Asteroid Bombardment On Earth Daily. Pashto Info By Muhib Rahmati د يوې اندازې له مخي هره ورځ په ځمکه باندي 1.5 کروړه شهابيې راغورځي. د اټکل له مخي دا شهابيې د 15 زره ټنو په اندازه مواد راوړي. ډيري يې د جسامت له امله وړې وي، دا چي د ځمکي فضا ته په ډېر سرعت سره داخلېږي نو له هوا سره د سولېدو په صورت کي په ايرو بدلېږي. خو ځيني چي غټي وي ځانونه تر ځمکي پوري رارسوي. شهابيه څه شى دى؟ شهابيه يا Asteroid د ستورو، سيارو يا سپوږمۍ ټوټي دي، چي زياتره يې د سرو زرو، سپينو زرو يا الماسو دي، يعني د ډېرو په کيمياوي جوړښت کي د فلزاتو عناصر موجود وي. دا فلزونه د ستورو په بټيو کي په پېړيو پېړيو د Fusion Reaction له امله جوړېږي. له ننه څلورنيم بيليونه کاله وړاندي چي کله د ګاز د وريځو او ګرد څخه زموږ شمسي نظام او ځمکه جوړه سوه نو دَ سيارو د جوړېدو په دې عمل کي د ډېرو لويو کاڼو ټوټې په خلا کي د لمر په مدار کي پاته سوې، دا ټوټې ډېرى د مشتري او مريخ په منځ Asteroid Belt کي موجودي دي. خو بيا هم دا شهابيې د شمسي نظام نه بهر د نورو کهکشانونو د چاودېدونک...