونو هدیرې وي چي ډکیږي د زلمیو له قبرونو د بوډا نیکه ملا ماته د لحد له کلنګونو ناوې ناسته پر پاتا وي بوډۍ سر پر زنګانه وي لاس مي تش وي شونډي وچي او نسکوره